Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Sarfraz.

Pagina nummer:close

external-link copy
73 : 21

وَجَعَلْنٰهُمْ اَىِٕمَّةً یَّهْدُوْنَ بِاَمْرِنَا وَاَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِمْ فِعْلَ الْخَیْرٰتِ وَاِقَامَ الصَّلٰوةِ وَاِیْتَآءَ الزَّكٰوةِ ۚ— وَكَانُوْا لَنَا عٰبِدِیْنَ ۟ۙ

او ټول مو مخ کښان ګرځولي وو چې زمونږ په امر به یې ښوونه کوله. او د وحې په واسطه مو د غوره کارونو،د لمانځه ودرولو او زکات ورکولو هدایت ورکړ.او هغوی زمونږ عبادت کوونکی وو. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 21

وَلُوْطًا اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّعِلْمًا وَّنَجَّیْنٰهُ مِنَ الْقَرْیَةِ الَّتِیْ كَانَتْ تَّعْمَلُ الْخَبٰٓىِٕثَ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمَ سَوْءٍ فٰسِقِیْنَ ۟ۙ

او لوط ته مو هم حکم او علم ورکړی او د هغه کلي له خلکو نه مو ژغورلی و چې وران کارونه یې کول.او په رښتیا چې هغوی ډیر بد کاره فاسق قوم و. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 21

وَاَدْخَلْنٰهُ فِیْ رَحْمَتِنَا ؕ— اِنَّهٗ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟۠

په خپله مهربانۍ کې مو شامل کړ.ځکه چې هغه د صالحانو له ډلې نه و. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 21

وَنُوْحًا اِذْ نَادٰی مِنْ قَبْلُ فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ فَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ

او نوح را یاد کړه چې ډیره پخوا يي دعاء کړې وه مونږ یې دعاء ومنله،هغه او د هغه کورنۍ مو له لوی کړاونه خلاص کړل. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 21

وَنَصَرْنٰهُ مِنَ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمَ سَوْءٍ فَاَغْرَقْنٰهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟

او د هغه قوم په مقابل کې مودده ملاتړ وکړ چې زمونږ ایتونه یې درواغ ګڼلي وو.په رښتیا چې هغوی ډير بد چلنه قوم و نو ځکه مونږ ټول له مخې په اوبو کې ډوب کړل. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 21

وَدَاوٗدَ وَسُلَیْمٰنَ اِذْ یَحْكُمٰنِ فِی الْحَرْثِ اِذْ نَفَشَتْ فِیْهِ غَنَمُ الْقَوْمِ ۚ— وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شٰهِدِیْنَ ۟ۙ

او داود او سلیمان هم یاد کړه چې کله یې د هغه کښت په هکله پریکړه کوله چې د شپې له لوری پکې د نورو خلکو پسونه څریدلي وو.او مونږ ته یې پریکړه ښه معلومه وه. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 21

فَفَهَّمْنٰهَا سُلَیْمٰنَ ۚ— وَكُلًّا اٰتَیْنَا حُكْمًا وَّعِلْمًا ؗ— وَّسَخَّرْنَا مَعَ دَاوٗدَ الْجِبَالَ یُسَبِّحْنَ وَالطَّیْرَ ؕ— وَكُنَّا فٰعِلِیْنَ ۟

مونږ د پریکړه صحیح صورت سلیمان ته ښوولی و.او هر یوه ته مو حکم او پوهه ورکړې وه.غرونه او مارغان مو له داود سره همغاړه کړي وو چې پاکي به یې بیانوله.هو!دا کار همدا مونږ کړی و. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 21

وَعَلَّمْنٰهُ صَنْعَةَ لَبُوْسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِّنْ بَاْسِكُمْ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ شٰكِرُوْنَ ۟

او د زغرو جوړول مو هم ور ښوولی وو تر څو تاسې یو د بل له ګوزارنه وژغوري.نو ایا شکر کوونکي یاست؟ info
التفاسير:

external-link copy
81 : 21

وَلِسُلَیْمٰنَ الرِّیْحَ عَاصِفَةً تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖۤ اِلَی الْاَرْضِ الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا ؕ— وَكُنَّا بِكُلِّ شَیْءٍ عٰلِمِیْنَ ۟

او مونږ سلیمان ته تیز او تند باد تابع کړی ؤ چې د هغه په حکم به د هغې ځمکې په لور الوته چې مونږ پکې برکت اچولی ؤ.او مونږ په هر څه ښه پوه یو. info
التفاسير: