وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - وەرگێڕاوی پەشتۆیی بۆ پوختەی تەفسیری قورئانی پیرۆز

ژمارەی پەڕە:close

external-link copy
102 : 4

وَاِذَا كُنْتَ فِیْهِمْ فَاَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلٰوةَ فَلْتَقُمْ طَآىِٕفَةٌ مِّنْهُمْ مَّعَكَ وَلْیَاْخُذُوْۤا اَسْلِحَتَهُمْ ۫— فَاِذَا سَجَدُوْا فَلْیَكُوْنُوْا مِنْ وَّرَآىِٕكُمْ ۪— وَلْتَاْتِ طَآىِٕفَةٌ اُخْرٰی لَمْ یُصَلُّوْا فَلْیُصَلُّوْا مَعَكَ وَلْیَاْخُذُوْا حِذْرَهُمْ وَاَسْلِحَتَهُمْ ۚ— وَدَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ تَغْفُلُوْنَ عَنْ اَسْلِحَتِكُمْ وَاَمْتِعَتِكُمْ فَیَمِیْلُوْنَ عَلَیْكُمْ مَّیْلَةً وَّاحِدَةً ؕ— وَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ اِنْ كَانَ بِكُمْ اَذًی مِّنْ مَّطَرٍ اَوْ كُنْتُمْ مَّرْضٰۤی اَنْ تَضَعُوْۤا اَسْلِحَتَكُمْ ۚ— وَخُذُوْا حِذْرَكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ اَعَدَّ لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابًا مُّهِیْنًا ۟

او کله چې یې ته -ای پیغمبره- په لښکر کې د دښمن سره د جنګ په وخت کې، او ته وغواړې چې دوی لره لمونځ وکړې، نو لښکر په دوو ډلو وویشه: یوه ډله د دوی څخه به ستا سره لمانځه ته ودریږي، او په لمانځه کې دې د ځان سره خپلې سلاح ګانې هم واخلي، او بله ډلګۍ دې په پیره (څوکۍ) کې وي، نو هر کله چې لمړۍ ډلې له امام سره یو رکعت وکړ نور لمونځ دې خپل ځان لره یواځې پوره کړي، نو هر کله چې يې لمونځ ختم کړ نو دوی دې ستاسو شاته دښمن ته مخامخ شي، او هغه بله ډله دې راشي هغه چې مخکې یې پیره (څوکۍ) کوله او لمونځ یې ندی کړی، نو د امام سره دې یو رکعت وکړي، پس هر کله چې امام سلام وګرځاوه خپل باقي لمونځ دې پوره کړي، او د خپل دښمن څخه دې په احتیاط او بیدارۍ کې ووسي، او خپلې وسلې دی د ځان سره واخلي، ځکه هغه کسان چې کفر یې کړی دی ارمان کوي چې تاسو د خپلو وسلو او سامانونو څخه غافله شئ کله چې تاسو لمونځ کوئ نو هغوی به پر تاسو باندې یوه حمله وکړي، او ستاسو د بی خبرۍ په حالت کې به تاسو ونیسي، او نشته دې په تاسو باندې څه ګناه که چیرته تاسو ته څه ضرر درورسیده د باران په وجه او یا تاسو مریضان یاستئ یا بل څه عذر وي، چې تاسو خپلې وسلې کیږدئ نو د ځان سره یې وانه خلئ، او د خپل دښمن څخه ځان وساتئ په کومه طریقه چې تاسو کولی شئ، بیشکه الله تیار کړی دی د کافرانو لپاره عذاب؛ سپکوونکې د هغوی لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 4

فَاِذَا قَضَیْتُمُ الصَّلٰوةَ فَاذْكُرُوا اللّٰهَ قِیٰمًا وَّقُعُوْدًا وَّعَلٰی جُنُوْبِكُمْ ۚ— فَاِذَا اطْمَاْنَنْتُمْ فَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ ۚ— اِنَّ الصَّلٰوةَ كَانَتْ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ كِتٰبًا مَّوْقُوْتًا ۟

نو پس هر کله چې فارغ شوئ -ای مومنانو- د لمانځه څخه نو یاد کړئ الله تعالی لره په سبحان الله ویلو سره او په الحمد لله ویلو سره او په لا اله الا الله وحده لا شریک له له الملک وله الحمد وهو علی کل شيء قدیر ویلوسره په هر حالت کې که ولاړ یاست یا ناست، او همدارنګه که ډډه مو وهلي وي، نو پس هر کله چې ستاسو څخه ویره ختمه شوه او په امن کې شوئ نو ادا کړئ لمانځه لره پوره په ارکانو او واجباتو او مستحباتو څرنګه چې یې تاسو ته امر کړی شوی دی، بیشکه لمونځ فرض کړی شوی دی په مومنانو باندې په ټاکل شوي وخت کې، نه دی جایز وروستوالی د لمانځه د خپل وخت څخه مګر په عذر سره، دا حکم د اقامت په وخت کې دی، هر چې د سفر حالت دی نو تاسو لره بیا جمع او قصر هم جایز دي. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 4

وَلَا تَهِنُوْا فِی ابْتِغَآءِ الْقَوْمِ ؕ— اِنْ تَكُوْنُوْا تَاْلَمُوْنَ فَاِنَّهُمْ یَاْلَمُوْنَ كَمَا تَاْلَمُوْنَ ۚ— وَتَرْجُوْنَ مِنَ اللّٰهِ مَا لَا یَرْجُوْنَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟۠

او تاسو مه کمزوري کیږئ -ای مومنانو- او سستي مه کوئ په لټولو او تعقیبولو د دښمن ستاسو کې د کافرانو څخه، نو پس که چیرته تاسو دردمن کیږئ د هغه مرګ او زخم له وجی چې تاسو ته دررسیږي نو یقینا هغوی هم دغه شان دردمن کیږي لکه څرنګه چې تاسو دردمن کیږئ، او هغوی ته هم هغه شان تکلیفونه رسیږي لکه څرنګه چې تاسو ته دررسیږي، نو د هغوی صبر دې ستاسو له صبر څخه زیات نه وي، پس تاسو امید لرئ د الله تعالی څخه د ثواب او مدد او مرستې چې هغوی یې امید نه لري، او دی الله تعالی پوه په احوالو د خپلو بندګانو، حکمت والا دی په خپل تدبیر او شرع کې. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 4

اِنَّاۤ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَیْنَ النَّاسِ بِمَاۤ اَرٰىكَ اللّٰهُ ؕ— وَلَا تَكُنْ لِّلْخَآىِٕنِیْنَ خَصِیْمًا ۟ۙ

یقینا مونږ نازل کړی تاته -ای پیغمبره- قران کریم چې شامل دی په حق باندې؛ د دې لپاره چې ته فیصلې وکړې د خلکو تر منځ د هغوی په ټولو چارو کې په هغه علم چې الله تعالی تاته درکړی او تاته یې الهام کړی نه ستا په خواهش او ستا په رایه، او ته مه کیږه د خپلو ځانونو او امانتونو سره خیانت کوونکو خلکو لره دفاع کوونکی چې ته واپس کوې د هغوی څخه هغه څوک چې خپل حق ترې غواړي. info
التفاسير:
سوودەکانی ئایەتەکان لەم پەڕەیەدا:
• استحباب صلاة الخوف وبيان أحكامها وصفتها.
د وېرې د لمونځ روا والی او د هغو د حکمونو او طریقې بيان. info

• الأمر بالأخذ بالأسباب في كل الأحوال، وأن المؤمن لا يعذر في تركها حتى لو كان في عبادة.
په هر حالت کې د اسبابو د کارولو امر ، او بیشکه مومن د اسبابو په پریښودلو معذور نه ګڼل کیږي اګر که د عبادت کولو پر مهال هم وي. info

• مشروعية دوام ذكر الله تعالى على كل حال، فهو حياة القلوب وسبب طمأنينتها.
په هر حال کې په دوامداره توګه د الله جل جلاله د یادولو مشروعیت، ځکه هغه د زړونو حیات او ډاډ ورکوونکی دی. info

• النهي عن الضعف والكسل في حال قتال العدو، والأمر بالصبر على قتاله.
دښمن سره د جګړې پر مهال له کمزورۍ او تمبلۍ څخه منع، او ورسره د جکړې کولو پر مهال له صبر څخه کار اخستل. info