पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज ।

رقم الصفحة:close

external-link copy
20 : 4

وَاِنْ اَرَدْتُّمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ ۙ— وَّاٰتَیْتُمْ اِحْدٰىهُنَّ قِنْطَارًا فَلَا تَاْخُذُوْا مِنْهُ شَیْـًٔا ؕ— اَتَاْخُذُوْنَهٗ بُهْتَانًا وَّاِثْمًا مُّبِیْنًا ۟

او که تاسو غوښتل چې د یوې ښځې پر ځای بله ښځه وکړئ نو که هغې ته مو ډیر زیات مال ورکړی هم وي هیڅ شی ترې بیرته مه اخلئ، ایا تاسې مال په ټګۍ او په ښکاره ګناه کولو سره واخلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
21 : 4

وَكَیْفَ تَاْخُذُوْنَهٗ وَقَدْ اَفْضٰی بَعْضُكُمْ اِلٰی بَعْضٍ وَّاَخَذْنَ مِنْكُمْ مِّیْثَاقًا غَلِیْظًا ۟

او څرنګه به اوس بیرته مال اخلئ؟ سره له دې چې تاسې یو بل ته رسیدلي یاست، او ښخو له تاسو څخه کلکه او پخه وعده اخیستې ده.[۳۱] info

[۳۱] د نکاح کولو او تاسې ته د ځان سپارلو په وخت کې( کابلی تفسیر)

التفاسير:

external-link copy
22 : 4

وَلَا تَنْكِحُوْا مَا نَكَحَ اٰبَآؤُكُمْ مِّنَ النِّسَآءِ اِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً وَّمَقْتًا ؕ— وَسَآءَ سَبِیْلًا ۟۠

او هغه ښځې په نکاح مه اخلئ چې پلرونه مو په نکاح کړي وي مګر هغه جې پخوا شوي، شوي دي بې شکه دا ډیره ناکاره، رټل شوې او بده لاره ده. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 4

حُرِّمَتْ عَلَیْكُمْ اُمَّهٰتُكُمْ وَبَنٰتُكُمْ وَاَخَوٰتُكُمْ وَعَمّٰتُكُمْ وَخٰلٰتُكُمْ وَبَنٰتُ الْاَخِ وَبَنٰتُ الْاُخْتِ وَاُمَّهٰتُكُمُ الّٰتِیْۤ اَرْضَعْنَكُمْ وَاَخَوٰتُكُمْ مِّنَ الرَّضَاعَةِ وَاُمَّهٰتُ نِسَآىِٕكُمْ وَرَبَآىِٕبُكُمُ الّٰتِیْ فِیْ حُجُوْرِكُمْ مِّنْ نِّسَآىِٕكُمُ الّٰتِیْ دَخَلْتُمْ بِهِنَّ ؗ— فَاِنْ لَّمْ تَكُوْنُوْا دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ ؗ— وَحَلَآىِٕلُ اَبْنَآىِٕكُمُ الَّذِیْنَ مِنْ اَصْلَابِكُمْ ۙ— وَاَنْ تَجْمَعُوْا بَیْنَ الْاُخْتَیْنِ اِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟ۙ

پر تاسې حرامې کړې شوي دي، میندې، لوڼې، خویندې، ترورګانې، وریرې، خورزې، رضاعي مورګانې، رضاعي خورګانې، د غیږې هغه پرکټۍ چې له مورګانو سره یي یو ځای شوي یاست او که له مورګانو سره يې یو ځای شوي نه واست نو په نکاح کولو کې يې باک نشته او هم د هغو زامنو میرمنې حرامې دي چې ستاسې له پښت څخه وي، او حرامه ده چې دوه خورګانې په یوه نکاح کې یو ځای کړئ مګر هغه چې پخوا شوي، شوي دي، بې له شکه الله پاک ډير بښونکی او ډیر مهربان دی. info
التفاسير: