ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
28 : 23

فَاِذَا اسْتَوَیْتَ اَنْتَ وَمَنْ مَّعَكَ عَلَی الْفُلْكِ فَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ نَجّٰىنَا مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟

23-28 نو كله چې وختلې ته او هغه څوك چې له تا سره دي په بېړۍ كې، نو ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د هغه الله لپاره دي چې مونږ يې له ظالم قوم نه خلاص كړو info
التفاسير:

external-link copy
29 : 23

وَقُلْ رَّبِّ اَنْزِلْنِیْ مُنْزَلًا مُّبٰرَكًا وَّاَنْتَ خَیْرُ الْمُنْزِلِیْنَ ۟

23-29 او (د كوزېدو په وخت كې) ووایه: اى زما ربه! ته ما په یو مبارك منزل (ځاى) كې كوز كړه او ته تر ټولو كوزوونكو څخه ډېر غوره يې info
التفاسير:

external-link copy
30 : 23

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ وَّاِنْ كُنَّا لَمُبْتَلِیْنَ ۟

23-30 بېشكه په دې كې یقینًا دلیلونه (نښې) دي او بېشكه مونږ خامخا ازمېښت كوونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
31 : 23

ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا اٰخَرِیْنَ ۟ۚ

23-31 بیا مونږه له دوى نه وروسته نور خلق پیدا كړل info
التفاسير:

external-link copy
32 : 23

فَاَرْسَلْنَا فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟۠

23-32 نو مونږ په هغو كې له همدوى ځنې یو رسول ولېږه چې تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ! info
التفاسير:

external-link copy
33 : 23

وَقَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِلِقَآءِ الْاٰخِرَةِ وَاَتْرَفْنٰهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۙ— مَا هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۙ— یَاْكُلُ مِمَّا تَاْكُلُوْنَ مِنْهُ وَیَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُوْنَ ۟ۙ

23-33 او وویل د ده له قومه هغو مشرانو چې كافر شوي وو او د اخرت د ملاقات يې تكذیب كړى و او مونږ هغوى ته په دنيايي ژوند كې خوشحالي وركړې وه: نه دى دا مګر ستاسو په شان بشر، له هغه څه نه دا خوراك كوي له څه نه چې تاسو خوراك كوئ او له هغه څه نه څښاك كوي چې تاسو ترې څښاك كوئ info
التفاسير:

external-link copy
34 : 23

وَلَىِٕنْ اَطَعْتُمْ بَشَرًا مِّثْلَكُمْ ۙ— اِنَّكُمْ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَ ۟ۙ

23-34 او (قسم دى) خامخا كه تاسو د خپل ځان په شان انسان اطاعت وكړئ، (نو) بېشكه چې تاسو به په دغه وخت كې یقینًا تاوانیان یئ info
التفاسير:

external-link copy
35 : 23

اَیَعِدُكُمْ اَنَّكُمْ اِذَا مِتُّمْ وَكُنْتُمْ تُرَابًا وَّعِظَامًا اَنَّكُمْ مُّخْرَجُوْنَ ۟

23-35 ایا دا تاسو ته وعده دركوي دا چې بېشكه كله چې تاسو مړه شئ او تاسو خاورې او هډوكي شئ (،نو) یقینًا به تاسو ژوندي راوښكل شئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
36 : 23

هَیْهَاتَ هَیْهَاتَ لِمَا تُوْعَدُوْنَ ۟

23-36 (له عقله) ډېر لرې دى، ډېر لرې دى هغه څیز چې له تاسو سره يې وعده كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
37 : 23

اِنْ هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا نَمُوْتُ وَنَحْیَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوْثِیْنَ ۟

23-37 نه دى دا (ژوندون) مګر همدا زمونږ دنيايي ژوندون، چې مرو او ژوندي كېږو او له سره به مونږ بیا راژوندي نه كړى شو info
التفاسير:

external-link copy
38 : 23

اِنْ هُوَ اِلَّا رَجُلُ ١فْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا وَّمَا نَحْنُ لَهٗ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟

23-38 دى نه دى مګر (یو داسې) سړى چې په الله باندې يې دروغ ورتپلي دي او مونږ په ده باندې بېخي ایمان راوړونكي نه يو info
التفاسير:

external-link copy
39 : 23

قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ بِمَا كَذَّبُوْنِ ۟

23-39 هغه (نبي) وویل: اى زما ربه! ته زما مدد وكړه، په سبب د دې چې دوى زه دروغجن وګڼلم info
التفاسير:

external-link copy
40 : 23

قَالَ عَمَّا قَلِیْلٍ لَّیُصْبِحُنَّ نٰدِمِیْنَ ۟ۚ

23-40 (الله) وویل: له ډېر لږ وخت نه پس به دوى خامخا لازمًا پښېمانه شي info
التفاسير:

external-link copy
41 : 23

فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ بِالْحَقِّ فَجَعَلْنٰهُمْ غُثَآءً ۚ— فَبُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟

23-41 نو دوى یوې چغې په حقه سره ونیول، بیا نو مونږه دوى د سیلاب خس وخشاك كړل، نو د ظالم قوم لپاره (د الله له رحمت نه) لرې والى دى info
التفاسير:

external-link copy
42 : 23

ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قُرُوْنًا اٰخَرِیْنَ ۟ؕ

23-42 بیا مونږ له دوى نه بعد نور قومونه (خلق) پیدا كړل info
التفاسير: