Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Vertimas į puštūnų k. - Sarfaraz

Puslapio numeris:close

external-link copy
112 : 26

قَالَ وَمَا عِلْمِیْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟ۚ

نوح وویل: د هغوی له کړنو زه خبر نه یم. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 26

اِنْ حِسَابُهُمْ اِلَّا عَلٰی رَبِّیْ لَوْ تَشْعُرُوْنَ ۟ۚ

د هغوی د حالاتو ګرویګنه زما د رب کار دی که په څه پوه یاست. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 26

وَمَاۤ اَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

او زه مؤمنان نه شړم. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 26

اِنْ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ

زه پرته له یوه څرګند ډاروونکي بل څه نه یم. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 26

قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰنُوْحُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمَرْجُوْمِیْنَ ۟ؕ

هغوی وویل: نوحه! لوړه ده که له دې کارونو دې لاس وانه خیست نو خامخا به په ډبرو وویشتل شې. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 26

قَالَ رَبِّ اِنَّ قَوْمِیْ كَذَّبُوْنِ ۟ۚۖ

نوح وویل: ای زما ربه! زه خپل قوم درواغجن وګڼلم. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 26

فَافْتَحْ بَیْنِیْ وَبَیْنَهُمْ فَتْحًا وَّنَجِّنِیْ وَمَنْ مَّعِیَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

اوس ته زما او هغوی ترمینځ اخرنۍ پریکړه وکړه! او ما او زما مؤمن ملګري له شر څخه خلاص کړه. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 26

فَاَنْجَیْنٰهُ وَمَنْ مَّعَهٗ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۚ

نو مونږ هغه او د هغه ملګرو ته په یوه ډکه کښتۍ کې نجات ورکړ. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 26

ثُمَّ اَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبٰقِیْنَ ۟ؕ

او بیا مو نور پاتې خلک ډوب کړل. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

بې له شکه په دې کې یو دلیل دی. خو د هغوی ډیر خلک مؤمنان نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او بې له شکه ستا رب پر هر څه برلاسی مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 26

كَذَّبَتْ عَادُ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

عادیانو پیغمبران درواغجن وګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ هُوْدٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

هغه وخت رایاد کړه چې ورور يې هود ورته وویل: ایا له الله څخه نه ډاریږئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
125 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

بې له شکه زه ستاسې په لور امین استازی یم. info
التفاسير:

external-link copy
126 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو له الله وډار شئ او زما مننه وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

او زه له تاسې نه ددې کار په بدل کې کوم اجر نه غواړم. زما اجر یوازې پر رب العالمین دی. info
التفاسير:

external-link copy
128 : 26

اَتَبْنُوْنَ بِكُلِّ رِیْعٍ اٰیَةً تَعْبَثُوْنَ ۟ۙ

ایا تاسې په هره لوړه د لوبو په توګه نښه جوړوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
129 : 26

وَتَتَّخِذُوْنَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُوْنَ ۟ۚ

او هسې دنګې ماڼۍ جوړوئ ګنې تاسې به تل تر تله واست؟ info
التفاسير:

external-link copy
130 : 26

وَاِذَا بَطَشْتُمْ بَطَشْتُمْ جَبَّارِیْنَ ۟ۚ

او چې څوک مو په لاس درغی نو د تیري کوونکو او ظلم کوونکو کړنه ورسره کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
131 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو له الله وډار شئ او زما مننه وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 26

وَاتَّقُوا الَّذِیْۤ اَمَدَّكُمْ بِمَا تَعْلَمُوْنَ ۟ۚ

له هغه ذات نه وډار شئ چې تاسې ښه پوهیږئ چې په څه ډول لورینې يې درسره کړي؟ info
التفاسير:

external-link copy
133 : 26

اَمَدَّكُمْ بِاَنْعَامٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۚۙ

د څارویو او ځامنو لورینه يي درسره کړې. info
التفاسير:

external-link copy
134 : 26

وَجَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۚ

او د باغونو او چینو لورینه. info
التفاسير:

external-link copy
135 : 26

اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟ؕ

زه پر تاسې د یوې لوی ورځې له عذاب نه ډاریږم. info
التفاسير:

external-link copy
136 : 26

قَالُوْا سَوَآءٌ عَلَیْنَاۤ اَوَعَظْتَ اَمْ لَمْ تَكُنْ مِّنَ الْوٰعِظِیْنَ ۟ۙ

هغوی وویل: مونږ ته یو شان ده چې نصیحت راته وکړې او که نه؟ info
التفاسير: