ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
61 : 43

وَاِنَّهٗ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُوْنِ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

43-61 او بېشكه دغه (عیسٰی) د قیامت لپاره یقینًا یوه لویه نښه ده، نو تاسو د دغه (قیامت) په باره كې له سره شك مه كوئ، دا نېغه لار ده info
التفاسير:

external-link copy
62 : 43

وَلَا یَصُدَّنَّكُمُ الشَّیْطٰنُ ۚ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟

43-62 او شیطان دې تا (له دې نېغې لارې نه) له سره وا نه ړوي، بېشكه هغه تاسو لپاره ښكاره دښمن دى info
التفاسير:

external-link copy
63 : 43

وَلَمَّا جَآءَ عِیْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُمْ بِالْحِكْمَةِ وَلِاُبَیِّنَ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِیْ تَخْتَلِفُوْنَ فِیْهِ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟

43-63 او كله چې عيسٰى له ښكاره دلیلونو سره راغى، ويې ويل:(اى بني اسرائیلو!) یقینًا ما تاسو ته حكم راوړى دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو ته ځینې هغه (احكام) بیان كړم چې تاسو په هغو كې اختلاف كوئ، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ info
التفاسير:

external-link copy
64 : 43

اِنَّ اللّٰهَ هُوَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

43-64 بېشكه هم دا الله زما رب دى او ستاسو رب دى، لهٰذا تاسو د ده عبادت كوئ، دغه نېغه لاره ده info
التفاسير:

external-link copy
65 : 43

فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْ بَیْنِهِمْ ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْ عَذَابِ یَوْمٍ اَلِیْمٍ ۟

43-65 نو (د نصرانیانو) دغه ډلې په خپل منیځ كې سره مختلفې شوې، نو د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، د ډېرې دردوونكي ورځې له عذاب نه هلاكت دى info
التفاسير:

external-link copy
66 : 43

هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

43-66 دوى انتظار نه كوي مګر د قیامت چې په دوى به ناڅاپه راشي، او دوى به نه پوهېږي info
التفاسير:

external-link copy
67 : 43

اَلْاَخِلَّآءُ یَوْمَىِٕذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ اِلَّا الْمُتَّقِیْنَ ۟ؕ۠

43-67 په دغې ورځ كې به خواږه یاران، د دوى ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، غیر له متقیانو نه info
التفاسير:

external-link copy
68 : 43

یٰعِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَ وَلَاۤ اَنْتُمْ تَحْزَنُوْنَ ۟ۚ

43-68 اى زما بنده ګانو! نن ورځ په تاسو وېره نشته او نه به تاسو غمژن كېږئ info
التفاسير:

external-link copy
69 : 43

اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاٰیٰتِنَا وَكَانُوْا مُسْلِمِیْنَ ۟ۚ

43-69 هغه كسان چې زمونږ په ایتونو يې ایمان راوړى دى او دوى مسلمانان وو info
التفاسير:

external-link copy
70 : 43

اُدْخُلُوا الْجَنَّةَ اَنْتُمْ وَاَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُوْنَ ۟

43-70 (دوى ته به ویلى شي:) تاسو جنت ته ننوځئ، تاسو او ستاسو ښځې، تاسو به خوشالولى شئ info
التفاسير:

external-link copy
71 : 43

یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِصِحَافٍ مِّنْ ذَهَبٍ وَّاَكْوَابٍ ۚ— وَفِیْهَا مَا تَشْتَهِیْهِ الْاَنْفُسُ وَتَلَذُّ الْاَعْیُنُ ۚ— وَاَنْتُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟ۚ

43-71 په دوى به كاسې د سرو زرو او ګلاسونه ګرځول كېږي او په دغو (جنتونو) كې به هغه څه وي چې نفسونه (زړونه) د هغو خواهش كوي او سترګې (پرې) خوند اخلي او تاسو به په دغو كې تل ترتله یئ info
التفاسير:

external-link copy
72 : 43

وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْۤ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

43-72 او دغه هغه جنتونه دي چې تاسو ته د هغو عملونو په سبب په میراث كې دركړى شول چې تاسو به كول info
التفاسير:

external-link copy
73 : 43

لَكُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ كَثِیْرَةٌ مِّنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟

43-73 تاسو لپاره په دغو كې ډېرې مېوې دي چې تاسو به له هغو ځنې خوراك كوئ info
التفاسير: