Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashto-vertaling van de samenvatting van de tafsier van de Heilige Koran

Pagina nummer:close

external-link copy
68 : 7

اُبَلِّغُكُمْ رِسٰلٰتِ رَبِّیْ وَاَنَا لَكُمْ نَاصِحٌ اَمِیْنٌ ۟

دررسوم زه تاسو ته هغه څه چې ماته الله تعالی د هغه په رسولو تاسو ته امر کړی دی د خپل توحید (یووالی) او دین څخه، او زه ستاسو لپاره خیرخواه یم په هغه څه کې چې ماته یې په رسولو امر شوی دی او امانتدار هم یم، زه په دې کې زیاتی او کمی نه کوم. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 7

اَوَعَجِبْتُمْ اَنْ جَآءَكُمْ ذِكْرٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ مِّنْكُمْ لِیُنْذِرَكُمْ ؕ— وَاذْكُرُوْۤا اِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنْ بَعْدِ قَوْمِ نُوْحٍ وَّزَادَكُمْ فِی الْخَلْقِ بَصْۜطَةً ۚ— فَاذْكُرُوْۤا اٰلَآءَ اللّٰهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟

آیا ستاسو تعجب او نا اشنا ګڼل د دې وجې نه راوپاریدل چې راغی تاسو ته پند (وحې) ستاسو د رب له طرفه په ژبه د یو سړي چې ستاسو له جنسه دی، د ملایکو او پیریانو له جنسه نه دی د دې لپاره چې تاسو وویروي؟! او ثنا بیان کړئ د خپل رب او د هغه شکر ادا کړئ په دې وجه چې تاسو ته یې په ځمکه کې ځای او طاقت درکړی، او تاسو یې خلیفګان (ځای ناستي) ګرځولي یاست، وروسته د نوح -علیه السلام- د قوم نه هغوی چې الله تعالی د هغوی د کفر په وجه هلاک کړي وو، او د الله تعالی شکر وباسئ چې تاسو ته یې غټ غټ بدنونه درکړي او قوت یې درکړی او د کلکو نیولو طاقت یې درکړی دی، او یاد کړئ پراخه نعمتونه د الله تعالی په تاسو باندې، امید دی چې تاسو به په خپل لټونکي شي باندې کامیاب شئ، او د کوم شي نه چې ویریږئ د هغه نه به بچ شئ. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 7

قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللّٰهَ وَحْدَهٗ وَنَذَرَ مَا كَانَ یَعْبُدُ اٰبَآؤُنَا ۚ— فَاْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

وویل هغه ته قوم د هغه: آیا ته راغلی یې مونږ ته -ای هوده-! د دې لپاره چې مونږ ته یوازې د الله تعالی په عبادت کولو باندې امر وکړې، او د دې لپاره چې مونږ پریږدو هغه څه چې بندګي یې کوله زمونږ مشرانو؟! نو راوړه مونږ ته هغه عذاب چې ته پرې مونږ ویروې که چیرته ته ريښتونی یې په هغه څه کې چې ته یې دعوا کوې. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 7

قَالَ قَدْ وَقَعَ عَلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ رِجْسٌ وَّغَضَبٌ ؕ— اَتُجَادِلُوْنَنِیْ فِیْۤ اَسْمَآءٍ سَمَّیْتُمُوْهَاۤ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ مَّا نَزَّلَ اللّٰهُ بِهَا مِنْ سُلْطٰنٍ ؕ— فَانْتَظِرُوْۤا اِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُنْتَظِرِیْنَ ۟

نو هود -علیه السلام- هغوی ته په جواب کې وویل: بیشکه تاسو مستحق شوي یاست د الله تعالی د عذاب او د هغه د غضب نو دا دواړه په تاسو باندې خامخا واقع کیدونکي دي، آیا تاسو جګړه کوئ زما سره د هغو بتانو باره کې چې نومونه ورله ایښودلي تاسو او مشرانو ستاسو معبودان، او د هغوی هیڅ حقیقت نشته؟! نو ندی رالیږلی الله تعالی څه دلیل چې تاسو پرې دلیل نیسئ په هغه څه کې چې تاسو یې دعوه کوئ د هغوی باره کې د بندګۍ د حق، نو تاسو انتظار وکړئ د هغه څه چې تاسو په تلوار سره غوښتلی ستاسو لپاره د عذاب نه، او زه هم ستاسو سره د انتظار کوونکو څخه یم، نو هغه خامخا په تاسو باندې واقع کیدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 7

فَاَنْجَیْنٰهُ وَالَّذِیْنَ مَعَهٗ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَقَطَعْنَا دَابِرَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَمَا كَانُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟۠

نو مونږ بچ کړ هود -علیه السلام- او هغه کسان چې د هغه سره ملګري وو د مومنانو نه په خپل رحمت او مهربانۍ سره، او بیخ کندي مو وکړله په هلاکت سره د هغو کسانو چې نسبت د دروغو کړی و زمونږ آیتونو ته، او هغوی مومنان نه وو، بلکې دروغجن ګڼوونکي وو، نو هغوی د عذاب مستحق شول. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 7

وَاِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا ۘ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— قَدْ جَآءَتْكُمْ بَیِّنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ ؕ— هٰذِهٖ نَاقَةُ اللّٰهِ لَكُمْ اٰیَةً فَذَرُوْهَا تَاْكُلْ فِیْۤ اَرْضِ اللّٰهِ وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

او یقینا مونږ لیږلی و ثمودیانو ته د هغوی ورور صالح -علیه السلام- هغوی یې رابلل د الله تعالی یووالي او بندګۍ ته، صالح -علیه السلام- هغوی ته وویل: ای زما قومه! یواځې د الله تعالی بندګي وکړئ، نو نیشته تاسو لره لایق د بندګۍ پرته له هغه نه چې د عبادت مستحق وي، بیشکه راغلې تاسو ته ښکاره نخښه او معجزه د الله تعالی له طرفه په ریښتینولۍ د هغه څه چې ما پرې تاسو ته راتګ کړی دی، چې هغه اوښه ده چې د ډبرې (تیږې) نه به راوځي، د هغې لپاره به یو وخت (نوبت) وي چې اوبه به څښي، او ستاسو لپاره به د اوبو د څښلو معلومه ورځ وي، نو تاسو پریږدئ دې لره چې خوراک کوي د الله تعالی په ځمکه کې، نو نشته په تاسو باندې د هغې د کار (خدمت) نه هیڅ شي، او تاسو هغې ته هیڅ تکلیف مه رسوئ، که نه در وبه رسیږي تاسو ته دردناکه عذاب هغې ته د ضرر رسولو له امله. info
التفاسير:
Voordelen van de verzen op deze pagina:
• ينبغي التّحلّي بالصبر في الدعوة إلى الله تأسيًا بالأنبياء عليهم السلام.
د پیغمبرانو علیهم السلام په نقش قدم باندې د تلو له مخې الله تعالی ته د بلنې پر مهال د صبر په ګاڼه ځان سمبالول پکار دي. info

• من أولويات الدعوة إلى الله الدعوة إلى عبادة الله وحده لا شريك له، ورفض الإشراك به ونبذه.
الله تعالی ته د بلنې له لومړیتوبونو څخه یوازې د هغه عبادت ته پرته له شرک څخه بلنه ده، او د هغه سره پخپله شرک نه کول او له شرک کولو څخه د نورو منع کول دي. info

• الاغترار بالقوة المادية والجسدية يصرف صاحبها عن الاستجابة لأوامر الله ونواهيه.
په مادې او بدني قوت باندې دوکه کیدل سړی الله تعالی ته له غاړې ایښودلو او له نواهیو څخه یې ځان ژغورلو نه اړوي. info

• النبي يكون من جنس قومه، لكنه من أشرفهم نسبًا، وأفضلهم حسبًا، وأكرمهم مَعْشرًا، وأرفعهم خُلُقًا.
پیغمبر د خپل قوم له جنس نه وي، لیکن دا په هغوی کې د عزتمند نسب څخه وي، او د غوره کورنۍ څخه وي، او ډير عزتمند وي په اعتبار د زندګۍ، او ډیر اوچت وي په اعتبار د اخلاقو سره. info

• الأنبياء وورثتهم يقابلون السّفهاء بالحِلم، ويغضُّون عن قول السّوء بالصّفح والعفو والمغفرة.
پیغمبران او د هغوی وارثان د کم عقلانو سره نرمي کوي، او سترګي پټوي له بدې وینا څخه په مخ اړولو او بخښنې سره. info