Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Sarfraz.

Pagina nummer:close

external-link copy
28 : 36

وَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلٰی قَوْمِهٖ مِنْ بَعْدِهٖ مِنْ جُنْدٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَمَا كُنَّا مُنْزِلِیْنَ ۟

مونږ له ده وروسته دده پر قوم له اسمان نه کوم لښکر راونه لیږه او نه مونږ لښکرې لیږو. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 36

اِنْ كَانَتْ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَاِذَا هُمْ خٰمِدُوْنَ ۟

بس یوه چیغه وه چې ټول ناببره مړه ولویدل. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 36

یٰحَسْرَةً عَلَی الْعِبَادِ ۣۚ— مَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

افسوس پر داسې خلکو، هر پیغمبر چې ورته راغلی نو ټوکې او ملنډې يې پرې کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 36

اَلَمْ یَرَوْا كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ اَنَّهُمْ اِلَیْهِمْ لَا یَرْجِعُوْنَ ۟

ایا نه ویني چې مونږ پخوا څومره ډیر قومونه هلاک کړي؟ یو يې هم بیرته ددوی په لور راتاویدونکی نه دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
32 : 36

وَاِنْ كُلٌّ لَّمَّا جَمِیْعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُوْنَ ۟۠

دوی ټول به یوه ورځ خامخا زمونږ په وړاندې حاضر کړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 36

وَاٰیَةٌ لَّهُمُ الْاَرْضُ الْمَیْتَةُ ۖۚ— اَحْیَیْنٰهَا وَاَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ یَاْكُلُوْنَ ۟

د هغوی لپاره یوه لویه نښه مړه او وچه ځمکه ده چې مونږ يې ژوندۍ کوو او غلې دانې ترې راوباسو چې هغوی يي خوري. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 36

وَجَعَلْنَا فِیْهَا جَنّٰتٍ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّاَعْنَابٍ وَّفَجَّرْنَا فِیْهَا مِنَ الْعُیُوْنِ ۟ۙ

مونږ په همدې ځمکه کې د خرما او انګورو ډول ډول باغونه پیدا کړي او چینې مو پکې راخوټولې دي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 36

لِیَاْكُلُوْا مِنْ ثَمَرِهٖ ۙ— وَمَا عَمِلَتْهُ اَیْدِیْهِمْ ؕ— اَفَلَا یَشْكُرُوْنَ ۟

تر څو دا میوې او هغه چې ددوی لاسونو جوړ کړي دي وخوري ایا نو شکر نه وباسي؟ info
التفاسير:

external-link copy
36 : 36

سُبْحٰنَ الَّذِیْ خَلَقَ الْاَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْۢبِتُ الْاَرْضُ وَمِنْ اَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

پاک دی هغه ذات چې د هر څه جوړې يي پیدا کړي دي د ځمکې له زرغونو شیانو او پخپله د انسانانو په مینځ، او په ډیرو هغو څیزونو کې چې دوی يي لا نه پیژني. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 36

وَاٰیَةٌ لَّهُمُ الَّیْلُ ۖۚ— نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَاِذَا هُمْ مُّظْلِمُوْنَ ۟ۙ

او د هغوی لپاره شپه لویه نښه ده چې مونږ ترې ورځ د څرمن پشان وباسو او ناببره پرې تیارې راخورې شي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 36

وَالشَّمْسُ تَجْرِیْ لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ؕ— ذٰلِكَ تَقْدِیْرُ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ ۟ؕ

او لمر د خپل استوګنځي په لور روان دی دا د ډیر پیاوړي برلاسي او په هر څه پوه ذات اندازه ده. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 36

وَالْقَمَرَ قَدَّرْنٰهُ مَنَازِلَ حَتّٰی عَادَ كَالْعُرْجُوْنِ الْقَدِیْمِ ۟

او مونږ د سپوږمۍ لپاره پړاوونه ټاکلې ترڅو بالاخره هغه د خرما د یوې زړې وچې او کږې شوې څانګې په شان وګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 36

لَا الشَّمْسُ یَنْۢبَغِیْ لَهَاۤ اَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا الَّیْلُ سَابِقُ النَّهَارِ ؕ— وَكُلٌّ فِیْ فَلَكٍ یَّسْبَحُوْنَ ۟

نه د لمر په توان ده چې سپوږمۍ ونیسي او نه شپه له ورځې نه لومړی کیدای شي. او هر څه په یو مدار کې چورلیږي. info
التفاسير: