Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Sarfraz.

ملک

external-link copy
1 : 67

تَبٰرَكَ الَّذِیْ بِیَدِهِ الْمُلْكُ ؗ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرُ ۟ۙ

ډیر لوی او بابر کته دی هغه ذات چې واک او پاچايي د هغه په لاس کې ده او پر هر شي وسمن دی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 67

١لَّذِیْ خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَیٰوةَ لِیَبْلُوَكُمْ اَیُّكُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْغَفُوْرُ ۟ۙ

مرګ او ژونديي پيدا کړی تر څو تاسې و ازمایې چې په تاسو کې د چا کړنې ښې دي. هغه ډیر زورور او بښونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 67

الَّذِیْ خَلَقَ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ طِبَاقًا ؕ— مَا تَرٰی فِیْ خَلْقِ الرَّحْمٰنِ مِنْ تَفٰوُتٍ ؕ— فَارْجِعِ الْبَصَرَ ۙ— هَلْ تَرٰی مِنْ فُطُوْرٍ ۟

هغه ذات دی چې اوه اسمانونه يي یو د بل دپاسه،لاندې باندې پيدا کړي دي ته به د رحمان الله په پيدایښت کې هیڅ ډول عیب ونه وینې سترګې واړوه ایا:کومه نیمګړتیا په سترګو درځي؟ info
التفاسير:

external-link copy
4 : 67

ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَیْنِ یَنْقَلِبْ اِلَیْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَّهُوَ حَسِیْرٌ ۟

بیا،بیا سترګې واړوه راواړوه ستا لیدنه به ستړې ستومانه او نامراده بیرته راستنه شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 67

وَلَقَدْ زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِمَصَابِیْحَ وَجَعَلْنٰهَا رُجُوْمًا لِّلشَّیٰطِیْنِ وَاَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِیْرِ ۟

او مونږ نژدې آسمان په ستورو ښکلی کړی دی.او ستورو مو د شیطانانو د رټلو او ویشتلو لپاره په کار اچولي دي.او شیطانانو ته مو سوزوونکی اور تیار کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 67

وَلِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟

او هغه کسان چې په خپل رب کافران شوي د دوزخ عذاب ئي په برخه دی او دوزخ د ورتګ ډیر بد ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 67

اِذَاۤ اُلْقُوْا فِیْهَا سَمِعُوْا لَهَا شَهِیْقًا وَّهِیَ تَفُوْرُ ۟ۙ

کله هم چې پکې وروغورځول شي نو د خوټیدونکي دوزخ غړ مبیدونکی غږ به واوري. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 67

تَكَادُ تَمَیَّزُ مِنَ الْغَیْظِ ؕ— كُلَّمَاۤ اُلْقِیَ فِیْهَا فَوْجٌ سَاَلَهُمْ خَزَنَتُهَاۤ اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَذِیْرٌ ۟

نژدې به وي چې دوزخ له قهر او غضب څخه وچوي.هره ډله چي پکې وغورځول شي د دوزخ ساتونکي به ترې پوښتنه کوي چې:ایا تاسو ته کوم ډاروونکی نه ودرغلی؟ info
التفاسير:

external-link copy
9 : 67

قَالُوْا بَلٰی قَدْ جَآءَنَا نَذِیْرٌ ۙ۬— فَكَذَّبْنَا وَقُلْنَا مَا نَزَّلَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ ۖۚ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ كَبِیْرٍ ۟

ځواب به ورکوي:هو!ډاروونکی راغلی و خو مونږ درواغجن وګاڼه.او ومو ویل چې:الله پاک هیڅ شی نه دی نازل کړی تاسې په لویه بي لارئ کې اخته یاست(چې د نبوت دعوه کوئ). info
التفاسير:

external-link copy
10 : 67

وَقَالُوْا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ اَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِیْۤ اَصْحٰبِ السَّعِیْرِ ۟

دوزخیان به وايي:که چیرې مونږ خبره اوریدلې وای:یا مو له عقل څخه کار اخیستی وای نو:اوس به د سوزوونکي اور له خاوندانو سره نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 67

فَاعْتَرَفُوْا بِذَنْۢبِهِمْ ۚ— فَسُحْقًا لِّاَصْحٰبِ السَّعِیْرِ ۟

خپله ګناه يې ومنله.نو د اور څښتنان له رحمت څخه خورا لرې دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 67

اِنَّ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّاَجْرٌ كَبِیْرٌ ۟

دا خبره هم پخه ده:هغه څوک چې له خپل رب څخه په غیبو سره ویریږي بښنه يي په برخه ده او لوی اجر ور کړای شي. info
التفاسير: