Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Sarfraz.

جاثیه

external-link copy
1 : 45

حٰمٓ ۟ۚ

حم. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 45

تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟

ددغه کتاب نازلیدل د الله له لورې دي چې په هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 45

اِنَّ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ لَاٰیٰتٍ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ

منلې خبره ده چې په اسمانونو او ځمکه کې د مؤمنانو لپاره لويي نښې دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 45

وَفِیْ خَلْقِكُمْ وَمَا یَبُثُّ مِنْ دَآبَّةٍ اٰیٰتٌ لِّقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ ۟ۙ

او ستاسې پیدایښت، او هغه خوځنده چې الله يې په ځمکه کې خوروي د باوري قوم لپاره ډیرې لويې نښې دي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 45

وَاخْتِلَافِ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنَ السَّمَآءِ مِنْ رِّزْقٍ فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِیْفِ الرِّیٰحِ اٰیٰتٌ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟

او د شپې او ورځې په اختلاف او په هغه باران کې چې الله له بره راښکته کړی، وچه ځمکه يې بیرته پرې ژوندۍ کړې او د بادونو په اړولو را اړولو کې د هغه قوم لپاره ډیرې لويې نښې دي چې له عقل څخه کار اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 45

تِلْكَ اٰیٰتُ اللّٰهِ نَتْلُوْهَا عَلَیْكَ بِالْحَقِّ ۚ— فَبِاَیِّ حَدِیْثٍ بَعْدَ اللّٰهِ وَاٰیٰتِهٖ یُؤْمِنُوْنَ ۟

دا د الله ایتونه دي چې مونږ يې په حقه پر تالولو. نو د الله او د هغه له ایتونو وروسته به په کومه خبره ایمان راوړي؟. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 45

وَیْلٌ لِّكُلِّ اَفَّاكٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ

هلاکت او تباهي ده د هر درواغجن بدعمله لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 45

یَّسْمَعُ اٰیٰتِ اللّٰهِ تُتْلٰی عَلَیْهِ ثُمَّ یُصِرُّ مُسْتَكْبِرًا كَاَنْ لَّمْ یَسْمَعْهَا ۚ— فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟

د الله ایتونه پرې ولوستلی شي نو اوري يې خو بیا ځان په لويې او غرور سره داسې نیسي لکه چې هیڅ يې اوریدلي نه وي. نو دغه وړ انسان ته د دردناک عذاب زیری ورکړه.. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 45

وَاِذَا عَلِمَ مِنْ اٰیٰتِنَا شَیْـَٔا ١تَّخَذَهَا هُزُوًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟ؕ

او چې کله زمونږ پر کوم ایت پوه شي نو بیا يې په ټوکه اخلي. د دا وړ خلکو لپاره سپکوونکی عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 45

مِنْ وَّرَآىِٕهِمْ جَهَنَّمُ ۚ— وَلَا یُغْنِیْ عَنْهُمْ مَّا كَسَبُوْا شَیْـًٔا وَّلَا مَا اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْلِیَآءَ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ؕ

دوزخ يې په مخکې دی. او ددوی کړنې، او هغه دوستان چې پرته له الله يې نیولي دي، د هیڅ شي مخه به ونه نیسي. او ډیر لوی عذاب يې په برخه دی. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 45

هٰذَا هُدًی ۚ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذَابٌ مِّنْ رِّجْزٍ اَلِیْمٌ ۟۠

دا قران هدایت دی. او د هغو خلکو لپاره چې د خپل رب پر ایتونو کافر شوي دي د ډیر سخت او درد ناک عذاب ربړونه ده. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 45

اَللّٰهُ الَّذِیْ سَخَّرَ لَكُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِیَ الْفُلْكُ فِیْهِ بِاَمْرِهٖ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟ۚ

الله هغه ذات دی چې سمندر يې ستاسې تابع وګرځاو تر څو پکې د الله په امر کښتۍ روانې او تاسو د خپل رب مهرباني ولټوئ، او شکر يې پر ځای کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 45

وَسَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا مِّنْهُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟

او د خپلې مهربانۍ له مخې يې د اسمانونو او ځمکې ټول څیزونه ستاسې تابع وګرځول په رښتیا چې په دې کې د هغه قوم لپاره چې فکر کوي ډيرې لويي نښې دي. info
التفاسير: