ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
60 : 23

وَالَّذِیْنَ یُؤْتُوْنَ مَاۤ اٰتَوْا وَّقُلُوْبُهُمْ وَجِلَةٌ اَنَّهُمْ اِلٰی رَبِّهِمْ رٰجِعُوْنَ ۟ۙ

23-60 او هغه كسان چې وركوي، هغه څه چې وركوي، او زړونه د دوى وېرېدونكي وي (ځكه چې) یقینًا دوى خپل رب ته واپس ورتلونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
61 : 23

اُولٰٓىِٕكَ یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَهُمْ لَهَا سٰبِقُوْنَ ۟

23-61 دغه كسان په نېكیو كې تلوار كوي او دوى دغو (نېكیو) ته ړومبى كېدونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
62 : 23

وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا وَلَدَیْنَا كِتٰبٌ یَّنْطِقُ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

23-62 مونږ هېڅ یو نفس نه مكلف كوو مګر د هغه له طاقت سره سم او زمونږ سره كتاب دى چې حق بیانوي او په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي info
التفاسير:

external-link copy
63 : 23

بَلْ قُلُوْبُهُمْ فِیْ غَمْرَةٍ مِّنْ هٰذَا وَلَهُمْ اَعْمَالٌ مِّنْ دُوْنِ ذٰلِكَ هُمْ لَهَا عٰمِلُوْنَ ۟

23-63 بلكې د دوى (كفارو) زړونه له دې (قرآن) نه په غفلت كې دي او د دوى لپاره له دې (شرك) نه علاوه نور (ناكاره) عملونه دي، چې دوى هغه كوونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
64 : 23

حَتّٰۤی اِذَاۤ اَخَذْنَا مُتْرَفِیْهِمْ بِالْعَذَابِ اِذَا هُمْ یَجْـَٔرُوْنَ ۟ؕ

23-64 تر هغه پورې چې كله مونږ د دوى متكبره مالداران په عذاب سره ونیسو (،نو) ناڅاپه دوى (بیا) فریاد كوي info
التفاسير:

external-link copy
65 : 23

لَا تَجْـَٔرُوا الْیَوْمَ ۫— اِنَّكُمْ مِّنَّا لَا تُنْصَرُوْنَ ۟

23-65 نن ورځ فریاد مه كوئ، بېشكه تاسو سره به زمونږ له جانبه مدد ونه كړى شي info
التفاسير:

external-link copy
66 : 23

قَدْ كَانَتْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ تَنْكِصُوْنَ ۟ۙ

23-66 یقینًا زما ایتونه به په تاسو تلاوت كولى شول، نو تاسو به په خپلو پوندو بېرته ګرځېدئ info
التفاسير:

external-link copy
67 : 23

مُسْتَكْبِرِیْنَ ۖۚۗ— بِهٖ سٰمِرًا تَهْجُرُوْنَ ۟

23-67 په دې حال كې چې كبر كوونكي به وئ په دې (قرآن، محمد یا كعبې) سره، چې د شپې قصې كوونكي به وئ، تاسو به (قرآن) پرېښوده info
التفاسير:

external-link copy
68 : 23

اَفَلَمْ یَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ اَمْ جَآءَهُمْ مَّا لَمْ یَاْتِ اٰبَآءَهُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؗ

23-68 ایا نو دوى په دې وینا كې (چې قرآن دى) فكر نه كوي، یا دوى ته هغه څه راغلي دي چې د دوى پلرونو ته نه دي راغلي چې له دوى نه پخوا وو info
التفاسير:

external-link copy
69 : 23

اَمْ لَمْ یَعْرِفُوْا رَسُوْلَهُمْ فَهُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟ؗ

23-69 یا كه دوى خپل رسول نه دى پېژندلى، پس دوى له ده نه منكران دي info
التفاسير:

external-link copy
70 : 23

اَمْ یَقُوْلُوْنَ بِهٖ جِنَّةٌ ؕ— بَلْ جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ وَاَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟

23-70 ایا دوى وايي چې په ده لېونتوب دى، (داسې نه ده) بلكې هغه دوى ته حق (دین) راوړى دى او د دوى زیاتره حق لره بدګڼونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
71 : 23

وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ اَهْوَآءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهِنَّ ؕ— بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَنْ ذِكْرِهِمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟ؕ

23-71 او كه حق (الله) د دوى د خواهشاتو پیروي كړې وى (، نو) خامخا به تباه شوي وو اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، بلكې مونږ دوى ته د دوى ذكر راوړ، نو دوى له خپل ذكر نه مخ اړوونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
72 : 23

اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَیْرٌ ۖۗ— وَّهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟

23-72 ایا ته له دوى نه مزدوري غواړې؟ نو د خپل رب مزدوري ډېره غوره ده او هغه ترټولو غوره رزق وركوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
73 : 23

وَاِنَّكَ لَتَدْعُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

23-73 او بېشكه ته یقینًا دوى نېغې لارې ته بلې info
التفاسير:

external-link copy
74 : 23

وَاِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ عَنِ الصِّرَاطِ لَنٰكِبُوْنَ ۟

23-74 او بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي له سمې لارې نه خامخا كاږه دي info
التفاسير: