ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
43 : 23

مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟ؕ

23-43 هېڅ یو امت د خپلې مقررې نېټې نه نه ړومبى كېدى شي او نه وروسته كېدى شي info
التفاسير:

external-link copy
44 : 23

ثُمَّ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا ؕ— كُلَّ مَا جَآءَ اُمَّةً رَّسُوْلُهَا كَذَّبُوْهُ فَاَتْبَعْنَا بَعْضَهُمْ بَعْضًا وَّجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ ۚ— فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟

23-44 بیا مونږ خپل (نور) رسولان ولېږل، په دې حال كې چې یو په بل پسې پیوست وو، هر كله چې به كوم امت ته خپل رسول راغى (نو) هغوى به د هغه تكذیب وكړ، نو مونږ به د دوى ځینې د ځینو نورو پسې (په هلاكت كې) پرله پسې كړل او مونږ دوى تشې قصې وګرځول، نو (د الله له رحمت نه) لرې والى دى د هغه قوم لپاره چې ایمان نه راوړي info
التفاسير:

external-link copy
45 : 23

ثُمَّ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی وَاَخَاهُ هٰرُوْنَ ۙ۬— بِاٰیٰتِنَا وَسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

23-45 بیا مونږ موسٰى او د هغه ورور هارون ولېږل په خپلو ایتونو (معجزو) او ښكاره دلیل سره info
التفاسير:

external-link copy
46 : 23

اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَاسْتَكْبَرُوْا وَكَانُوْا قَوْمًا عَالِیْنَ ۟ۚ

23-46 فرعون او د هغه ډلې ته، نو هغوى ډېره لويي وكړه او هغوى یو متكبر قوم وو info
التفاسير:

external-link copy
47 : 23

فَقَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لِبَشَرَیْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عٰبِدُوْنَ ۟ۚ

23-47 نو هغوى ویل: ایا مونږ به د خپل ځان په شان په دوه انسانانو باندې ایمان راوړو؟ حال دا چې د دې دواړو قوم زمونږ غلامان دي info
التفاسير:

external-link copy
48 : 23

فَكَذَّبُوْهُمَا فَكَانُوْا مِنَ الْمُهْلَكِیْنَ ۟

23-48 نو هغوى د دې دواړو تكذیب وكړ، نو شول له هلاك كړى شويو نه info
التفاسير:

external-link copy
49 : 23

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟

23-49 او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، د دې لپاره چې دوى (بني اسرائیل) نېغه لار ومومي info
التفاسير:

external-link copy
50 : 23

وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْیَمَ وَاُمَّهٗۤ اٰیَةً وَّاٰوَیْنٰهُمَاۤ اِلٰی رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَّمَعِیْنٍ ۟۠

23-50 او مونږ د مریمې زوى او د هغه مور (د خپل قدرت) لویه نښه ګرځولې وه او مونږه دوى دواړه داسې هسكې (او نرمې څربې) ځمكې ته راوستل چې د قرار او پاكو صافو بهېدونكو اوبو والا وه info
التفاسير:

external-link copy
51 : 23

یٰۤاَیُّهَا الرُّسُلُ كُلُوْا مِنَ الطَّیِّبٰتِ وَاعْمَلُوْا صَالِحًا ؕ— اِنِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ ۟ؕ

23-51 اى رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو ځنې خورئ او نېك عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم info
التفاسير:

external-link copy
52 : 23

وَاِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّاَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُوْنِ ۟

23-52 او بېشكه دا ستاسو دین دى، په داسې حال كې چې یو دین دى او زه ستاسو رب یم، نو تاسو له ما نه وېرېږئ info
التفاسير:

external-link copy
53 : 23

فَتَقَطَّعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ زُبُرًا ؕ— كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ ۟

23-53 نو دوى (امتیانو) خپل (د دین) كار په خپل مينځ كې ټوټې ټوټې پرې كړ، هر یو حزب (ډله) په هغه (باطل دین) باندې چې له دوى سره دى، ډېر خوشحال دي info
التفاسير:

external-link copy
54 : 23

فَذَرْهُمْ فِیْ غَمْرَتِهِمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟

23-54 نو ته دوى تر یو وخته پورې په خپلې ګمراهۍ كې پرېږده info
التفاسير:

external-link copy
55 : 23

اَیَحْسَبُوْنَ اَنَّمَا نُمِدُّهُمْ بِهٖ مِنْ مَّالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۙ

23-55 ایا دوى ګمان كوي چې بېشكه له مال او زامنو ځنې چې په څه سره مونږ د دوى مدد كوو info
التفاسير:

external-link copy
56 : 23

نُسَارِعُ لَهُمْ فِی الْخَیْرٰتِ ؕ— بَلْ لَّا یَشْعُرُوْنَ ۟

23-56 چې مونږ دوى ته په ښېګڼو (او اكرامونو) كې تلوار كوو؟ بلكې دوى نه پوهېږي info
التفاسير:

external-link copy
57 : 23

اِنَّ الَّذِیْنَ هُمْ مِّنْ خَشْیَةِ رَبِّهِمْ مُّشْفِقُوْنَ ۟ۙ

23-57 بېشكه هغه كسان چې دوى د خپل رب (د عذاب) له ډاره وېرېدونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
58 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

23-58 او هغه كسان چې دوى د خپل رب په ایتونو ایمان راوړي info
التفاسير:

external-link copy
59 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ

23-59 او هغه كسان چې دوى له خپل رب سره شرك نه كوي info
التفاسير: