ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
23 : 43

وَكَذٰلِكَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّذِیْرٍ اِلَّا قَالَ مُتْرَفُوْهَاۤ ۙ— اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّقْتَدُوْنَ ۟

43-23 او همداسې مونږ له تا نه مخكې په كوم كلي كې هېڅ یو وېروونكى نه دى لېږلى مګر د هغه كلي متكبره مالدارو به وویل: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوه لاره (طريقه) موندلي دي او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو اقتدا كوونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
24 : 43

قٰلَ اَوَلَوْ جِئْتُكُمْ بِاَهْدٰی مِمَّا وَجَدْتُّمْ عَلَیْهِ اٰبَآءَكُمْ ؕ— قَالُوْۤا اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟

43-24 (دوى ته به د دوى نبي) وویل: او ایا اګر كه ما تاسو ته له هغې (لارې) نه زیاته سمه لاره راوړې وي چې تاسو په هغې باندې خپل پلرونه موندلي دي؟ دوى به ویل: بېشكه مونږ په هغه (دین) كفر كوونكي یو چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي يئ info
التفاسير:

external-link copy
25 : 43

فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟۠

43-25 نو مونږ له دوى نه انتقام واخيست، نو ته وګوره د تكذیب كوونكو انجام څنګه و info
التفاسير:

external-link copy
26 : 43

وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖۤ اِنَّنِیْ بَرَآءٌ مِّمَّا تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

43-26 او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم خپل پلار او خپل قوم ته وویل: بېشكه زه له هغو (معبودانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې عبادت كوئ info
التفاسير:

external-link copy
27 : 43

اِلَّا الَّذِیْ فَطَرَنِیْ فَاِنَّهٗ سَیَهْدِیْنِ ۟

43-27 غیر له هغه ذات نه چې زه يې پیدا كړى یم، پس یقینًا هغه به ما ته خامخا هدایت وكړي info
التفاسير:

external-link copy
28 : 43

وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِیَةً فِیْ عَقِبِهٖ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

43-28 او هغه (ابراهیم) دغه ( د توحید كلمه) په خپل اولاد كې باقي پاتې كېدونكې وګرځوله، د دې لپاره چې راوګرځي info
التفاسير:

external-link copy
29 : 43

بَلْ مَتَّعْتُ هٰۤؤُلَآءِ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی جَآءَهُمُ الْحَقُّ وَرَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ ۟

43-29 بلكې ما دوى او د دوى پلرونو ته نفع وركړه تر هغه پورې چې دوى ته حق (قرآن) او ښكاره بیانوونكى رسول راغى info
التفاسير:

external-link copy
30 : 43

وَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ وَّاِنَّا بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟

43-30 او كله چې دوى ته حق راغى دوى وویل: دا جادو دى، او بېشكه مونږ له ده نه انكار كوونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
31 : 43

وَقَالُوْا لَوْلَا نُزِّلَ هٰذَا الْقُرْاٰنُ عَلٰی رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْیَتَیْنِ عَظِیْمٍ ۟

43-31 او دوى وویل: دا قرآن په دوه كلیو (ښارونو) كې په یو غټ سړي ولې نه نازلاوه شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
32 : 43

اَهُمْ یَقْسِمُوْنَ رَحْمَتَ رَبِّكَ ؕ— نَحْنُ قَسَمْنَا بَیْنَهُمْ مَّعِیْشَتَهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ لِّیَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِیًّا ؕ— وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟

43-32 ایا دوى ستا د رب رحمت تقسیموي؟ مونږ د دوى په مینځ كې په دنيايي ژوند كې د دوى معشیت تقسیم كړى دى او په درجو كې مو د دوى ځینې د ځینو نورو له پاسه پورته كړي دي، د دې لپاره چې د دوى ځینې ځینې نور (تابع او) كار كوونكي ونيسي او ستا د رب رحمت له هغه نه ډېر غوره دى چې دوى يې جمع كوي info
التفاسير:

external-link copy
33 : 43

وَلَوْلَاۤ اَنْ یَّكُوْنَ النَّاسُ اُمَّةً وَّاحِدَةً لَّجَعَلْنَا لِمَنْ یَّكْفُرُ بِالرَّحْمٰنِ لِبُیُوْتِهِمْ سُقُفًا مِّنْ فِضَّةٍ وَّمَعَارِجَ عَلَیْهَا یَظْهَرُوْنَ ۟ۙ

43-33 او كه دا (خطره) نه وى چې خلق به ټول یوه ډله (كافران شي) نو مونږ به خامخا د هغه چا لپاره چې په رحمٰن كافران كېږي، د دوى كورونو ته به مو د سپینو زرو چتونه او داسې پوړۍ ګرځولې وى چې دوى به په هغو پاس ختلى info
التفاسير: