Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Kilniojo Korano sutrumpinto aiškinimo vertimas į puštūnų k.

Puslapio numeris:close

external-link copy
207 : 26

مَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یُمَتَّعُوْنَ ۟ؕ

هغوی ته به څه ګټه ورسوي هغه نعمتونه چې په دنيا کې ورسره وو؟! پرته له شکه دغه نعمتونه اوس پرې شول او هيڅ هم له هغو نه موندل کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
208 : 26

وَمَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا لَهَا مُنْذِرُوْنَ ۟

او موږ هيڅ امت له امتونو نه دی تباه کړی مګر وروسته د هغوی له عذر پای ته رسولو څخه د رسولانو په لېږلو او کتابونو په نازلولو سره. info
التفاسير:

external-link copy
209 : 26

ذِكْرٰی ۛ۫— وَمَا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

د هغوی لپاره پند او يادونه ده، موږ هغوی ته د رسولانو په لېږلو او کتابونو په نازلولو د هغوی له عذر ختمولو وروسته په سزا ورکولو ظالمان نه يو. info
التفاسير:

external-link copy
210 : 26

وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّیٰطِیْنُ ۟ۚ

او دغه قرآن د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر زړه شيطانانو نه دی نازل کړی. info
التفاسير:

external-link copy
211 : 26

وَمَا یَنْۢبَغِیْ لَهُمْ وَمَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ؕ

او د هغوی لپاره صحيح نه ده چې د هغه پر زړه يې نازل کړي او نه د دغه توان لري.
info
التفاسير:

external-link copy
212 : 26

اِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُوْلُوْنَ ۟ؕ

هغوی دا نه شي کولای، ځکه هغوی په آسمان کې له هغه ځايه ګوښه کړل شوي دي؛ نو څنګه به هلته ورسېدلی شي او هغه به نازل کړلای شي؟! info
التفاسير:

external-link copy
213 : 26

فَلَا تَدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتَكُوْنَ مِنَ الْمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ

نو له الله سره بل معبود مه رابوله چې له هغه سره يې شريک کړې، که نه د دغه له امله به بيا ته له عذاب ورکړل شويو څخه شې. info
التفاسير:

external-link copy
214 : 26

وَاَنْذِرْ عَشِیْرَتَكَ الْاَقْرَبِیْنَ ۟ۙ

ای رسوله! له قومه دې تر ټولو نږدې نږدې خپلوان ووېروه، تر څو د الله عذاب ورته و نه رسيږي که چېرې هغوی پر شرک پاتې شي. info
التفاسير:

external-link copy
215 : 26

وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

په کړنه او وينا دې خپل اړخ د هغو کسانو لپاره نرم کړه چې ستا پيروي يې کړې او مؤمنان دي، پر هغوی د رحم کولو او نرمۍ کولو له امله. info
التفاسير:

external-link copy
216 : 26

فَاِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟ۚ

که چېرې هغوی له تا سرغړونه وکړي، او هغه د الله يووالی او پيروي و نه مني چې ته يې امر ورته کوې؛ نو هغوی ته ووايه: زه له هغه شرک او ګناهونو بېزاره يم چې تاسو يې کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
217 : 26

وَتَوَكَّلْ عَلَی الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ

او په ټولو چارو کې دې پر هغه برلاسي ذات بروسه وکړه چې له دښمنانو يې غچ اخلي، له هغوی پر هغه چا مهربانه دی چې هغه ته په توبه ورګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
218 : 26

الَّذِیْ یَرٰىكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ

هغه پاک ذات چې ويني دې کله چې لمانځه ته پاحېږې. info
التفاسير:

external-link copy
219 : 26

وَتَقَلُّبَكَ فِی السّٰجِدِیْنَ ۟

او هغه پاک ذات چې له يو حاله بل حال ته په لمونځ کوونکو کې ستا بدلېدل را بدلېدل ويني، له هغه هيڅ هم پټ نه دي ته يې يا له تا پرته بل څوک يې ترسره کوي. info
التفاسير:

external-link copy
220 : 26

اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

بېشکه همغه ذات دی چې د هغه قرآن او ذکر اورېدونکی دی چې ته يې لولې يا يې په لمانځه کې کوې او پر نيت دې ښه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
221 : 26

هَلْ اُنَبِّئُكُمْ عَلٰی مَنْ تَنَزَّلُ الشَّیٰطِیْنُ ۟ؕ

آيا خبر درکړم چې هغه شيطانان پر چا نازليږي چې تاسو ګومان کوئ چې هغوی دغه قران را نازلوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
222 : 26

تَنَزَّلُ عَلٰی كُلِّ اَفَّاكٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ

شيطانان له غيب ويونکو څخه پر درواغ جوړوونکي او زيات ګناهکاره نازليږي. info
التفاسير:

external-link copy
223 : 26

یُّلْقُوْنَ السَّمْعَ وَاَكْثَرُهُمْ كٰذِبُوْنَ ۟ؕ

له پورته مجلسه شيطانان خبرې غلا کوي، بيا يې له کاهنانو(غيب ويونکو) خپلو دوستانو ته ور ښيي، او ډېری کاهنان درواغجن دي، که چېرې يوه کلمه رېښتيا وايي سل نورې درواغ ورسره جوړوي. info
التفاسير:

external-link copy
224 : 26

وَالشُّعَرَآءُ یَتَّبِعُهُمُ الْغَاوٗنَ ۟ؕ

او هغه شاعران چې تاسو دا ګومان کوئ چې محمد صلی الله عليه وسلم له هغوی څخه دی، د هغوی پيروي خو يوازې له سمې او نېغې لارې اوښتي خلک کوي؛ نو هغه شعرونه روايت کوي چې هغوی يې وايي. info
التفاسير:

external-link copy
225 : 26

اَلَمْ تَرَ اَنَّهُمْ فِیْ كُلِّ وَادٍ یَّهِیْمُوْنَ ۟ۙ

ای رسوله! ته وينې چې د هغوی د لار ورکۍ له نښانو دا هم ده چې په هر ناو کې لالهانده وي، کله د چا ستاينه کوي او کله يې بيا بد بيانوي او کله بيا له دغو دواړو پرته په بل حالت کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
226 : 26

وَاَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ مَا لَا یَفْعَلُوْنَ ۟ۙ

او هغوی درواغ وايي؛ نو وايي: موږ دا وکړل او په حقيقت کې يې کړي نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
227 : 26

اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَذَكَرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا وَّانْتَصَرُوْا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا ؕ— وَسَیَعْلَمُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَیَّ مُنْقَلَبٍ یَّنْقَلِبُوْنَ ۟۠

مګر له شاعرانو هغه کسان چې ايمان يې راوړی، ښه کارونه يې کړي، الله يې ډېر ياد کړی او د الله له دښمنانو يې غچ اخېستی وروسته له دې چې هغوی ظلم پرې کړی دی لکه حسان بن ثابت رضی الله عنه، او هغه کسان چې له الله سره په شريک نيولو او د هغه پر بندګانو يې په تيري کولو ظلم کړی دی ژر به هغوی پوه شي چې د هغوی لپاره څنګه د ورتګ ځای دی چې ورځي به؛ نو ژر دي چې داسې لوی ځای او دقيق حساب ته به وروګرځول شي. info
التفاسير:
Šiame puslapyje pateiktų ajų nauda:
• إثبات العدل لله، ونفي الظلم عنه.
د الله لپاره د عدل ثابتول او له هغه د ظلم نفي کول. info

• تنزيه القرآن عن قرب الشياطين منه.
قران ته د شيطانانو له نږدې والي څخه پاکوالی ثابتول. info

• أهمية اللين والرفق للدعاة إلى الله.
د الله لوري ته د بلونکي لپاره د نرموالي او مهربانۍ مهم والی. info

• الشعر حَسَنُهُ حَسَن، وقبيحه قبيح.
ښه شعر ښه وي او بد يې بد وي. info