Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Kilniojo Korano sutrumpinto aiškinimo vertimas į puštūnų k.

شعراء

Sūros prasmės:
بيان آيات الله في تأييد المرسلين وإهلاك المكذبين.
د رسولانو په تاييد او درواغ ګڼونکو په تباه کولو کې د الله د آيتونو بيان. info

external-link copy
1 : 26

طٰسٓمّٓ ۟

د دې په شان حروفو باندې بحث د سورت بقرې په اول کې تیر شوی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 26

تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟

دغه د هغه قرآن آيتونه دي چې د حق له باطل څخه بېلوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 26

لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ اَلَّا یَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟

ښايي ای رسوله د خپل زيات حرص له امله چې هغوی ولې په سمه لار نه دي، د هغوی پر سمه لار راتلو د غم او حرص له کبله د ځان وژونکی شې. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 26

اِنْ نَّشَاْ نُنَزِّلْ عَلَیْهِمْ مِّنَ السَّمَآءِ اٰیَةً فَظَلَّتْ اَعْنَاقُهُمْ لَهَا خٰضِعِیْنَ ۟

که له آسمانه کومه نښانه ورباندې ښکته کول وغواړو، ورباندې ښکته به يې کړو، چې غاړې به يې ذليله ورته ټيټې وي، خو د هغوی د ازمايښت له امله مو دا نه دي غوښتي: چې آيا هغوی پر پټو ايمان راوړي؟. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 26

وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ ذِكْرٍ مِّنَ الرَّحْمٰنِ مُحْدَثٍ اِلَّا كَانُوْا عَنْهُ مُعْرِضِیْنَ ۟

دغو مشرکانو ته چې هر نوی نصيحت د رحمان لخوا- له داسې دلايلو سره - را نازليږي چې د الله پر يووالي او د نبي پر رېښتينولۍ دلالت کوي، هغوی يې له اورېدو او منلو مخ اړوي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 26

فَقَدْ كَذَّبُوْا فَسَیَاْتِیْهِمْ اَنْۢبٰٓؤُا مَا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

کله چې هغوی هغه څه درواغ وګڼل چې رسول يې ورته راوړي وو؛ نو هغوی ته د به هغو خبرونو حقيقت راشي چې ملنډې يې پرې وهلې او عذاب به پرې رانازل شي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 26

اَوَلَمْ یَرَوْا اِلَی الْاَرْضِ كَمْ اَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِیْمٍ ۟

آيا دغه کسان پر خپل کفر ټينګار کوونکي پاتې شول، زمکې ته يې و نه کتل چې له هر ډول څخه مو څومره بېلابېلې شينګياوې چې ښکلی منظر او زياتې ګټې لري پکې را شنې کړېدي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

بېشکه په ځمکه کې بېلابېلې شينګياوې را شنې کول، د هغه چا پر قدرت څرګند دلالت دی چې مړي به را ژوندي کوي، خو د هغوی ډېری باور کوونکي نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلی، پر بندګانو يې مهربانه دی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 26

وَاِذْ نَادٰی رَبُّكَ مُوْسٰۤی اَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ

او (درياد كړه) ای پيغمبره! کله چې آواز وکړ ستا رب موسی ته پداسې حال چې امر کوونکی و هغه ته پدې خبره چې هغه ظالم قوم ته لاړ شي چې په الله ج یې کفر کړی او د موسی قوم یې خپل مریان ګرځولي دي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 26

قَوْمَ فِرْعَوْنَ ؕ— اَلَا یَتَّقُوْنَ ۟

او هغوی د فرعون قوم دی، چې هغوی ته په نرمۍ اوښه توګه له الله څخه د وېرې حکم کوه تر څو د هغه امرونه ومني او له نواهيوو څخه يې ډډه وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 26

قَالَ رَبِّ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّكَذِّبُوْنِ ۟ؕ

موسی عليه السلام وويل: بېشکه زه له دې خبرې ډارېږم چې په هغه څه کې به مې درواغجن وګني چې ستا لخوا يې ور رسوم. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 26

وَیَضِیْقُ صَدْرِیْ وَلَا یَنْطَلِقُ لِسَانِیْ فَاَرْسِلْ اِلٰی هٰرُوْنَ ۟

د هغوی د درواغ ګڼلو له امله مې سينه تنګيږي او له خبرو مې ژبه بنديږي؛ نو جبريل عليه اسلام زما ورور هارون ته ولېږه ترڅو هغه زما مرستيال شي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 26

وَلَهُمْ عَلَیَّ ذَنْۢبٌ فَاَخَافُ اَنْ یَّقْتُلُوْنِ ۟ۚۖ

او د هغوی لخوا پر ما يوه ګناه هم شته د قبطي د وژلو له امله، وېرېږم چې وبه مې وژني. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 26

قَالَ كَلَّا ۚ— فَاذْهَبَا بِاٰیٰتِنَاۤ اِنَّا مَعَكُمْ مُّسْتَمِعُوْنَ ۟

الله موسی عليه السلام ته وويل: هيڅکله نه، هيڅکله دې نه شي وژلی، ته او ورور دې هارون زموږ له داسې نښانو سره ورشئ چې ستاسو پر رېښتينولۍ دلالت کوونکې دي، پرته له شکه موږ ستاسو سره يو په مرسته او ملاتړ د هغه څه اورېدونکي يو چې تاسو يې وايئ او هغه څه چې تاسو ته ویل کیږي، له دغه څخه له موږ هيڅ هم نه پاتې کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 26

فَاْتِیَا فِرْعَوْنَ فَقُوْلَاۤ اِنَّا رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

دواړه فرعون ته ورشئ ورته ووايئ: پرته له شکه موږ تاته د ټولو مخلوقاتو لخوا رالېږل شوي يو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 26

اَنْ اَرْسِلْ مَعَنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

دا چې بني اسرائيل له موږ سره ولېږې. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 26

قَالَ اَلَمْ نُرَبِّكَ فِیْنَا وَلِیْدًا وَّلَبِثْتَ فِیْنَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِیْنَ ۟ۙ

فرعون، موسی عليه السلام ته وويل: آيا موږ ته کوچنی له ځان سره و نه روزلې، او د خپل عمر يوشمېر کلونه دې له موږ سره تېر کړل؛ نو بيا څه شي د نبوت دعوې ته و هڅولې؟!. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 26

وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِیْ فَعَلْتَ وَاَنْتَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

او لوی کار دې وکړ، کله چې دې د خپل قوم د يو سړي د مرستې په موخه قبطي ووژلو، او ته د هغو نعمتونو څخه نټه کوونکی يې چې زموږ لخوا پر تا دي. info
التفاسير:
Šiame puslapyje pateiktų ajų nauda:
• حرص الرسول صلى الله عليه وسلم على هداية الناس.
د خلکو سمې لارې ته په راوستلو کې د رسول صلی الله عليه وسلم حرص. info

• إثبات صفة العزة والرحمة لله.
د الله لپاره د عزت او رحمت صفت اثبات. info

• أهمية سعة الصدر والفصاحة للداعية.
د بلونکي لپاره د سينې د پراخوالي او فصاحت لرلو اهميت. info

• دعوات الأنبياء تحرير من العبودية لغير الله.
د انبياو بلنه له الله پرته د نورو له بندګۍ څخه آزادول دي. info

• احتج فرعون على رسالة موسى بوقوع القتل منه عليه السلام فأقر موسى بالفعلة، مما يشعر بأنها ليست حجة لفرعون بالتكذيب.
فرعون د موسی عليه السلام د رسالت پر وړاندې له هغه څخه د ترسره شوي قتل دليل وړاندې کړ؛ نو موسی عليه السلام هغه ومانه او دا يې احساس کړه چې هغه د فرعون لخوا د درواغ ګڼلو دليل نه دی. info