Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - het Centrum van Pionier Vertalers

Pagina nummer: 12:2 close

external-link copy
84 : 2

وَاِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَكُمْ لَا تَسْفِكُوْنَ دِمَآءَكُمْ وَلَا تُخْرِجُوْنَ اَنْفُسَكُمْ مِّنْ دِیَارِكُمْ ثُمَّ اَقْرَرْتُمْ وَاَنْتُمْ تَشْهَدُوْنَ ۟

او (یاد کړئ ای بني اسرايېلو) هغه وخت چې ستاسو له پلرونو مو کلکه وعده واخیستله دا چې خپلې وینې مه تویوئ او مه وباسئ ځانونه خپل له خپلو کورنو، بیا تاسې اقرار وکړ، حال دا چې تاسې حاضر واست. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 2

ثُمَّ اَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ تَقْتُلُوْنَ اَنْفُسَكُمْ وَتُخْرِجُوْنَ فَرِیْقًا مِّنْكُمْ مِّنْ دِیَارِهِمْ ؗ— تَظٰهَرُوْنَ عَلَیْهِمْ بِالْاِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ؕ— وَاِنْ یَّاْتُوْكُمْ اُسٰرٰی تُفٰدُوْهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَیْكُمْ اِخْرَاجُهُمْ ؕ— اَفَتُؤْمِنُوْنَ بِبَعْضِ الْكِتٰبِ وَتَكْفُرُوْنَ بِبَعْضٍ ۚ— فَمَا جَزَآءُ مَنْ یَّفْعَلُ ذٰلِكَ مِنْكُمْ اِلَّا خِزْیٌ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ یُرَدُّوْنَ اِلٰۤی اَشَدِّ الْعَذَابِ ؕ— وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟

پس (له دې وعدې) تاسې هغه کسان یاست چې خپل ځانونه وژنئ او وباسئ تاسې یوه ډله خپله له خپلو کورونو له دوی څخه، مرسته (مدد) کوئ پر دوی په ګناه او ظلم سره، او که راشي دوی تاسې ته بندیان نو فدیه ورکوئ تاسې د دوی په ځای، حال دا چې حرام کړی شوي دي پر تاسې ایستل د هغو آیا پس ایمان راوړئ تاسې پر ځینو (احکامو) د کتاب (چې فدیه ده) او کافران کیږئ په ځینو نورو (احکامو د کتاب چې بی ګناه وژنه ده او په ګناه سره مرسته (مدد) کوئ د دوی او مغلوبان له وطنه شړئ). پس نه ده سزا د هغه چا چې کوي دا (کارونه) له تاسې څخه مګر رسوايي ده په ژوند د دنیا کې او په ورځ د قیامت کې ګرځول کیږي دوی ډیر سخت عذاب د (دوزخ) ته او نه دی الله غافل له هغه څه چې کوئ يې تاسې. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 2

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اشْتَرَوُا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا بِالْاٰخِرَةِ ؗ— فَلَا یُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟۠

دا هغه کسان دي چې د دنیا ژوند یې په بدل د آخرت کې اخیستئ دی، سپک به نه کړی شي له دوی څخه عذاب او نه به له دوی سره مرسته (مدد) وکړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 2

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَقَفَّیْنَا مِنْ بَعْدِهٖ بِالرُّسُلِ ؗ— وَاٰتَیْنَا عِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ الْبَیِّنٰتِ وَاَیَّدْنٰهُ بِرُوْحِ الْقُدُسِ ؕ— اَفَكُلَّمَا جَآءَكُمْ رَسُوْلٌۢ بِمَا لَا تَهْوٰۤی اَنْفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ ۚ— فَفَرِیْقًا كَذَّبْتُمْ ؗ— وَفَرِیْقًا تَقْتُلُوْنَ ۟

یقینًا یقینًا موږ موسٰی علیه السلام ته كتاب وركړى و او له هغه نه وروسته مو پرلپسې رسولان لېږلي وو، او موږ د مریمې زوى عیسٰی علیه السلام ته څرګندې نښې وركړې وې۔ او موږ هغه په پاك روح سره قوي كړى و، آیا نو كله چې به هم كوم رسول تاسو ته هغه (احكام) راوړل چې ستاسو نفسونو به نه خوښَوَل، تاسو به ډېره لويي وكړه؛ نو یوه ډله (د پېغمبرانو) مو دروغژنه وګڼله او بله ډله به مو ووژله. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 2

وَقَالُوْا قُلُوْبُنَا غُلْفٌ ؕ— بَلْ لَّعَنَهُمُ اللّٰهُ بِكُفْرِهِمْ فَقَلِیْلًا مَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟

او وايي: زموږ زړونه مو په پردو کې دي (وینا پرې اثر نه کوي داسې نه ده) بلکې الله پر دوی لعنت کړی، په سبب د کفر د دوی، نو ډېر لږ (کسان د دوی له ډلې څخه) ایمان راوړي. info
التفاسير: