Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - het Centrum van Pionier Vertalers

بینه

external-link copy
1 : 98

لَمْ یَكُنِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ وَالْمُشْرِكِیْنَ مُنْفَكِّیْنَ حَتّٰی تَاْتِیَهُمُ الْبَیِّنَةُ ۟ۙ

له اهل کتاب او مشرکانو څخه چې چا کفر کړی و، هغوی (له خپله کفره) نه وو بېلېدونکي ترڅو چې يو ښکاره دليل ورته راشي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 98

رَسُوْلٌ مِّنَ اللّٰهِ یَتْلُوْا صُحُفًا مُّطَهَّرَةً ۟ۙ

یعني د الله له لوري يو رسول چې پاکې صحيفې تلاوت کوي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 98

فِیْهَا كُتُبٌ قَیِّمَةٌ ۟ؕ

چې په هغو کې ښې سمې ليکنې وي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 98

وَمَا تَفَرَّقَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنَةُ ۟ؕ

او چاته چې کتاب ورکړل شوی و، هغوی سره بېل نه شول، مګر وروسته تر هغه چې څرګند دليل ورته راغی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 98

وَمَاۤ اُمِرُوْۤا اِلَّا لِیَعْبُدُوا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ۙ۬— حُنَفَآءَ وَیُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوا الزَّكٰوةَ وَذٰلِكَ دِیْنُ الْقَیِّمَةِ ۟ؕ

او هغوی ته (هم) بل څه امر نه و شوی، پرته له دې چې الله ولمانځي، په داسې حال کې چې هغه لره د خپل دين سوچه کوونکي حق پلوي اوسي، لمونځ دې ترسره کوي، زکات دې ورکوي او همدا سم سهي دين دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 98

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ وَالْمُشْرِكِیْنَ فِیْ نَارِ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِیَّةِ ۟ؕ

بېشکه هغه کسان چې له اهل کتاب او مشرکانو څخه يې کفر کړی دی تل به د دوزخ په اور کې وي همدوی تر ټولو بد خلک دي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 98

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ هُمْ خَیْرُ الْبَرِیَّةِ ۟ؕ

بېشکه هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي همدوی تر ټولو ښه خلک دي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 98

جَزَآؤُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— رَضِیَ اللّٰهُ عَنْهُمْ وَرَضُوْا عَنْهُ ؕ— ذٰلِكَ لِمَنْ خَشِیَ رَبَّهٗ ۟۠

د خپل پالونکي په وړاندې يې بدله داسې د تل اوسېدو جنتونه دي چې لاندې به ترې ويالې بهيږي، په هغو کې به تل اوسېدونکي وي، الله له هغوی راضي دی او هغوی له الله راضي دي، دا د هغه چا لپاره چې له خپل پالونکي وېرېدلی وي. info
التفاسير: