Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashto-vertaling van de samenvatting van de tafsier van de Heilige Koran

Pagina nummer:close

external-link copy
5 : 83

لِیَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟ۙ

د حساب او بدلې لپاره په يوه داسې لويه ورځ کې چې په هغې کې ازموينې او سختۍ وي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 83

یَّوْمَ یَقُوْمُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

په کومه ورځ چې خلک د ټولو مخلوقاتو پالونکي ته د حساب لپاره دريږي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 83

كَلَّاۤ اِنَّ كِتٰبَ الْفُجَّارِ لَفِیْ سِجِّیْنٍ ۟ؕ

امر داسې نه دی لکه تاسې يې چې تصور کوئ چې له مرګ څخه وروسته بيا را پاڅېدل نشته، پرته له شکه د کافرانو او منافقانو بدکارو خلکو عملنامې به په زيان کې په ترټولو ټيټه ځمکه کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 83

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا سِجِّیْنٌ ۟ؕ

او اې رسوله! ته څه پوهېږې چې سجين څه دی؟!. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 83

كِتٰبٌ مَّرْقُوْمٌ ۟ؕ

پرته له شکه د هغوی کتاب تل ليکل شوی دی، نه څه پکې زياتيږي او نه څه ترې کميږي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 83

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟ۙ

په دغه ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره زيان او تباهي ده. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 83

الَّذِیْنَ یُكَذِّبُوْنَ بِیَوْمِ الدِّیْنِ ۟ؕ

هغه کسان چې د بدلې هغه ورځ درواغ ګڼي چې په هغې کې الله خپلو بندګانو ته يې د دنيا پر کړنو بدله ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 83

وَمَا یُكَذِّبُ بِهٖۤ اِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ

او دغه ورځ يوازې هغه څوک درواغ ګڼي چې د الله له پولو اوښتونکی وي او زيات ګناه کوونکی وي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 83

اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا قَالَ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؕ

کله چې زموږ پر رسول نازل کړل شوي زموږ آيتونه پرې لوستل کيږي وايي: دا خو د پخوانيو امتونو کيسې دي، او د الله له لورې نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 83

كَلَّا بَلْ ٚ— رَانَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

امر داسې نه دی لکه دغو درواغ کڼونکو چې تصور کړی، بلکې د هغوی کړي ګناهونه پرې غالبه شول او د هغوی عقلونه يې ور پټ کړل؛ نو حق پر خپلو زړونو نه شي ليدلای. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 83

كَلَّاۤ اِنَّهُمْ عَنْ رَّبِّهِمْ یَوْمَىِٕذٍ لَّمَحْجُوْبُوْنَ ۟ؕ

پرته له شکه هغوی به د خپل پالونکي له ليدلو څخه د قيامت په ورځ منع کړل شوي وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 83

ثُمَّ اِنَّهُمْ لَصَالُوا الْجَحِیْمِ ۟ؕ

بيا به هغوی هرومرو دوزخ ته ور ننوتونکي وي، چې ګرمي به يې زغمي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 83

ثُمَّ یُقَالُ هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟ؕ

بيا به د قيامت په ورځ هغوی ته د هغوی د ګواښلو په موخه وويل شي: دغه سزا چې تاسې ورسره مخ ياست هغه څه دي چې په دنيا کې مو درواغ ګڼله کله به چې مو رسول پرې خبرولئ. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 83

كَلَّاۤ اِنَّ كِتٰبَ الْاَبْرَارِ لَفِیْ عِلِّیِّیْنَ ۟ؕ

امر داسې نه دی لکه تاسو يې چې تصور کړی دی، چې حساب او بدله به نه وي، پرته له شکه د پيروي کوونکو عملنامې به په عليين کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 83

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا عِلِّیُّوْنَ ۟ؕ

او اې رسوله! ته څه پوهېږې چې عليين څه دی؟!. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 83

كِتٰبٌ مَّرْقُوْمٌ ۟ۙ

پرته له شکه د هغوی کتاب تل ليکل شوی دی، نه څه پکې زياتيږي او نه څه ترې کميږي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 83

یَّشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ؕ

دغه کتاب ته له هر اسمان څخه يوازې مقربې پرېښتې ور نېږدې کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 83

اِنَّ الْاَبْرَارَ لَفِیْ نَعِیْمٍ ۟ۙ

پرته له شکه زيات پيروي کوونکي به د قيامت په ورځ په تلپاتې نعمتونو کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 83

عَلَی الْاَرَآىِٕكِ یَنْظُرُوْنَ ۟ۙ

پر ښايسته تختونو ناست خپل پالونکي او هر هغه څه ته به ګوري چې زړونه يې پرې تازه کيږي او خوشحاليږي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 83

تَعْرِفُ فِیْ وُجُوْهِهِمْ نَضْرَةَ النَّعِیْمِ ۟ۚ

کله چې ورته وګورې د هغوی په مخونو کې به د نعمتونو د ښايست او ښکلا اغېز وينې. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 83

یُسْقَوْنَ مِنْ رَّحِیْقٍ مَّخْتُوْمٍ ۟ۙ

خادمان به يې داسې شراب ورباندې څښي چې لوښي به يې مهر کړل شوي وي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 83

خِتٰمُهٗ مِسْكٌ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكَ فَلْیَتَنَافَسِ الْمُتَنٰفِسُوْنَ ۟ؕ

له هغو به تر پايه د مشکو بوی ځي، په دغه نېکه بدله کې لازم دي چې سيالي کوونکي سره سيالي وکړي، په داسې عمل سره چې الله راضي کوي او د هغه څه په پرېښودلو سره چې الله په غوسه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 83

وَمِزَاجُهٗ مِنْ تَسْنِیْمٍ ۟ۙ

له دغو مهر کړل شويو شرابو سره به د تسنيم له چينې ګډون وي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 83

عَیْنًا یَّشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ؕ

او دا په تر ټولو لوړ جنت کې يوه خالصه او صافه چينه ده چې الله ته نېږدې خلک به ترې څښاک کوي، او ټول مؤمنان څښاک ترې کوي چې له نورو سره به ګډه وي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 83

اِنَّ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا كَانُوْا مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یَضْحَكُوْنَ ۟ؗۖ

پرته له شکه هغه کسان چې د کفر جرم يې کړی پر هغو کسانو پورې د ملنډو په ډول خندل چې ايمان يې راوړی وو. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 83

وَاِذَا مَرُّوْا بِهِمْ یَتَغَامَزُوْنَ ۟ؗۖ

او کله به چې پر مؤمنانو تېرېدل ځينو به يې ځينوته د ملنډو او مسخرو په ډول سترګکونه وهل. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 83

وَاِذَا انْقَلَبُوْۤا اِلٰۤی اَهْلِهِمُ انْقَلَبُوْا فَكِهِیْنَ ۟ؗۖ

او کله به چې خپلو کورونيو ته ور ګرځېدل پر کفر او مؤمنانو د ملنډو وهلو له امله به خوشحاله راګرځېدل. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 83

وَاِذَا رَاَوْهُمْ قَالُوْۤا اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ

او کله به يې چې مسلمانان وليدل ويل به يې: پرته له شکه دغه خلک د حق له لارې لارورکي دي، چې د خپلو پلرونو دين يې پرې اېښی دی. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 83

وَمَاۤ اُرْسِلُوْا عَلَیْهِمْ حٰفِظِیْنَ ۟ؕ

او الله هغوی د مسلمانانو پر اعمالو وکيلان نه وو ګرځولي ترڅو هغوی دا ډول وينا وکړي. info
التفاسير:
Voordelen van de verzen op deze pagina:
• خطر الذنوب على القلوب.
پر زړونو د ګناهونو خطر. info

• حرمان الكفار من رؤية ربهم يوم القيامة.
د قيامت په ورځ د کافرانو د خپل پالونکي له ليدلو څخه بې برخې کېدل. info

• السخرية من أهل الدين صفة من صفات الكفار.
پر دينداره خلکو ملنډې وهل د کافرانو له صفتونو څخه دي. info