ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
52 : 19

وَنَادَیْنٰهُ مِنْ جَانِبِ الطُّوْرِ الْاَیْمَنِ وَقَرَّبْنٰهُ نَجِیًّا ۟

او هغه ته مو د طور غره له ښي اړخ نه غږ وکړ.او په داسې حال کې مې ځان ته رانژې کړ چې له مونږ سره یې راز او نیاز کاوه. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 19

وَوَهَبْنَا لَهٗ مِنْ رَّحْمَتِنَاۤ اَخَاهُ هٰرُوْنَ نَبِیًّا ۟

او د خپلې لورینې له مخې مو د هغه ورور هارون هم د نبي په توګه وروباښه. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِسْمٰعِیْلَ ؗ— اِنَّهٗ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا ۟ۚ

او ای محمده په دې کتاب کې د اسماعیل یادونه هم وکړه بي له شکه هغه د وعدې رښتینی،رسول او پيغمبر و. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 19

وَكَانَ یَاْمُرُ اَهْلَهٗ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّكٰوةِ ۪— وَكَانَ عِنْدَ رَبِّهٖ مَرْضِیًّا ۟

خپلې کورنۍ ته ئې د لمانځه او زکات امر کاو او د خپل رب په وړاندې منلی شوی ؤ؟ info
التفاسير:

external-link copy
56 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِدْرِیْسَ ؗ— اِنَّهٗ كَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّا ۟ۗۙ

او په دې کتاب کې د ادریس یادونه وکړه بې له شکه هغه یو رښتینی پیغمبر ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 19

وَّرَفَعْنٰهُ مَكَانًا عَلِیًّا ۟

او مونږ لوړ مقام ته رسولی ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 19

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنَ النَّبِیّٖنَ مِنْ ذُرِّیَّةِ اٰدَمَ ۗ— وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ ؗ— وَّمِنْ ذُرِّیَّةِ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْرَآءِیْلَ ؗ— وَمِمَّنْ هَدَیْنَا وَاجْتَبَیْنَا ؕ— اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُ الرَّحْمٰنِ خَرُّوْا سُجَّدًا وَّبُكِیًّا ۟

دا همغه پیغمبران دي چې مونږ پرې لورینه کړې ده.دادم له اولادې او د هغو خلکو له ځوځات نه چې له نوح سره مو په کښتۍ کې سپاره کړي او د ابراهیم او اسرائیل له اولادې نه هو!دا همغه خلک دي چې مونږ ورته ښوونه کړې او غوره کړي مو دي،او کله چې د رحمن ایتونه پرې ولوستل شي نو پړ مخ په سجده پریووزي او ژړاګانې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 19

فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ اَضَاعُوا الصَّلٰوةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوٰتِ فَسَوْفَ یَلْقَوْنَ غَیًّا ۟ۙ

له هغوی وروسته داسې نااهله خلک پاتې شول چې لمونځ یې ضایع او د نفسي غوښتنو پسې ولاړل نو ژر به د بې لیارۍ له عاقبت سره مخ شي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 19

اِلَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ وَلَا یُظْلَمُوْنَ شَیْـًٔا ۟ۙ

مګر که څوک توبه وباسي او نیکې کړنې وکړي.نو دا وړ خلک به جنت ته ولاړ او هیڅ تیری به پرې ونه شي. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 19

جَنّٰتِ عَدْنِ ١لَّتِیْ وَعَدَ الرَّحْمٰنُ عِبَادَهٗ بِالْغَیْبِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ وَعْدُهٗ مَاْتِیًّا ۟

دا هغه جنتونه دي چې مهربان خدای له خپلو بنده ګانو سره په نالیدنه کې وعده کړې او د هغه وعده ضرور راتلونکې ده. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 19

لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا اِلَّا سَلٰمًا ؕ— وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِیْهَا بُكْرَةً وَّعَشِیًّا ۟

هلته به هیڅ بابیزه خبره نه اوري یوازې روغې خبرې به اوري.او سهار او ماښام به یې روزي ورته رسیږي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 19

تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْ نُوْرِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَنْ كَانَ تَقِیًّا ۟

دا جنتونه مونږ خپلو پرهیزګارو بنده ګانو ته په میراث ورکوو. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 19

وَمَا نَتَنَزَّلُ اِلَّا بِاَمْرِ رَبِّكَ ۚ— لَهٗ مَا بَیْنَ اَیْدِیْنَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَیْنَ ذٰلِكَ ۚ— وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِیًّا ۟ۚ

او ای محمده!مونږ ملایکې یوازې ستا د رب په حکم راښکته کیږو.څه چې زمونږ په وړاندې وروسته او د دواړو په مینځ کې دي د هغو ټولو څښتن دی.او ستا رب هیروونکی نه دی. info
التفاسير: