ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
39 : 29

وَقَارُوْنَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ ۫— وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مُّوْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ فَاسْتَكْبَرُوْا فِی الْاَرْضِ وَمَا كَانُوْا سٰبِقِیْنَ ۟ۚ

او قارون، فرعون او هامان (وګورئ) چې راغلی و هغوی ته موسى په څرګندو نښانوسره، خو هغوى پر زمكه لويې وکړه اونه ووهغوی وړاندې کیدونکي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 29

فَكُلًّا اَخَذْنَا بِذَنْۢبِهٖ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِ حَاصِبًا ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ اَخَذَتْهُ الصَّیْحَةُ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْاَرْضَ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ اَغْرَقْنَا ۚ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟

نو دا هر يو مو په خپله ګناه راونيوه چې له هغوى مو پر چا كاڼي اوروونكى باد راواستولو، څوك يوې سختې چېغې راګير كړل، څوك مو په زمكه كې ننوېست او څوك مو ډوب كړل او الله پر هغوى ظلم نه كولو خو هغوى خپله پر ځانو ظلم كولو. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 29

مَثَلُ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْلِیَآءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوْتِ ۚ— اِتَّخَذَتْ بَیْتًا ؕ— وَاِنَّ اَوْهَنَ الْبُیُوْتِ لَبَیْتُ الْعَنْكَبُوْتِ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟

د هغو خلكو بېلګه چې له الله پرته يې نور دوستان نيولي، داسې ده لكه غڼې چې ځان ته يو كور نيولى او تر ټولو زيات كمزورى كور دغڼې كور دى، كاشكې هغوى پوهېدلى. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 29

اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

يقيناً الله ته هغه څه ښه معلوم دي چې هغوى يې له الله پرته رابولي او همغه برلاسى حكمت والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 29

وَتِلْكَ الْاَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ ۚ— وَمَا یَعْقِلُهَاۤ اِلَّا الْعٰلِمُوْنَ ۟

او دا بېلګې موږ خلكو ته بيانوو خو له عالمانو پرته د بل چا عقل نه پرې رسيږي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 29

خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠

الله اسمانونه او ځمكه په حقه پيداكړي دي [د حکمت لپاره]، یقینا شته دی په دې کې نښه د مومنانو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 29

اُتْلُ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنَ الْكِتٰبِ وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ ؕ— اِنَّ الصَّلٰوةَ تَنْهٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنْكَرِ ؕ— وَلَذِكْرُ اللّٰهِ اَكْبَرُ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تَصْنَعُوْنَ ۟

لوله هغه كتاب چې تا ته وحى کړل شوى دى او لمونځ ترسره كوه، بې شكه لمونځ له بې حيايي او ناوړه كارونو څخه ايسارول كوي، او د الله يادول ډېر لوى (شى) دى او الله ته هغه څه معلوم دي چې تاسي يې كوئ. info
التفاسير: