ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
11 : 43

وَالَّذِیْ نَزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً بِقَدَرٍ ۚ— فَاَنْشَرْنَا بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا ۚ— كَذٰلِكَ تُخْرَجُوْنَ ۟

43-11 او هغه ذات چې له بره نه يې اوبه په اندازې سره نازلې كړې دي، پس په دغو سره مونږ مړ ښار راژوندى كړى دى، همداسې به تاسو راوېستلى شئ info
التفاسير:

external-link copy
12 : 43

وَالَّذِیْ خَلَقَ الْاَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الْفُلْكِ وَالْاَنْعَامِ مَا تَرْكَبُوْنَ ۟ۙ

43-12 او هغه ذات چې ټول قسمونه (انواع) يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بېړیو او څارویو نه هغه پیدا كړي دي چې تاسو پرې سورېږئ info
التفاسير:

external-link copy
13 : 43

لِتَسْتَوٗا عَلٰی ظُهُوْرِهٖ ثُمَّ تَذْكُرُوْا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ اِذَا اسْتَوَیْتُمْ عَلَیْهِ وَتَقُوْلُوْا سُبْحٰنَ الَّذِیْ سَخَّرَ لَنَا هٰذَا وَمَا كُنَّا لَهٗ مُقْرِنِیْنَ ۟ۙ

43-13 د دې لپاره چې تاسو د هغو په شاګانو ښه برابر كېنئ، بیا د خپل رب نعمت رایاد كړئ، كله چې تاسو په دغه برابر كېنئ او ووایئ: پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر (او تابع) كړى دى او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو info
التفاسير:

external-link copy
14 : 43

وَاِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُوْنَ ۟

43-14 او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
15 : 43

وَجَعَلُوْا لَهٗ مِنْ عِبَادِهٖ جُزْءًا ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ۠

43-15 او دوى د ده په بنده ګانو كې ځينو لره د ده برخه (او اولاد) وګرځول، بېشكه انسان خامخا ډېر ښكاره ناشكره دى info
التفاسير:

external-link copy
16 : 43

اَمِ اتَّخَذَ مِمَّا یَخْلُقُ بَنٰتٍ وَّاَصْفٰىكُمْ بِالْبَنِیْنَ ۟

43-16 ایا (تاسو دا وایئ چې) هغه (الله) له هغه چا نه، چې دى يې پیدا كوي، د ځان لپاره لوڼه نیولي دي او تاسو يې په زامنو سره غوره كړي يئ info
التفاسير:

external-link copy
17 : 43

وَاِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمٰنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّهُوَ كَظِیْمٌ ۟

43-17 حال دا چې كله دوى ته په هغه (لور) سره زېرى وركړى شي چې دى يې د رحمٰن لپاره مثال بیانوي (نو) د ده مخ تك تور شي، په دې حال كې چې دى له غمه ډك وي info
التفاسير:

external-link copy
18 : 43

اَوَمَنْ یُّنَشَّؤُا فِی الْحِلْیَةِ وَهُوَ فِی الْخِصَامِ غَیْرُ مُبِیْنٍ ۟

43-18 او ایا (دوى د الله لپاره مقرروي) هغه چې په كالیو (زیوراتو) كې لویه ولى شي، حال دا چې په جګړه كې خبره واضحه كوونكي نه وي info
التفاسير:

external-link copy
19 : 43

وَجَعَلُوا الْمَلٰٓىِٕكَةَ الَّذِیْنَ هُمْ عِبٰدُ الرَّحْمٰنِ اِنَاثًا ؕ— اَشَهِدُوْا خَلْقَهُمْ ؕ— سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَیُسْـَٔلُوْنَ ۟

43-19 او دوى (مشركان) ملايكو لره هغه چې دوى د رحمٰن بنده ګان دي، ښځې ګرځوي، ایا دوى د دغو پیدا كولو ته حاضر وو؟ یقینًا به د دوى ګواهي ولیكل شي او له دوى نه تپوس (هم) كېږي info
التفاسير:

external-link copy
20 : 43

وَقَالُوْا لَوْ شَآءَ الرَّحْمٰنُ مَا عَبَدْنٰهُمْ ؕ— مَا لَهُمْ بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۗ— اِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ ۟ؕ

43-20 او دوى وايي: كه رحمٰن غوښتلي وى، (نو) مونږ به د دغو (باطلو معبودانو) عبادت نه وى كړى، دوى ته د دې (خبرې) هېڅ علم نشته، دوى يواځې اټكلونه چلوي info
التفاسير:

external-link copy
21 : 43

اَمْ اٰتَیْنٰهُمْ كِتٰبًا مِّنْ قَبْلِهٖ فَهُمْ بِهٖ مُسْتَمْسِكُوْنَ ۟

43-21 ایا دوى ته مونږ له دغه (قرآن) نه مخكې كوم كتاب وركړى دى، پس دوى په هغه منګلولې ښخونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
22 : 43

بَلْ قَالُوْۤا اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟

43-22 بلكې دوى وايي: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوې لارې (طريقې) باندې موندلي دي، او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو لاره موندونكي یو info
التفاسير: