ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
65 : 19

رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهٖ ؕ— هَلْ تَعْلَمُ لَهٗ سَمِیًّا ۟۠

د اسمانونو،ځمکې او د هغو ټولو شیانو رب دی چې د دواړو په مینځ کې دي نو یوازې د هغه عبادت وکړه او ښه کلک پرې اوسه.ایا د هغه کوم سیال پیژنې؟ info
التفاسير:

external-link copy
66 : 19

وَیَقُوْلُ الْاِنْسَانُ ءَاِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ اُخْرَجُ حَیًّا ۟

او کافر انسان وايې:ښه!کله چې زه مړ شم نو بیرته به ژوندۍ راویستل کیږم؟ info
التفاسير:

external-link copy
67 : 19

اَوَلَا یَذْكُرُ الْاِنْسَانُ اَنَّا خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ یَكُ شَیْـًٔا ۟

ایا انسان دیته نه ګوري چې مونږ له نشت څخه پيدا کړی دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
68 : 19

فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَالشَّیٰطِیْنَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِیًّا ۟ۚ

نو قسم ستا په رب چې زه به خامخا هغوی او شیطانان ټول رایو ځای او بیا به یي دجهنم په چاپيریال کې په ګونډو کړم. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 19

ثُمَّ لَنَنْزِعَنَّ مِنْ كُلِّ شِیْعَةٍ اَیُّهُمْ اَشَدُّ عَلَی الرَّحْمٰنِ عِتِیًّا ۟ۚ

او بیا به له هرې ډلې نه هغه راجلا کړم چې له مهربان خدای نه ډیر سر غروونکي وو. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 19

ثُمَّ لَنَحْنُ اَعْلَمُ بِالَّذِیْنَ هُمْ اَوْلٰی بِهَا صِلِیًّا ۟

مونږ ښه پوهیږو چې جهنم ته دورننوتلو تر هر چا وړ څوک دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
71 : 19

وَاِنْ مِّنْكُمْ اِلَّا وَارِدُهَا ۚ— كَانَ عَلٰی رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِیًّا ۟ۚ

ستاسې هر یو به یو ځل پر جهنم ورځي.دا اخرنۍ خبره ده پوره کول یې ستا د رب په غاړه دي. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 19

ثُمَّ نُنَجِّی الَّذِیْنَ اتَّقَوْا وَّنَذَرُ الظّٰلِمِیْنَ فِیْهَا جِثِیًّا ۟

بیا به پرهیزګاران ترې خلاص او ظالمان به په ګونډو پکې پریږدو. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 19

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا ۙ— اَیُّ الْفَرِیْقَیْنِ خَیْرٌ مَّقَامًا وَّاَحْسَنُ نَدِیًّا ۟

او کله چې زمونږ روښانه ایتونه پر هغوی ولوستل شي نو کافران مؤمنانو ته وايي: وګورئ په مونږ او تاسې کې د چا غوندې شاندارې دي. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 19

وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَحْسَنُ اَثَاثًا وَّرِﺋْﻴًﺎ ۟

مونږ له وړاندې څومره ډیر قومونه هلاک کړي دي چې له دوي نه یې اسباب او وسایل ډیر او په شان او شوکت کې ترې لوړ ښکاریدل. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 19

قُلْ مَنْ كَانَ فِی الضَّلٰلَةِ فَلْیَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمٰنُ مَدًّا ۚ۬— حَتّٰۤی اِذَا رَاَوْا مَا یُوْعَدُوْنَ اِمَّا الْعَذَابَ وَاِمَّا السَّاعَةَ ؕ۬— فَسَیَعْلَمُوْنَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّاَضْعَفُ جُنْدًا ۟

ای محمده!ووایه هغه څوک چې بې لارې دی رحمان خدای ښه اوږد وخت ورکوي. تر هغو چې هغه څه وګوري چې وعده ورسره کیږي عذاب وي که قیامت نو بیا به پوه شي چې د چا ځای ډیر خراب او د چا ډله ډيره کمزورې ده؟ info
التفاسير:

external-link copy
76 : 19

وَیَزِیْدُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اهْتَدَوْا هُدًی ؕ— وَالْبٰقِیٰتُ الصّٰلِحٰتُ خَیْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ مَّرَدًّا ۟

او الله لار میندونکو ته لا پسې ښه والی زیاتوي.او پاتې نیک کارونه ستا د رب په وړاندې د ښه ثواب وړ او پایله یې ډیره غوره ده. info
التفاسير: