ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
53 : 29

وَیَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ ؕ— وَلَوْلَاۤ اَجَلٌ مُّسَمًّی لَّجَآءَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— وَلَیَاْتِیَنَّهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

او دوى په عذاب (راتلو) كې پر تا بيړه كوي او كه يوه ټاكلې نېټه نه واى، نو خامخا به عذاب ورته راغلى و، او راځي خو به ورته خامخا ناڅاپه په داسې حال کې چې دوى به خبر هم نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 29

یَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ ؕ— وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِیْطَةٌ بِالْكٰفِرِیْنَ ۟ۙ

له تا نه عذاب په بيړه غواړي، او حال دا دی چې يقيناً جهنم له كافرانو راچاپېرېدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 29

یَوْمَ یَغْشٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ اَرْجُلِهِمْ وَیَقُوْلُ ذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

هغه ورځ چې په دوى به عذاب هم له پاسه راخپور شي او هم له پښو لاندې يې، او ورته وبه وايي چې (اوس) د هغو كړنو خوند وڅكئ چې تاسي به كول. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 29

یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ اَرْضِیْ وَاسِعَةٌ فَاِیَّایَ فَاعْبُدُوْنِ ۟

اې زما هغو بندګانو چې ايمان يې راوړى بې شكه زما زمكه پراخه ده نو يوازې زما عبادت وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 29

كُلُّ نَفْسٍ ذَآىِٕقَةُ الْمَوْتِ ۫— ثُمَّ اِلَیْنَا تُرْجَعُوْنَ ۟

هر ساكښ د مرګ څكونكى دى، بيا به (ټول) زموږ خواته راګرځول كيږئ. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 29

وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ مِّنَ الْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— نِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَ ۟ۗۖ

او كومو خلكو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، خامخا به يې د جنت لوړو ماڼيو كې استوګن كړو چې تر لاندې به يې ويالې بهيږي، تل تر تله به پكې اوسېدونكي وي، د كار كونكو غوره بدله ده. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 29

الَّذِیْنَ صَبَرُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟

هغوى چې صبر يې كړى او په خپل رب بروسه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 29

وَكَاَیِّنْ مِّنْ دَآبَّةٍ لَّا تَحْمِلُ رِزْقَهَا ۖۗؗ— اَللّٰهُ یَرْزُقُهَا وَاِیَّاكُمْ ۖؗ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

او ډیر خوځېدونكي ژوي دي چې نه باروي خپلې روزۍ لره، الله هغوی ته هم روزي وركوي او تاسو ته هم او هماغه ډېر پوه اورېدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 29

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ۚ— فَاَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟

او كه دوى وپوښتې چې دا اسمانونه او زمكه چا پيدا كړي او لمر او سپوږمۍ يې په كار اچولي؟ نو خامخا به ووايي چې الله، نو بيا څرنګه (له توحيده) اړول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 29

اَللّٰهُ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَیَقْدِرُ لَهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟

الله دى چې له خپلو بندګانو چا ته وغواړي روزى يې پراخوي او (يا يې) تنګوي ورته، يقيناً الله په هر څه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 29

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ نَّزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهَا لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟۠

او كه دوى وپوښتې چې له اسمانه اوبه چا را ورولې دي چې مړه زمكه يې پرې ژوندۍ كړې ده؟ نو خامخا به ووايي: الله، ووايه: الحمدلله! خو زياتره د دوی عقل نه لري. info
التفاسير: