ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
26 : 19

فَكُلِیْ وَاشْرَبِیْ وَقَرِّیْ عَیْنًا ۚ— فَاِمَّا تَرَیِنَّ مِنَ الْبَشَرِ اَحَدًا ۙ— فَقُوْلِیْۤ اِنِّیْ نَذَرْتُ لِلرَّحْمٰنِ صَوْمًا فَلَنْ اُكَلِّمَ الْیَوْمَ اِنْسِیًّا ۟ۚ

وخوره او وڅښه او په ځوی دې سترګې یخې کړه.که کوم یو انسان دې ولیده نوم ورته ووایه چې ما د رحمن لپاره روژه نذر کړې نن به له هیچا سره خبرې ونه کړم. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 19

فَاَتَتْ بِهٖ قَوْمَهَا تَحْمِلُهٗ ؕ— قَالُوْا یٰمَرْیَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَیْـًٔا فَرِیًّا ۟

بیا یې بچی په خپله غیږ کې قوم ته راووړ. هغوی ټولو وویل:مریمې!های دا څومره لوی بدکار دې کړی؟ info
التفاسير:

external-link copy
28 : 19

یٰۤاُخْتَ هٰرُوْنَ مَا كَانَ اَبُوْكِ امْرَاَ سَوْءٍ وَّمَا كَانَتْ اُمُّكِ بَغِیًّا ۟ۖۚ

د هارون خوری!ستا خو نه پلار بد سړی ؤ او نه دې مور زنا کاره وه. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 19

فَاَشَارَتْ اِلَیْهِ ۫ؕ— قَالُوْا كَیْفَ نُكَلِّمُ مَنْ كَانَ فِی الْمَهْدِ صَبِیًّا ۟

مریم،خپل ځوی ته اشاره وکړه.هغوی وویل:مونږ به د ځانګو له ماشوم سره څنګه خبرې وکړو؟ info
التفاسير:

external-link copy
30 : 19

قَالَ اِنِّیْ عَبْدُ اللّٰهِ ۫ؕ— اٰتٰىنِیَ الْكِتٰبَ وَجَعَلَنِیْ نَبِیًّا ۟ۙ

کوچني وویل:زه د الله بنده یم.ماته یې کتاب راکړی او زه یې پيغمبر کړی یم. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 19

وَّجَعَلَنِیْ مُبٰرَكًا اَیْنَ مَا كُنْتُ ۪— وَاَوْصٰنِیْ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّكٰوةِ مَا دُمْتُ حَیًّا ۟ۙ

او هر چیرې چې یم برکت به راسره وي او امر یې راته کړی چې د ژوند تر پایه به لمونځ او زکات ادا کوم. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 19

وَّبَرًّا بِوَالِدَتِیْ ؗ— وَلَمْ یَجْعَلْنِیْ جَبَّارًا شَقِیًّا ۟

له مور سره د نیکۍ خوی یې راکړی او ناروا تیری کوونکی بدبخته یې نه یم ګرځولی. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 19

وَالسَّلٰمُ عَلَیَّ یَوْمَ وُلِدْتُّ وَیَوْمَ اَمُوْتُ وَیَوْمَ اُبْعَثُ حَیًّا ۟

سلام دی پرما د پيدایښت په ورځ،د مرګ په ورځ او په هغه ورځ هم چې بیا ژوندی راپاڅول شم. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 19

ذٰلِكَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ ۚ— قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِیْ فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ ۟

دا دی د مریمې ځوی عیسی او دا هغه حق اورښتینې خبره ده چې خلک پکې شک کوي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 19

مَا كَانَ لِلّٰهِ اَنْ یَّتَّخِذَ مِنْ وَّلَدٍ ۙ— سُبْحٰنَهٗ ؕ— اِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟ؕ

دا د الله کار نه دی چې څوک په ځوی ولۍ ونیسي هغه له دې نه پاک دی.کله چې د یو کار د کړنې پریکړه وکړي نو ورته ووایې:وشه.بس هغه وشي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 19

وَاِنَّ اللّٰهَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

او عیسې وویل الله زما رب دی.او ستاسې هم نو یوازې د هغه عبادت وکړئ.او همدغه روغه او سمه لیار ده. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 19

فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْ بَیْنِهِمْ ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ مَّشْهَدِ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

نو بیا جلا،جلا ډلو په خپلو مینځونو کې اختلاف وکړ.نو هغو کسانو ته چې کافران شوي لوی ورځې ته په ور حاضریدلو لویه تباهي او هلاکت دی. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 19

اَسْمِعْ بِهِمْ وَاَبْصِرْ ۙ— یَوْمَ یَاْتُوْنَنَا لٰكِنِ الظّٰلِمُوْنَ الْیَوْمَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

په هغه ورځ چې مونږ ته راځي څومره ښه اوریدونکي او څومره ښه لیدونکي به وي.خو نن دا ظالمان په ښکاره بي لیارۍ سر شوي دي. info
التفاسير: