ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
53 : 6

وَكَذٰلِكَ فَتَنَّا بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لِّیَقُوْلُوْۤا اَهٰۤؤُلَآءِ مَنَّ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنْ بَیْنِنَا ؕ— اَلَیْسَ اللّٰهُ بِاَعْلَمَ بِالشّٰكِرِیْنَ ۟

او همدارنګه و ازمایل مونږ بعضې د دوی نه په بعضو نورو، نو وګرځول مونږ دوی مختلف د دوی په دنیوي برخو کې، مونږ دوی د دې لپاره وازمایل چې مالداران کافران غریبو مسلمانانو ته ووایې. آیا دا غریبان هغه خلک دي چې الله تعالی پرې د هدایت کولو احسان کړی زمونږ تر منځ؟! که چیرته ایمان خیر وي نو دوی به زمونږ څخه نه وی مخکې شوی دې ایمان ته، پس مونږ خو د مخکې والي والا خلک یو. آیا نه دی الله تعالی ښه پوهه په شکر کوونکو د هغه په نعمتونو، نو هغوی ته د ایمان توفیق ورکوي، او ښه پوهه دی په ناشکري کوونکو د هغه په نعمتونو، نو ذلیل کوي یې، نو ایمان نه راوړي؟! ولی نه؛ بیشکه الله تعالی ښه پوهه دی په دوی ټولو. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 6

وَاِذَا جَآءَكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِنَا فَقُلْ سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلٰی نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۙ— اَنَّهٗ مَنْ عَمِلَ مِنْكُمْ سُوْٓءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِنْ بَعْدِهٖ وَاَصْلَحَ ۙ— فَاَنَّهٗ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

او کله چې راشي تاته -ای پیغمبره- هغه کسان چې تصدیق کوي زمونږ په آیتونو هغه چې شاهدي کوونکي دي په ریښتنولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی، نو په هغوی باندې سلام واچوه د هغوی د احترام د وجې نه، او د الله تعالی په پراخه رحمت باندې ورته زیری ورکړه، نو یقینا لازم کړی الله تعالی په خپل ځان باندې رحمت واجبول د مهربانۍ له مخې، نو هر چا چې ستاسو نه څه ګناه وکړه د ناپوهۍ او کم عقلۍ په حال کې، بیا یې وروسته د هغه د کولو نه توبه وویستله، او خپل عمل یې برابر کړ، نو بیشکه الله تعالی بخښې ده ته هغه بدۍ چې ده کړي وي، نو بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چا ته چې توبه وباسي د هغه له بندګانو څخه، په هغوی باندې مهربانه دی. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 6

وَكَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ وَلِتَسْتَبِیْنَ سَبِیْلُ الْمُجْرِمِیْنَ ۟۠

او لکه څرنګه چې مونږ تاته بیان کړل هغه څه چې مخکې تیر شو بیانوو تاته مونږ زمونږ ښکاره دلیلونه په باطل پرستو باندې، او لپاره د ښکاره کولو د لارې او منهج د مجرمانو خلکو، د هغه نه د ځان ساتلو لپاره او د نورو خلکو د ویرولو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 6

قُلْ اِنِّیْ نُهِیْتُ اَنْ اَعْبُدَ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قُلْ لَّاۤ اَتَّبِعُ اَهْوَآءَكُمْ ۙ— قَدْ ضَلَلْتُ اِذًا وَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُهْتَدِیْنَ ۟

ته ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه زه منع کړی شوي یم د بندګۍ د هغه چا نه چې تاسو یې بندګي کوئ پغیر له الله تعالی نه، ته ووایه -ای پیغمبره-: زه تابعداري نه کوم ستاسو د خواهشاتو په عبادت کولو د غیر الله کې، نو که زه چیر ته ستاسو د خواهشاتو تابعداري وکړم په دې خبره کې نو زه د بې لارې شوو خلکو نه شم د حق د لارې نه، او هغې ته به ونه رسیږم، او دا حال د هر هغه چا دی چې د خواهشاتو تابعداري یې کړي وي پرته له کوم د لیل نه د الله تعالی له طرفه. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 6

قُلْ اِنِّیْ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَكَذَّبْتُمْ بِهٖ ؕ— مَا عِنْدِیْ مَا تَسْتَعْجِلُوْنَ بِهٖ ؕ— اِنِ الْحُكْمُ اِلَّا لِلّٰهِ ؕ— یَقُصُّ الْحَقَّ وَهُوَ خَیْرُ الْفٰصِلِیْنَ ۟

ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: یقینا زه په ښکاره دلیل باندې یم د خپل رب د طرف نه، خپل خواهش باندې نه یم، او تاسو دروغ ګڼئ دې دلیل لره، نشته ما سره هغه عذاب او حیرانوونکې معجزې چې تاسو یې په تلوار سره غواړئ، بیشکه دا ټول د الله تعالی په لاس کې دي، نو نده فیصله د هر شي -او د هغه نه هغه څه هم دي چې تاسو غوښتلي- مګر یوازې الله تعالی لره ده، هغه حق وایې او په حق فیصلې کوي، او هغه پاک ذات؛ غوره هغه څوک دی چې بیان کړی او جدا کړي یې دي حقپرست د باطل پرست نه. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 6

قُلْ لَّوْ اَنَّ عِنْدِیْ مَا تَسْتَعْجِلُوْنَ بِهٖ لَقُضِیَ الْاَمْرُ بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟

ته ووایه -ای پیغمبره- دوی ته: که چیرته ما سره وي او زما په واک کې وي هغه عذاب چې تاسو یې په تلوار سره غواړئ نو ما به په تاسو نازل کړی و، او په دغه وخت کې به فیصله شوی و هغه کار چې زما او ستاسو ترمنځ دی، او الله تعالی ښه پوهه دی په ظالمانو چې څومره مهلت ورکوي او څه وخت سزا ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 6

وَعِنْدَهٗ مَفَاتِحُ الْغَیْبِ لَا یَعْلَمُهَاۤ اِلَّا هُوَ ؕ— وَیَعْلَمُ مَا فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ؕ— وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَّرَقَةٍ اِلَّا یَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِیْ ظُلُمٰتِ الْاَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَّلَا یَابِسٍ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟

او يوازې له الله سره د پټو زېرمې دي له هغه پرته څوک نه پرې پوهيږي، هغه پر ټولو هغه څارويو، نباتاتو او جماداتو پوهيږي چې په وچه کې دي او پر هغو څارويو، نباتاتو او جماداتو پوهيږي چې په درياب کې دي او هیڅ ځای له ونې يوه پاڼه نه رژېږي او نه په ځمکه کې يوه پټه دانه موندل کيږي، نه لوند او نه وچ موندل کيږي، مګر په څرګند کتاب؛ لوح محفوظ کې ثابت دي.
info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• الله تعالى يجعل العباد بعضهم فتنة لبعض، فتتفاوت درجاتهم في الرزق وفي الكفر والإيمان، والكفر والإيمان ليس منوطًا بسعة الرزق وضيقه.
الله تعالی بندګان بعضې د بعضو نورو لپاره ازمایښت ګرځوي، نو توپير مومي د دوی درجې په رزق او کفر او ایمان کې، او کفر او ایمان د رزق په پراختیا او تنګستیا پورې ندي تړل شوي. info

• من أخلاق الداعية طلاقة الوجه وإلقاء التحية والتبسط والسرور بأصحابه.
ورین (پراخه) تندی، د سلام اچول، ازادي او په خپلو ملګرو خوشحالي د داعي داخلاقو نه دي. info

• على الداعية اجتناب الأهواء في عقيدته ومنهجه وسلوكه.
په داعي باندې لازم دي ځان ساتل د خواهشاتو د تابعدارۍ نه د هغه په عقیده، منهج او سلوکو کې. info

• إثبات تفرد الله عز وجل بعلم الغيب وحده لا شريك له، وسعة علمه في ذلك، وأنه لا يفوته شيء ولا يعزب عنه من مخلوقاته شيء إلا وهو مثبت مدوَّن عنده سبحانه بأدق تفاصيله.
ثبوت د یووالي د الله تعالی په علم غیب سره یواځې هغه لره ثابت دی بل شریک ورسره نشته، او د هغه پراخه علم په غیبو کې، او یقینا هیڅ شی له هغه څخه نه شي پاتې کیدلی او نه شي پټیدلی د هغه نه د هغه د مخلوقاتو نه هیڅ شي مګر هغه ټول ثابت دي لیکل شوي د هغه سره په پوره تفصیل. info