Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Vertimas į puštūnų k. - Sarfaraz

Puslapio numeris:close

external-link copy
137 : 26

اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا خُلُقُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

همدا د پخوانیو[۱۳] زوړ خوی دی. info

[۱۳] د پخوا نه همدا خبره روانه ده چې ځینې خلک ځان ته پیغمبران وايې خو دا هسې خبره ده یا معنې دا چې که ته مونږ ته هر نصیحت وکړې مونږ درته غوږ نه ږدو ځکه چې مونږ د خپلو پخوانیو خلکو په لار روان یو( فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
138 : 26

وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ

او مونږ به هیڅکله ونه ربړول شو. info
التفاسير:

external-link copy
139 : 26

فَكَذَّبُوْهُ فَاَهْلَكْنٰهُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

قوم يي هغه درواغجن وګاڼه، نو مونږ هم هغوی هلاک کړل. بې له شکه په دې کې یو لوی دلیل وو. او ډير خلک يې ایمان راوړونکي نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
140 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او بې له شکه چې ستا رب په هر څه برلاسی او مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
141 : 26

كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

ثمودیانو پیغمبران درواغجن وګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
142 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ صٰلِحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

هغه وخت یاد کړه چې د هغوی ورور صالح هغوی ته وویل: ایا تاسې له الله نه ډاریږئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
143 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

زه ستاسې په لور یو امین استازی یم. info
التفاسير:

external-link copy
144 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو له الله وډار شئ او زما مننه وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
145 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

زه ددې کار په بدل کې له تاسې څه نه غواړم زما بدل او اجر یوازې پر رب العالمین دی. info
التفاسير:

external-link copy
146 : 26

اَتُتْرَكُوْنَ فِیْ مَا هٰهُنَاۤ اٰمِنِیْنَ ۟ۙ

ایا تاسې به په دې ژوند کې ډاډمن پریښوول شئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
147 : 26

فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

په باغونو او چینو کې؟ info
التفاسير:

external-link copy
148 : 26

وَّزُرُوْعٍ وَّنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِیْمٌ ۟ۚ

په کښتونو؟ او نرمو او خوږو خرماګانو کې؟ info
التفاسير:

external-link copy
149 : 26

وَتَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا فٰرِهِیْنَ ۟ۚ

او په داسې حال کې چې په ښه پوهه[۱۴] په غرونو کې کورونه تراشئ؟ info

[۱۴] بله معنايي دا ده چې عیش او عشرت پکې کوئ او یا دا چې په زور او توان يي جوړوئ( فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
150 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو له الله وډارشئ او زما مننه وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
151 : 26

وَلَا تُطِیْعُوْۤا اَمْرَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟ۙ

او له پولو نه د اووښتو خلکو حکم مه منئ. info
التفاسير:

external-link copy
152 : 26

الَّذِیْنَ یُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟

د هغو چې په ځمکه کې فساد کوي او هیڅکله روغ کار نه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
153 : 26

قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَ ۟ۚ

قوم وویل: پیغمبره! پر تا سحر شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
154 : 26

مَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ۖۚ— فَاْتِ بِاٰیَةٍ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

ته پرته له دې چې زمونږ په شان یو انسان يې بل څه نه يې. نو که ته رښتینی يي دلیل را وړاندې کړه. info
التفاسير:

external-link copy
155 : 26

قَالَ هٰذِهٖ نَاقَةٌ لَّهَا شِرْبٌ وَّلَكُمْ شِرْبُ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۚ

صالح وویل: دغه اوښه ده څښل د هغې خپل، او ستاسې د څښلو لپاره ورځ ټاکل شوې ده. info
التفاسير:

external-link copy
156 : 26

وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابُ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

هغې ته په بده لاس مه ورړئ که نه نو د لوی ورځې عذاب به مو ونیسي. info
التفاسير:

external-link copy
157 : 26

فَعَقَرُوْهَا فَاَصْبَحُوْا نٰدِمِیْنَ ۟ۙ

اوښه يې زخمي کړه خو بالاخره په خپل کار پښیمانه وو. info
التفاسير:

external-link copy
158 : 26

فَاَخَذَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

عذاب ونیول ـ بې شکه چې پدې پيښه کې د عبرت لوی دلیل وو. خو د هغوی ډیر خلک مؤمنا نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
159 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او ستا رب پر هر څه برلاسی او مهربان دی. info
التفاسير: