Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashto-vertaling van de samenvatting van de tafsier van de Heilige Koran

Pagina nummer:close

external-link copy
33 : 30

وَاِذَا مَسَّ النَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُمْ مُّنِیْبِیْنَ اِلَیْهِ ثُمَّ اِذَاۤ اَذَاقَهُمْ مِّنْهُ رَحْمَةً اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ بِرَبِّهِمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ

او کله به چې مشرکانو ته ناروغتیا یا ناچاري یا تنګسه ورسېدله نو یوازې خپل رب به یې رابله په عاجزۍ سره به ورته ورګرځېدل چې مصیبت ترې لرې کړي، خو کله به یې چې ترې د مصیبت لرې کولو لورینه وکړه، نو یو دم یوه ډله له دوی څخه د الله سره نور څه په دعا کې شریکولو ته ورګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 30

لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ؕ— فَتَمَتَّعُوْا ۥ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟

کله چې د الله پر نعمتونو کفر وکړي -چې له دې څخه د تکلیف لرې کول دي- او خوند واخلي په دې دنیا کې له هغه څه چې د دوی مخکې دي نو زر دی چې د قیامت په ورځ به په خپلو سترګو وویني چې دوی په ښکاره بې لارېتوب کې وو. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 30

اَمْ اَنْزَلْنَا عَلَیْهِمْ سُلْطٰنًا فَهُوَ یَتَكَلَّمُ بِمَا كَانُوْا بِهٖ یُشْرِكُوْنَ ۟

څه دي چې دوی یې شرک کولو ته رابللي دي او هېڅ دلیل نلري؟! نو مونږ خو د کوم کتاب دلیل پر دوی ندی نازل کړی چې دوی پرې د الله سره د شریک نیولو دلیل ونیسي، او دوی سره کوم کتاب هم نشته چې د دوی د شرک په اړه خبرې کوي، او دوی ته د کفر صحت ثابتوي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 30

وَاِذَاۤ اَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوْا بِهَا ؕ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ اِذَا هُمْ یَقْنَطُوْنَ ۟

او کله چې مونږ خلکو ته د خپلو نعمتونو څخه کوم نعمت د روغتیا او شتمنۍ ور وڅکو نو پرې خوشاله شي په لویي کولو سره، او که چېرې ورته د خپلو لاسونو د کړنو او ګناهونو له کبله د ناروغتیا او تنګسیا بدي ورسي، نو یو دم د الله د لورینې څخه ناهیلي شي، او د بدۍ له لرې کیدلو هم ناهیلي شي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 30

اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

آیا دوی نه دي لېدلي چې بېشکه الله تعالی روزي پراخوي چا ته چې وغواړي له بندګانو څخه د ازمیښت لپاره چې شکر وباسي او که کفر کوي؟ او تنګوي یې چا ته چې وغواړي د ازمیښت لپاره چې صبر کوي که غوصه کېږي؟! بېشکه ځینو ته د روزۍ په پراخوالي، او ځینو ته د رزوۍ په تنګسیا کې خامخا مومنانو ته د الله تعالی د مهربانۍ او لورینې دلیلونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 30

فَاٰتِ ذَا الْقُرْبٰى حَقَّهٗ وَالْمِسْكِیْنَ وَابْنَ السَّبِیْلِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ ؗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

نو اې مسلمانه! د خپلوۍ څښتن ته هغه ښېګڼه او خپلوي پالنه ورکړه چې وړ يې دی او اړمن ته هغه څه ورکړه چې اړتيا يې پوره کړي او هغه بې وزله ته څه ورکړه چې له ښاره يې لار پرې شوې وي، په دغو لارو کې ورکړه د هغو خلکو لپاره غوره ده چې د الله رضا غواړي، او هغه کسان چې دغه مرسته او حقوق وړاندې کوي همهغوی د هغه جنت په ترلاسه کولو - چې لټوي يې او هغې سزا څخه په خونيتوب چې ترې وېريږي - بريالي دي.
info
التفاسير:

external-link copy
39 : 30

وَمَاۤ اٰتَیْتُمْ مِّنْ رِّبًا لِّیَرْبُوَاۡ فِیْۤ اَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا یَرْبُوْا عِنْدَ اللّٰهِ ۚ— وَمَاۤ اٰتَیْتُمْ مِّنْ زَكٰوةٍ تُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُضْعِفُوْنَ ۟

او هغه شتمنۍ چې تاسو یې له خلکو څخه یو چاته ورکوئ دې لپاره چې تاسو ته بېرته یو څه زیات درکړي نو د الله په نزد د هغې اجر نه زیاتېږي، او هغه شتمنۍ چې تاسو یې هغه چا ته ورکوئ چې خپله اړتیا پرې لرې کړي او تاسو پرې د الله مخ غواړئ، له خلکو څخه مرتبه او بدله نه غواړئ، نو همدوی هغه خلک دي چې د الله په نزد یې اجر زیاتېږي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 30

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ؕ— هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّفْعَلُ مِنْ ذٰلِكُمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰى عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟۠

یوازې الله هغه ذات دی چې ستاسو پېدایښت یې کړی، بیا یې روزي درکړې، بیا مو مړه کوي، بیا مو د پاڅون لپاره ژوندي کوي، آیا ستاسو له بتانو څخه چې تاسو یې له ده پرته عبادت کوئ څوک له دې کوم کار کولای شي؟! پاک دی هغه او لوړ دی د هغه څه چې مشرکان یې وایې او عقیده پرې لري. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 30

ظَهَرَ الْفَسَادُ فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ اَیْدِی النَّاسِ لِیُذِیْقَهُمْ بَعْضَ الَّذِیْ عَمِلُوْا لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

په وچه او درياب کې فساد ښکاره شو، لکه وچکالي، د بارانونو کمښت، د ناروغيو او وباوو زياتوالی، د هغوی د کړو ګناهونو له امله، دغه ځکه ښکاره شو، ترڅو هغوی ته الله د دنيا په ژوند کې د ځينو بدو کړنو سزا يې وروڅکي په دې هيله چې هغه ته په توبه کولو راوګرځي.
info
التفاسير:
Voordelen van de verzen op deze pagina:
• فرح البطر عند النعمة، والقنوط من الرحمة عند النقمة؛ صفتان من صفات الكفار.
د نعمت پر مهال د لویي خوښي، او د مصیبت پر مهال د لورینې څخه ناهیلې کېدل د کافرانو د صفتونو څخه دوه صفتونه دي. info

• إعطاء الحقوق لأهلها سبب للفلاح.
د حق څښتن ته خپل حق ورکول د بریا لامل دی. info

• مَحْقُ الربا، ومضاعفة أجر الإنفاق في سبيل الله.
د سود بربادي، او د الله په لار کې د خیرات کولو د اجر زیاتوالی. info

• أثر الذنوب في انتشار الأوبئة وخراب البيئة مشاهد.
د وباګانو په خپرېدلو او د ټولنې په بربادۍ کې د ګناهونو اغیز لېدونکی دی. info