ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
64 : 29

وَمَا هٰذِهِ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا لَهْوٌ وَّلَعِبٌ ؕ— وَاِنَّ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ لَهِیَ الْحَیَوَانُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟

او دغه د دنيا ژوند له ساعت تيرۍ (چټیات) او لوبې پرته بل څه نه دى، او بې شکه اصلي ژوندون خو د اّخرت د كور دى، كاشكې دوى پوهېدلاى. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 29

فَاِذَا رَكِبُوْا فِی الْفُلْكِ دَعَوُا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ۚ۬— فَلَمَّا نَجّٰىهُمْ اِلَی الْبَرِّ اِذَا هُمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ

او هر کله چې دوی سپاره شي په کښتیو کې نو رابولي الله تعالی لره، اخلاص کوي د هغه په بلنه کې نو هر کله چې دوی ته نجات ورکړي وچې ته، دغه وخت دوی شریک جوړوي (له الله تعالی سره). info
التفاسير:

external-link copy
66 : 29

لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ۙۚ— وَلِیَتَمَتَّعُوْا ۥ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟

تر دې چې موږ څه وركړي د هغو نا شكري وكړي او خوندونه دې واخلي نو زر به وپوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 29

اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا اٰمِنًا وَّیُتَخَطَّفُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ ؕ— اَفَبِالْبَاطِلِ یُؤْمِنُوْنَ وَبِنِعْمَةِ اللّٰهِ یَكْفُرُوْنَ ۟

آيا دوى نه ويني چې موږ حرم په امن كړى حال دا چې د هغه چاپېره (سيمو كې) خلك تښتول كيږي، نو آيا دوى باطل مني او د الله د نعمت ناشكري كوي. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 29

وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهٗ ؕ— اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟

او څوک ډیر ظالم دی له هغه چا چې پر الله دروغ جوړوي، یا د دروغو نسبت کوي حق ته کله چې راغی ده ته، آیا په جهنم کې د کافرانو لپاره د دېره کېدلو ځای نشته؟ info
التفاسير:

external-link copy
69 : 29

وَالَّذِیْنَ جٰهَدُوْا فِیْنَا لَنَهْدِیَنَّهُمْ سُبُلَنَا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟۠

او كوم كسان چې زموږ په لار كې ځان کړوي، خامخا به خپلى لارې ور وښايو او خامخا الله ملګری دی د ښایسته عمل کوونکو. info
التفاسير: