Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - het Centrum van Pionier Vertalers

واقعه

external-link copy
1 : 56

اِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ۟ۙ

كله چې قيامت راپېښ شي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 56

لَیْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ ۟ۘ

چې پېښېدلو كې يې هيڅ درواغ نشته. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 56

خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌ ۟ۙ

هغه ښكته كوونكى او پورته كوونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 56

اِذَا رُجَّتِ الْاَرْضُ رَجًّا ۟ۙ

كله چې ځمكه په سختو لړزولو ولړزول شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 56

وَّبُسَّتِ الْجِبَالُ بَسًّا ۟ۙ

او غرونه يومخ ميده ميده ورژول شي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 56

فَكَانَتْ هَبَآءً مُّنْۢبَثًّا ۟ۙ

نو خوره وره دوړه به شي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 56

وَّكُنْتُمْ اَزْوَاجًا ثَلٰثَةً ۟ؕ

او تاسو به درې ډلې شئ. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 56

فَاَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۟ؕ

نو د ښي لاس والا خلک، څومره ښه دي د ښي لاس والا خلک! info
التفاسير:

external-link copy
9 : 56

وَاَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۟ؕ

او د كيڼ (چپ) لاس والا خلک! څومره بد دي د كيڼ (چپ) لاس والا خلک! info
التفاسير:

external-link copy
10 : 56

وَالسّٰبِقُوْنَ السّٰبِقُوْنَ ۟ۙ

او مخکې کېدونکي خو مخکې کېدونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 56

اُولٰٓىِٕكَ الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ۚ

همدوى نېږدې كړى شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 56

فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟

د نعمتونو والا جنتو كې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 56

ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

(د هغوى) لويه ډله به له لومړنيو وي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 56

وَقَلِیْلٌ مِّنَ الْاٰخِرِیْنَ ۟ؕ

او لږ به له وروستنيو (خلكو) وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 56

عَلٰی سُرُرٍ مَّوْضُوْنَةٍ ۟ۙ

پر زرينو او بدل شوو تختونو به وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 56

مُّتَّكِـِٕیْنَ عَلَیْهَا مُتَقٰبِلِیْنَ ۟

پر هغو يو بل ته مخامخ ډډه وهونكي (ناست) وي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 56

یَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ ۟ۙ

تل (پاتې) هلكان به ورباندې ګرځي راګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 56

بِاَكْوَابٍ وَّاَبَارِیْقَ ۙ۬— وَكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍ ۟ۙ

له ګيلاسونو او كوزو سره، او د روانو (بهېدونكو شرابو) له جامونو سره. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 56

لَّا یُصَدَّعُوْنَ عَنْهَا وَلَا یُنْزِفُوْنَ ۟ۙ

چې نه ترې سر خوږى كيږي او نه بې هوښه كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 56

وَفَاكِهَةٍ مِّمَّا یَتَخَیَّرُوْنَ ۟ۙ

او مېوې، له هغو نه چې هغوى يې خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 56

وَلَحْمِ طَیْرٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟ؕ

او د مرغانو غوښې، كومې چې زړه يې غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 56

وَحُوْرٌ عِیْنٌ ۟ۙ

او د غټو سترګو والا حورې. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 56

كَاَمْثَالِ اللُّؤْلُو الْمَكْنُوْنِ ۟ۚ

لكه د پټو ساتل شوو ملغرو غوندې. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 56

جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

د دوى د هغو عملونو په بدله كې چې كول يې. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 56

لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا وَّلَا تَاْثِیْمًا ۟ۙ

نه به چټيات پكې اوري او نه د ګناه څه خبره. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 56

اِلَّا قِیْلًا سَلٰمًا سَلٰمًا ۟

پرته له سلام، سلام ويلو. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 56

وَاَصْحٰبُ الْیَمِیْنِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْیَمِیْنِ ۟ؕ

او د ښي لاس والا خلک! څومره ښه دي ښي لاس والا خلک! info
التفاسير:

external-link copy
28 : 56

فِیْ سِدْرٍ مَّخْضُوْدٍ ۟ۙ

په بې اغزيو بېرو كې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 56

وَّطَلْحٍ مَّنْضُوْدٍ ۟ۙ

او له بېخه تر سره په ډكو ډكو كيلو كې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 56

وَّظِلٍّ مَّمْدُوْدٍ ۟ۙ

او په اوږده غځېدلي سيوري كې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 56

وَّمَآءٍ مَّسْكُوْبٍ ۟ۙ

او را تويېدونكو اوبو كې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 56

وَّفَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍ ۟ۙ

او ډېرو مېوو كې. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 56

لَّا مَقْطُوْعَةٍ وَّلَا مَمْنُوْعَةٍ ۟ۙ

چې نه ختمېدونكې او نه ترې ايسارېدونكې دي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 56

وَّفُرُشٍ مَّرْفُوْعَةٍ ۟ؕ

او اوچتو فرشو كې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 56

اِنَّاۤ اَنْشَاْنٰهُنَّ اِنْشَآءً ۟ۙ

بېشکه موږ هغه (حورې) په يو ځانګړي پيدايښت سره پيدا كړې دي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 56

فَجَعَلْنٰهُنَّ اَبْكَارًا ۟ۙ

او هغوى مو (تل) پېغلې ګرځولې دي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 56

عُرُبًا اَتْرَابًا ۟ۙ

.(مېړونو ته) ګرانې همزولې info
التفاسير:

external-link copy
38 : 56

لِّاَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟ؕ۠

د ښي لاس والا خلكو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 56

ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

یوه لويه ډله له مخکېنيو څخه. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 56

وَثُلَّةٌ مِّنَ الْاٰخِرِیْنَ ۟ؕ

او بله لويه ډله له وروستنيو خلكو څخه. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 56

وَاَصْحٰبُ الشِّمَالِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الشِّمَالِ ۟ؕ

او د كيڼ (چپ) لاس والا خلک! څومره بد دي د كيڼ (چپ) لاس والا خلک! info
التفاسير:

external-link copy
42 : 56

فِیْ سَمُوْمٍ وَّحَمِیْمٍ ۟ۙ

په توده هوا او خوټېدلو اوبو كې. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 56

وَّظِلٍّ مِّنْ یَّحْمُوْمٍ ۟ۙ

او د تور لوګي په سيوري كې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 56

لَّا بَارِدٍ وَّلَا كَرِیْمٍ ۟

چې نه به سوړ وي او نه عزت راحت والا. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 56

اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُتْرَفِیْنَ ۟ۚۖ

بېشكه هغوى له دې مخکې نازولي خوشاله وو. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 56

وَكَانُوْا یُصِرُّوْنَ عَلَی الْحِنْثِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ

او پر لويه ګناه (كفر) به يې ټينګار كولو. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 56

وَكَانُوْا یَقُوْلُوْنَ ۙ۬— اَىِٕذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ

او هغوى به ويل: آيا كله چې مړه شو او خاورې هډوكې يو نو آيا بيا به راپورته كېدونكي يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
48 : 56

اَوَاٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَ ۟

آيا زموږ مخکني پلرونه هم؟ info
التفاسير:

external-link copy
49 : 56

قُلْ اِنَّ الْاَوَّلِیْنَ وَالْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ

ورته ووايه: بېشكه مخکني او وروستني (ټول). info
التفاسير:

external-link copy
50 : 56

لَمَجْمُوْعُوْنَ ۙ۬— اِلٰی مِیْقَاتِ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟

هرومرو د يوې ټاكلې ورځې وخت ته را يو ځاى كېدونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 56

ثُمَّ اِنَّكُمْ اَیُّهَا الضَّآلُّوْنَ الْمُكَذِّبُوْنَ ۟ۙ

بيا به هرومرو تاسي اې لار وركو درواغ ګڼونكو! info
التفاسير:

external-link copy
52 : 56

لَاٰكِلُوْنَ مِنْ شَجَرٍ مِّنْ زَقُّوْمٍ ۟ۙ

هرومرو د زقوم له ونې خوراک كوونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 56

فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَ ۟ۚ

او له هغې به د خپلو ګېډو ډكوونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 56

فَشٰرِبُوْنَ عَلَیْهِ مِنَ الْحَمِیْمِ ۟ۚ

بيا به پر هغه (خوراک) د خوټېدونكو اوبو څښونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 56

فَشٰرِبُوْنَ شُرْبَ الْهِیْمِ ۟ؕ

او څښونكي هم د تږو اوښانو غوندي څښاک. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 56

هٰذَا نُزُلُهُمْ یَوْمَ الدِّیْنِ ۟ؕ

د قيامت په ورځ د هغوى مېلمستيا همدغه ده! info
التفاسير:

external-link copy
57 : 56

نَحْنُ خَلَقْنٰكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُوْنَ ۟

تاسي (ټول) خو موږ راپيدا كړئ نو ولې باور نه كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
58 : 56

اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تُمْنُوْنَ ۟ؕ

آيا هغه مني ته مو پام كړئ چې تاسي يې څڅوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
59 : 56

ءَاَنْتُمْ تَخْلُقُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الْخٰلِقُوْنَ ۟

آيا تاسي يې پيدا كوئ، كه موږ پيدا كوونكي يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
60 : 56

نَحْنُ قَدَّرْنَا بَیْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوْقِیْنَ ۟ۙ

(همدا) موږ ستاسو ترمنځ مرګ ټاكلى او موږ له دې څخه عاجز كېدونكي نه يو. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 56

عَلٰۤی اَنْ نُّبَدِّلَ اَمْثَالَكُمْ وَنُنْشِئَكُمْ فِیْ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

چې ستاسو غوندې نور خلک به مو په بدل كې راولو او تاسي به له سره په داسې حالت پيدا كړو چې تاسي نه پرې پوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 56

وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْاَةَ الْاُوْلٰی فَلَوْلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

او پرته له شکه تاسو ته خو لومړنی پيدايښت معلوم دى، نو ولې عبرت نه اخلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 56

اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَحْرُثُوْنَ ۟ؕ

آيا نو د هغه څه خبر به راكړئ چې تاسي يې كرئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
64 : 56

ءَاَنْتُمْ تَزْرَعُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الزّٰرِعُوْنَ ۟

آيا تاسي يې راشنه كوئ كه موږ يې زرغونوونكي يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
65 : 56

لَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنٰهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُوْنَ ۟

كه موږ وغواړو هرومرو به هغه وچ ټوټه ټوټه كړو بيا به (ټوله ورځ) تعجب سره خبرې كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 56

اِنَّا لَمُغْرَمُوْنَ ۟ۙ

چې بېشكه موږ تاواني شولو. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 56

بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟

بلكې موږ بيخې بې برخې يو. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 56

اَفَرَءَیْتُمُ الْمَآءَ الَّذِیْ تَشْرَبُوْنَ ۟ؕ

آيا هغه اوبه مو ليدلې چې (تل) يې تاسو څښئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
69 : 56

ءَاَنْتُمْ اَنْزَلْتُمُوْهُ مِنَ الْمُزْنِ اَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُوْنَ ۟

آيا هغه تاسي له ورېځو راتويې كړې دي كه موږ يې را وروونكي يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
70 : 56

لَوْ نَشَآءُ جَعَلْنٰهُ اُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُوْنَ ۟

كه موږ وغواړو هغه به تروې ترخې كړو نو ولې شكر نه باسئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
71 : 56

اَفَرَءَیْتُمُ النَّارَ الَّتِیْ تُوْرُوْنَ ۟ؕ

آيا هغه اور ته مو كتلي چې تاسي يې بلوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
72 : 56

ءَاَنْتُمْ اَنْشَاْتُمْ شَجَرَتَهَاۤ اَمْ نَحْنُ الْمُنْشِـُٔوْنَ ۟

آيا تاسي يې ونه راپيدا كړې ده كه موږ يې پيدا كوونكي يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
73 : 56

نَحْنُ جَعَلْنٰهَا تَذْكِرَةً وَّمَتَاعًا لِّلْمُقْوِیْنَ ۟ۚ

هغه خو موږ عبرت او د مسافرو لپاره ګټوره ګرځولې ده. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 56

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟

نو د خپل لوى پالونکي په نوم پاکي بيانوه. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 56

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُوْمِ ۟ۙ

نو زه د ستورو د پرېوتلو پر ځايونو قسم كوم. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 56

وَاِنَّهٗ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُوْنَ عَظِیْمٌ ۟ۙ

او كه پوهېږئ دا په رېښتيا لوى قسم دى. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 56

اِنَّهٗ لَقُرْاٰنٌ كَرِیْمٌ ۟ۙ

چې پرته له شکه دا يو عزتمن قرآن دى. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 56

فِیْ كِتٰبٍ مَّكْنُوْنٍ ۟ۙ

چې په يو پټ ساتل شوي كتاب كې دى. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 56

لَّا یَمَسُّهٗۤ اِلَّا الْمُطَهَّرُوْنَ ۟ؕ

هغه ته پرته له ډېرو پاکو بل څوك لاس نه وروړي. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 56

تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

د رب العالمين له خوا نازل شوى دى. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 56

اَفَبِهٰذَا الْحَدِیْثِ اَنْتُمْ مُّدْهِنُوْنَ ۟ۙ

آيا نو تاسي د دې خبرى (قرآن) سپک ګڼونكي ياست؟ info
التفاسير:

external-link copy
82 : 56

وَتَجْعَلُوْنَ رِزْقَكُمْ اَنَّكُمْ تُكَذِّبُوْنَ ۟

او (يوازې دا خبره) خپله برخه ګرځوئ چې درواغ يې ګڼئ. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 56

فَلَوْلَاۤ اِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُوْمَ ۟ۙ

نو ولې هغه وخت چې (روح) مرۍ ته ورسيږي. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 56

وَاَنْتُمْ حِیْنَىِٕذٍ تَنْظُرُوْنَ ۟ۙ

او تاسي هغه وخت (په سترګو) ګورئ. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 56

وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْكُمْ وَلٰكِنْ لَّا تُبْصِرُوْنَ ۟

او موږ له تاسي زيات ورنېږدې يو خو تاسي نه وينئ. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 56

فَلَوْلَاۤ اِنْ كُنْتُمْ غَیْرَ مَدِیْنِیْنَ ۟ۙ

نو كه تاسي ته جزا نه دركول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 56

تَرْجِعُوْنَهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

ولې (هغه روح) نه راستنوئ كه تاسي رښتيني ياست. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 56

فَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟ۙ

نو بيا كه چېرې هغه (الله ته) له نېږدې كړى شوو څخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 56

فَرَوْحٌ وَّرَیْحَانٌ ۙ۬— وَّجَنَّتُ نَعِیْمٍ ۟

نو هوسايي، ښه روزي او نعمتونو والا جنت دى. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 56

وَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟ۙ

او كه هغه له ښي لاس والا كسانو څخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 56

فَسَلٰمٌ لَّكَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟

نو (بيا هم) تاته سلامتي ده چې د ښي لاس والا خلكو څخه يې. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 56

وَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِیْنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ۙ

خو كه چېرې له درواغ ګڼونكو لار وركو څخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 56

فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِیْمٍ ۟ۙ

نو (هغه ته) د خوټېدونكو اوبو مېلمستيا ده. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 56

وَّتَصْلِیَةُ جَحِیْمٍ ۟

او دوزخ ته ورننه اېستل دي. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 56

اِنَّ هٰذَا لَهُوَ حَقُّ الْیَقِیْنِ ۟ۚ

يقيناً همدا حق او يقيني ده. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 56

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟۠

د خپل لوى پالونکي په نوم پاکي بيانوه. info
التفاسير: