Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Sarfraz.

Pagina nummer:close

external-link copy
3 : 5

حُرِّمَتْ عَلَیْكُمُ الْمَیْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِیْرِ وَمَاۤ اُهِلَّ لِغَیْرِ اللّٰهِ بِهٖ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوْذَةُ وَالْمُتَرَدِّیَةُ وَالنَّطِیْحَةُ وَمَاۤ اَكَلَ السَّبُعُ اِلَّا مَا ذَكَّیْتُمْ ۫— وَمَا ذُبِحَ عَلَی النُّصُبِ وَاَنْ تَسْتَقْسِمُوْا بِالْاَزْلَامِ ؕ— ذٰلِكُمْ فِسْقٌ ؕ— اَلْیَوْمَ یَىِٕسَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ دِیْنِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ ؕ— اَلْیَوْمَ اَكْمَلْتُ لَكُمْ دِیْنَكُمْ وَاَتْمَمْتُ عَلَیْكُمْ نِعْمَتِیْ وَرَضِیْتُ لَكُمُ الْاِسْلَامَ دِیْنًا ؕ— فَمَنِ اضْطُرَّ فِیْ مَخْمَصَةٍ غَیْرَ مُتَجَانِفٍ لِّاِثْمٍ ۙ— فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

پر تاسې حرامه کړای شوې ده مرداره، خوټیدونکي وینه، د خنزیر غوښه او هغه چې د ذبحه کولو په وخت کې پرې د الله له نوم څخه پرته د بل چا نوم اخیستل شوی وي، زندۍ کړی شوي، په وهلو مړه شوې، له لوړې راغورځیدلې، او د بل څاروي په ښکر وهلو مړه شوي، او هغه چې څیروونکو ځناورو خوړلي وي خو که په دې کې هره یوه تاسې په شرعي طریقه حلاله کړه درته روا ده او هغه هم در باندې حرامه ده چې پر بوتانو ذبح کړی شوي وي او چې تاسې د غشو په وسیله فال ونیسئ، دا ټول کارونه فسق او بې لارې ده. نن کافران له دې مایوسه شوي دي چې تاسې له خپل دین څخه واړوي نو باید له هغوی څخه ونه ډاریږئ او یوازې له ما څخه وډار شئ. نن مې ستاسې دین تاسې ته بشپړ، خپله لورینه مې درته پوره او اسلام مې درته دین غوره کړ، نو که څوک د لوږې له کبله د حرامو څیزونو خوراک ته اړ او له اندازې ډيروالی او مستي يې ونه کړه نو بې شکه چې الله پاک ښه بښونکی خورا ډیر مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 5

یَسْـَٔلُوْنَكَ مَاذَاۤ اُحِلَّ لَهُمْ ؕ— قُلْ اُحِلَّ لَكُمُ الطَّیِّبٰتُ ۙ— وَمَا عَلَّمْتُمْ مِّنَ الْجَوَارِحِ مُكَلِّبِیْنَ تُعَلِّمُوْنَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ اللّٰهُ ؗ— فَكُلُوْا مِمَّاۤ اَمْسَكْنَ عَلَیْكُمْ وَاذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهِ ۪— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟

دوی له تا څخه پوښتنه کوي چې څه ورته حلال دي؟ ورته ووایه چې پاک او خوندور څیزونه ټول درته حلال دي او هغه ښکار هم درته حلال دی چې تاسې د ښکار چل ځناورو ته ښوولی، روزنه مو ورکړې او په ښکار پسې یې ولیږئ او د ښکار ځینې هغه اداب وروښایې چې الله پاک تاسې ته ښوولي دي نو هغه ښکار وخورئ چې دې ځناورو ستاسو لپاره نیولي وي او تاسې باید د الله نوم هغه وخت یاد کړئ چې ځنارو د ښکار په لور شړئ او له الله پاک څخه وډار شئ بې شکه چې د الله پاک حساب ډیر ژر او چابک دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 5

اَلْیَوْمَ اُحِلَّ لَكُمُ الطَّیِّبٰتُ ؕ— وَطَعَامُ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ حِلٌّ لَّكُمْ ۪— وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَّهُمْ ؗ— وَالْمُحْصَنٰتُ مِنَ الْمُؤْمِنٰتِ وَالْمُحْصَنٰتُ مِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ اِذَاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ مُحْصِنِیْنَ غَیْرَ مُسٰفِحِیْنَ وَلَا مُتَّخِذِیْۤ اَخْدَانٍ ؕ— وَمَنْ یَّكْفُرْ بِالْاِیْمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهٗ ؗ— وَهُوَ فِی الْاٰخِرَةِ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟۠

نن ورځ درته ټول پاکیزه څیزونه حلال او هم درته د اهل کتابو خوراک او مذبوحه حلاله ده او ستاسې خوراک هغوي ته حلال دی او هم درته پاک لمنې مؤمنې ښځې او د هغو اهل کتابو چې له تاسې وړاندې کتاب ورکړای شوی پاک لمنې ښځې هغه وخت حلالې دي چې مهرونه یې پوره ورکړئ په داسې حال کې چې تاسې ورسره پخه نکاح وکړئ نه ښکاره زنا کوونکي یې او نه په پټه د یارانې ساتونکي. او هر څوک چې له ایمان وروسته کافر شو نو ټولې کړنې یې بابیزه او په اخرت کې به له زیانمنو څخه وي. info
التفاسير: