पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज ।

رقم الصفحة:close

external-link copy
128 : 4

وَاِنِ امْرَاَةٌ خَافَتْ مِنْ بَعْلِهَا نُشُوْزًا اَوْ اِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَاۤ اَنْ یُّصْلِحَا بَیْنَهُمَا صُلْحًا ؕ— وَالصُّلْحُ خَیْرٌ ؕ— وَاُحْضِرَتِ الْاَنْفُسُ الشُّحَّ ؕ— وَاِنْ تُحْسِنُوْا وَتَتَّقُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟

او که کومه ښځه د خپل له میړه بې پروايي او مخ اړولو څخه وډاریده نو په میړه او ښځې هیڅ ګناه نشته چې پخپلو مینځونو کې روغه وکړي روغه او سوله خورا غوره ده او نفسونه د بخیلۍ په لور ډير میلان لري ـ او که تاسې نیکي او پرهیزګاري وکړئ نو بې شکه چې الله پاک ستاسې له کړنو ښه خبر دی. info
التفاسير:

external-link copy
129 : 4

وَلَنْ تَسْتَطِیْعُوْۤا اَنْ تَعْدِلُوْا بَیْنَ النِّسَآءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلَا تَمِیْلُوْا كُلَّ الْمَیْلِ فَتَذَرُوْهَا كَالْمُعَلَّقَةِ ؕ— وَاِنْ تُصْلِحُوْا وَتَتَّقُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟

او هر ګز ستاسې په توان نه ده چې د ښځو په مینځ کې بشپړه برابري وکړای شئ که څه هم تاسې پوره هڅه وکړئ نو باید د یوې ښځې په لور په بشپړ ډول میلان ونه کړئ چې هغه بله د زوړندې په شان پریږدئ او که تاسو په خپلو مینځونو کې روغه وکړه له ظلم او تیرې څخه مو ځان وژغوره نو بې شکه الله پاک ښه بښونکی او ډیر مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
130 : 4

وَاِنْ یَّتَفَرَّقَا یُغْنِ اللّٰهُ كُلًّا مِّنْ سَعَتِهٖ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ وَاسِعًا حَكِیْمًا ۟

او که میړه او ښځه یو له بل څخه جلا شول نو الله پاک به هر یو د خپلې پراختیا څخه ښه ماړه کړي الله پاک د ډیرې پراخۍ او حکمت څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
131 : 4

وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَلَقَدْ وَصَّیْنَا الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَاِیَّاكُمْ اَنِ اتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— وَاِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَنِیًّا حَمِیْدًا ۟

او خاص د الله دي هغه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او مونږ هغو خلکو ته چې له تاسې پخوا مو کتاب ورکړی ؤ امر کړی ؤ او تاسې ته یې هم کوو چې له الله څخه وډار شئ او که تاسې کافران شواست نو بې شکه چې خاص د الله دي هغه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او الله پاک بې پروا او ښه ستایلی شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 4

وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا ۟

او خاص د الله دي هغه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او الله پاک د کار جوړونې لپاره بس دی. info
التفاسير:

external-link copy
133 : 4

اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ اَیُّهَا النَّاسُ وَیَاْتِ بِاٰخَرِیْنَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی ذٰلِكَ قَدِیْرًا ۟

ای خلکو! که الله وغواړي نو تاسې به له مینځه یوسي او نور به راولي او الله پاک په همدې کار ښه توانا دی. info
التفاسير:

external-link copy
134 : 4

مَنْ كَانَ یُرِیْدُ ثَوَابَ الدُّنْیَا فَعِنْدَ اللّٰهِ ثَوَابُ الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟۠

هر څوک چې د دنیا ثواب غواړي نو له الله سره د دنیا او اخرت ثواب شته او الله پاک ښه اوریدونکی او لیدونکی دی. info
التفاسير: