Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Sarfraz.

Pagina nummer:close

external-link copy
11 : 43

وَالَّذِیْ نَزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً بِقَدَرٍ ۚ— فَاَنْشَرْنَا بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا ۚ— كَذٰلِكَ تُخْرَجُوْنَ ۟

او هغه ذات دی چې له پاسه يي په ټاکلې اندازه اوبه راښکته کړي، او مړه ځمکه مو پرې راژوندۍ کړې ده او په همدې توګه به یوه ورځ تاسې له ځمکې نه راوویستلای شئ. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 43

وَالَّذِیْ خَلَقَ الْاَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الْفُلْكِ وَالْاَنْعَامِ مَا تَرْكَبُوْنَ ۟ۙ

او هغه ذات دی چې د هر څه جوړې يې پیدا کړي دي. او هم يې تاسې ته کښتۍ او څاروي پیدا کړي دي تر څو پرې سپاره شئ. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 43

لِتَسْتَوٗا عَلٰی ظُهُوْرِهٖ ثُمَّ تَذْكُرُوْا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ اِذَا اسْتَوَیْتُمْ عَلَیْهِ وَتَقُوْلُوْا سُبْحٰنَ الَّذِیْ سَخَّرَ لَنَا هٰذَا وَمَا كُنَّا لَهٗ مُقْرِنِیْنَ ۟ۙ

او کله چې پرې ښه برابر شئ نو د خپل رب نعمت او لورینه رایاده کړئ، او د هغه له پاسه د پوره برابریدلو وروسته ووايي چې: ډیر پاک دی هغه ذات چې دا څیزونه يي مونږ ته تابع کړل که نه نو له مونږ سره د هغو د کنترول وس نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 43

وَاِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُوْنَ ۟

او بې شکه چې مونږ به د خپل رب په لور بیرته ورګرځیږو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 43

وَجَعَلُوْا لَهٗ مِنْ عِبَادِهٖ جُزْءًا ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ۠

او کافرانو د الله ځینې بنده ګان د هغه برخه وګرځول. په رښتیا چې انسان ډیر څرګند او ښکاره احسان هیروونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 43

اَمِ اتَّخَذَ مِمَّا یَخْلُقُ بَنٰتٍ وَّاَصْفٰىكُمْ بِالْبَنِیْنَ ۟

ایا الله له خپل مخلوق نه د خپل ځان لپاره لوڼي نیولي او تاسې يي په ځامنو غوره کړي يې؟ info
التفاسير:

external-link copy
17 : 43

وَاِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمٰنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّهُوَ كَظِیْمٌ ۟

په داسې حال کې چې کله هم د هغوی کوم یو ته د هغه اولاد د پیدایښت زیری ورکړای شي چې دوی يي الله ته ثابتوي نو له ډیره غمه يې مخ تک تور واوړي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 43

اَوَمَنْ یُّنَشَّؤُا فِی الْحِلْیَةِ وَهُوَ فِی الْخِصَامِ غَیْرُ مُبِیْنٍ ۟

ایا هغه څه د الله پر برخه شو چې په ګاڼو او سنګار کې يې پالنه کیږي او دجګړو او مناقشو په دوران کې څرګندونه هم نشي کولای؟ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 43

وَجَعَلُوا الْمَلٰٓىِٕكَةَ الَّذِیْنَ هُمْ عِبٰدُ الرَّحْمٰنِ اِنَاثًا ؕ— اَشَهِدُوْا خَلْقَهُمْ ؕ— سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَیُسْـَٔلُوْنَ ۟

او هغوی ملایکې چې د رحمن خدای بنده ګان دي ښځې وګڼلې. ایا هغوی يې پیدایښت ته حاضروو؟ شاهدي به يي ولیکل شي او بیا به ترې پوښتنه وشي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 43

وَقَالُوْا لَوْ شَآءَ الرَّحْمٰنُ مَا عَبَدْنٰهُمْ ؕ— مَا لَهُمْ بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۗ— اِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ ۟ؕ

او هغوی وايي: که رحمن خدای غوښتي وای نو مونږ به هیڅکله د بوتانو عبادت نه و کړی ددې خبرې معنی نه پوهیږي بس په اټکل پسې روان دي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 43

اَمْ اٰتَیْنٰهُمْ كِتٰبًا مِّنْ قَبْلِهٖ فَهُمْ بِهٖ مُسْتَمْسِكُوْنَ ۟

ایا مونږ هغوی ته له دې قران نه وړاندې بل کتاب ورکړی دی چې اوس يې پرې کلکې منګولې لګولي وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 43

بَلْ قَالُوْۤا اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟

نه! هیڅ موندي ورکړی بلکې وايې چې مونږ خپل پلرونه پر یوه دین میندلي دي او مونږ اوس د هغوی پر پلونو روان یو. info
التفاسير: