وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - وەرگێڕاوی پەشتۆیی بۆ پوختەی تەفسیری قورئانی پیرۆز

ژمارەی پەڕە:close

external-link copy
171 : 4

یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَا تَغْلُوْا فِیْ دِیْنِكُمْ وَلَا تَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ ؕ— اِنَّمَا الْمَسِیْحُ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ رَسُوْلُ اللّٰهِ وَكَلِمَتُهٗ ۚ— اَلْقٰىهَاۤ اِلٰی مَرْیَمَ وَرُوْحٌ مِّنْهُ ؗ— فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ ۫— وَلَا تَقُوْلُوْا ثَلٰثَةٌ ؕ— اِنْتَهُوْا خَیْرًا لَّكُمْ ؕ— اِنَّمَا اللّٰهُ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ؕ— سُبْحٰنَهٗۤ اَنْ یَّكُوْنَ لَهٗ وَلَدٌ ۘ— لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا ۟۠

ته ووایه -ای پیغمبره- نصاراو ته چې د انجیل والا دي: تاسو په خپل دین کې د حد څخه تیری مه کوئ، او مه وايې په الله تعالی باندې د عیسی -علیه السلام- باره کې مګر د حق خبره، بیشکه مسیح زوی د مریم د الله تعالی پیغمبر دی رالیږلی یې دی په رښتیا سره (لپاره د ښکاره کولو د حق)، پیداکړی یې دی په خپلې هغې کلمې چې جبریل علیه السلام یې پرې رالیږلی وو مریم ته، او هغه دا خبره وه: کُن (شه)، نو پیدا شو، او دا یو پوکی وو د الله تعالی له طرفه چې پوکلی وو جبریل علیه السلام د الله تعالی په امر، نو تاسو ایمان راوړئ په الله تعالی او د هغه په ټولو پیغمبرانو پرته د جداوالې نه د هغوی ترمنځ، او تاسو مه وايئ: چې د عبادت لایق (معبودان) درې دي، منع شئ د دې دروغجنې او فاسدې وینا څخه دا منع کیدل به غوره وي تاسو لره په دنیا او اخرت کې، بیشکه الله تعالی یوازې حقدار د بندګۍ دی پاک دی د شریک او زوی څخه، او هغه بی حاجته ذات دی، د هغه لپاره دی اختیار د اسمانونو او اختیار د ځمکې او اختیار د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي، او بس (کافي) دی الله تعالی کار چلوونکی او کار جوړوونکی د هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
172 : 4

لَنْ یَّسْتَنْكِفَ الْمَسِیْحُ اَنْ یَّكُوْنَ عَبْدًا لِّلّٰهِ وَلَا الْمَلٰٓىِٕكَةُ الْمُقَرَّبُوْنَ ؕ— وَمَنْ یَّسْتَنْكِفْ عَنْ عِبَادَتِهٖ وَیَسْتَكْبِرْ فَسَیَحْشُرُهُمْ اِلَیْهِ جَمِیْعًا ۟

بد نه ګڼي عیسی زوی د مریم او نه ځان بندوي د دې خبری نه چې دا دې د الله تعالی بنده وي، او نه (بد ګڼې) هغه ملایکې چې الله تعالی ځان ته نزدې کړي، او د هغوی مرتبه یې اوچته کړې چې دوی دې د الله تعالی بندګي کوونکي وي، نو څرنګه تاسو عیسی -علیه السلام- د عبادت وړ ګڼئ؟! او څرنګه مشرکان خلک ملایکو لره د عبادت مستحقې ګڼي؟! او چا چې د الله تعالی د عبادت څخه سرغړونه وکړه، او د هغه څخه یې ځان اوچت وګاڼه نو بیشکه الله تعالی به خامخا راجمع کړي ټول خلک خپل طرف ته د قیامت په ورځ، او بدله به ورکړي هر چاته چې د څه شې مستحق وي. info
التفاسير:

external-link copy
173 : 4

فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُوَفِّیْهِمْ اُجُوْرَهُمْ وَیَزِیْدُهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ۚ— وَاَمَّا الَّذِیْنَ اسْتَنْكَفُوْا وَاسْتَكْبَرُوْا فَیُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۙ۬— وَّلَا یَجِدُوْنَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟

نو هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی په الله تعالی او تصدیق یې کړی د هغه د پیغمبرانو، او عملونه یې کړي نیک عملونه خالص د الله تعالی لپاره د هغه د شرعې موافق، نو خامخا ورکوي به ورته پوره پوره ثوابونه د هغوی د عملونو چې هیڅ به ترې نشې کمیدلی، او خامخا زیاتي به ورکوي سره د دې نه د خپل فضل او مهربانۍ څخه، او هر هغه کسان چې مخ یې اړولی د الله تعالی د عبادت او تابعدارۍ څخه او لویي او تکبر یې کړی، نو عذاب به ورته ورکړي عذاب دردناک، او پیدا به نه کړي د الله تعالی نه بغیر څوک چې دوستانه ورسره وکړي نو فایده ورته ورسوي، او پیدا به نه کړي څوک مددګار چې ضرر به ترې دفع کړي. info
التفاسير:

external-link copy
174 : 4

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمْ بُرْهَانٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَاَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ نُوْرًا مُّبِیْنًا ۟

ای خلکو! په تحقیق سره راغلی تاسو ته ستاسو د رب له طرفه ښکاره دلیل چې هر قسم بهانه ختموي او هر قسم شبه لرې کوي -او هغه محمد صلی الله علیه وسلم دی- او رالیږلي مونږ تاسو ته واضحه (ښکاره) رڼا، او هغه دا قران کریم دی. info
التفاسير:

external-link copy
175 : 4

فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَاعْتَصَمُوْا بِهٖ فَسَیُدْخِلُهُمْ فِیْ رَحْمَةٍ مِّنْهُ وَفَضْلٍ ۙ— وَّیَهْدِیْهِمْ اِلَیْهِ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟ؕ

نو پس هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او په قران کریم یې منګولې لګولې هغه قران چې د دوی په پیغمبر نازل شوی نو خامخا الله تعالی به پرې رحم وکړي په ننباسلو سره جنت ته، او زیات به کړي ورله ثواب او لوړې درجې په جنت کې، او توفیق به ورکړي د تللو په نیغې لارې هغه چې هیڅ کوږوالی پکې نشته، او هغه تلپاتې جنتونو ته د رسیدو لار ده. info
التفاسير:
سوودەکانی ئایەتەکان لەم پەڕەیەدا:
• بيان أن المسيح بشر، وأن أمه كذلك، وأن الضالين من النصارى غلوا فيهما حتى أخرجوهما من حد البشرية.
بیان د دی خبرې چې بیشکه مسیح عیسی -علیه السلام- بشر دی، او د هغه مور هم همداسې ده، او بیشکه ګمراهانو د نصاراو د دې دواړو په اړه له حد نه اوړیدنه کړې وه تر دې چې د بشریت له دایرې څخه یې ویستلي. info

• بيان بطلان شرك النصارى القائلين بالتثليث، وتنزيه الله تعالى عن أن يكون له شريك أو شبيه أو مقارب، وبيان انفراده - سبحانه - بالوحدانية في الذات والأسماء والصفات.
د نصاراو د دې عقیدې د بطلان بیان چې اله(معبودان) درې دي، او بیان د پاکۍ د الله تعالی د دې خبرې څخه چې هغه لره دې څوک شریک او هم شکل او نژدې دوست (وزیر یا مددګار) وي، او بیان د یواځې والي د الله تعالی په یووالي د ذات، اسماء او صفاتو کې. info

• إثبات أن عيسى عليه السلام والملائكة جميعهم عباد مخلوقون لا يستكبرون عن الاعتراف بعبوديتهم لله تعالى والانقياد لأوامره، فكيف يسوغ اتخاذهم آلهة مع كونهم عبيدًا لله تعالى؟!
ثبوت د دې خبرې چې بیشکه عیسی -علیه السلام- او ملایکې ټول پیدا کړی شوي بندګان دي، الله تعالی ته په بندګۍ اعتراف کولو او دهغه حکمونو ته د غاړې کیښودلو څخه تکبر او لویي نه کوي، نو څرنګه د هغوی څخه معبودان (د عبادت لایق) جوړېدی شي سره لدې نه چې هغوی د الله تعالی بندګان دي؟!. info

• في الدين حجج وبراهين عقلية تدفع الشبهات، ونور وهداية تدفع الحيرة والشهوات.
په دین کې داسې عقلي دلیلونه شته چې شبهات دفع کوي، او رڼا او هدایت پکې هم شته چې شک او شهوات دفع کوي. info