ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
45 : 6

فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ؕ— وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

نو پرې کړی شو اخرنی د کافرانو څخه په بیخ ویستلو او هلاکولو د هغوی ټولو، او په کامیابۍ د الله تعالی د پیغمبرانو، او شکر او ثنا او صفت یواځې الله تعالی لره دي چې رب د ټولو مخلوقاتو دی؛ په هلاکولو د خپلو دښمنانو او په کامیابولو د خپلو ولیانو. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 6

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَخَذَ اللّٰهُ سَمْعَكُمْ وَاَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلٰی قُلُوْبِكُمْ مَّنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِهٖ ؕ— اُنْظُرْ كَیْفَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ ثُمَّ هُمْ یَصْدِفُوْنَ ۟

ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: خبر راکړئ ماته که الله تعالی تاسو کاڼه کړي په اخیستلو د غوږونو ستاسو، او ړانده کړي تاسو په اخیستلو د سترګو ستاسو، او مهر ولګوي ستاسو په زړونو، نو په هیڅ شي باندې به نه پوهیږئ؛ څوک دی معبود په ریښتیا سره چې راوړي تاسو ته هغه څه چې ستاسو څخه ورک شوي د دې اندامونو نه؟ فکر وکړه -ای پیغمبره- څرنګه مونږ دوی ته دلیلونه بیانوو، او دلیلونه ورته بدلوو رابدلوو، بیا هم دوی د هغه څخه مخ اړوي!. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 6

قُلْ اَرَءَیْتَكُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُ اللّٰهِ بَغْتَةً اَوْ جَهْرَةً هَلْ یُهْلَكُ اِلَّا الْقَوْمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟

ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: خبر راکړئ ماته که چیرته راشي تاسو ته عذاب د الله تعالی ناڅاپه پغیر ستاسو د خبرولو نه په دې راتګ سره، او یا راشي تاسو ته ښکاره، نو شان دا دې چې نه به رانیول کیږي په دې عذاب سره مګر ظالمان د وجې د کفر کولو د دوی نه په الله تعالی باندې او په وجې د دروغجن ګڼلو د دوی پیغمبرانو لره. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 6

وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّا مُبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ ۚ— فَمَنْ اٰمَنَ وَاَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟

او نه لیږو مونږ هغه څوک چې لیږو یې د خپلو پیغمبرانو نه مګر لپاره د خبر ورکولو مومنانو او تابعدارنو ته په هغه څه چې خوشحالوي يې د همیشني نعمتونو څخه، هغه چې نه ختمیږي او نه پرې کیږي، او ویرول د کافرانو او نافرمانو خلکو لره زمونږ د سخت عذاب نه، نو چاچې په پیغمبرانو باندې ایمان راوړ، او خپل عمل یې برابر کړ، نو نه به وي په دوی باندې هیڅ ویره د هغه څه نه چې دوی به ورسره په اخرت کې مخامخ کیږي، او نه به خپه کیږي او غمجن کیږي په هغه څه چې د دوی څخه په دنیا کې پاتې شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 6

وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا یَمَسُّهُمُ الْعَذَابُ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ ۟

او هغه کسان چې نسبت د دروغو کوي زمونږ آیتونو ته وبه رسیږي دوی ته عذاب په سبب د وتلو د دوی دالله تعالی د نافرمانۍ څخه. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 6

قُلْ لَّاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ عِنْدِیْ خَزَآىِٕنُ اللّٰهِ وَلَاۤ اَعْلَمُ الْغَیْبَ وَلَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ اِنِّیْ مَلَكٌ ۚ— اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ ؕ— قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ؕ— اَفَلَا تَتَفَكَّرُوْنَ ۟۠

ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: زه تاسو ته دا نه وایم چې: زما سره دالله تعالی د رزق خزانې دي چې زه پکې تصرف کوم څرنګه چې زه وغواړم، او دا هم تاسو ته نه وایم چې: زه په غیبو باندې پوهیږم مګر هغه چې الله تعالی پرې ماته د وحې په ذریعه خبر راکړی، او زه تاسو ته دا هم نه وایم چې: زه د ملایکو نه یو ملایک یم، بلکې زه د الله تعالی له طرفه پیغمبر یم، تابعداري نه کوم مګر د هغه څه چې ما ته یې وحې کیدلی شي، او زه دعوا نه کوم د هغه څه چې ما لره نه دی، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: آیا برابر دی هغه کافر چې سترګې یې د حق نه ړندې شوي، او هغه مومن چې حق یې لیدلی او ایمان یې پرې راوړی؟ آیا تاسو په خپلو عقلونو باندې فکر او سوچ نه کوئ -ای مشرکانو- په هغه څه کې چې ستاسو شاوخوا دي د معجزاتو او نښو نه!. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 6

وَاَنْذِرْ بِهِ الَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ اَنْ یُّحْشَرُوْۤا اِلٰی رَبِّهِمْ لَیْسَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ وَلِیٌّ وَّلَا شَفِیْعٌ لَّعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟

او وویروه -ای پیغمبره- په دې قران سره هغه کسان چې ویریږي د دې خبرې نه چې راجمع به کړی شي خپل رب ته د قیامت په ورځ، نه به وي دوی لره څوک دوست پغیر د الله تعالی څخه چې دوی ته خیر ورسوي، او نه څوک سپارش کوونکی چې د دوی نه تکلیف لرې کړي، د دې لپاره چې دوی د الله تعالی څخه وویریږي په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه د نواهیو څخه، نو دا هغه کسان دی چې په قران کریم سره فایدې حاصلوي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 6

وَلَا تَطْرُدِ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَالْعَشِیِّ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَهٗ ؕ— مَا عَلَیْكَ مِنْ حِسَابِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ وَّمَا مِنْ حِسَابِكَ عَلَیْهِمْ مِّنْ شَیْءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُوْنَ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟

او ته مه شړه-ای پیغمبره- د خپل مجلس نه د مسلمانانو غریبان هغوی چې همیشه د الله تعالی په بندګۍ کې دي د ورځې په اول او په اخر کې خالص کوونکي دي هغه ته د بندګۍ، مه شړه دوی چې پدې سره د مشرکانو مشران رامایله کړې، نشته په تا باندې د دې غریبانو د حساب نه څه شي، بلکې د دوی حساب د خپل رب سره دی، او نشته په هغوی باندې ستا د حساب نه څه شي، که ته چیرته دوی له خپل مجلس څخه وشړې نو ته به پدغه وخت کې د الله تعالی د پولو نه تیریدونکی یې. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• الأنبياء بشر، ليس لهم من خصائص الربوبية شيء البتة، ومهمَّتهم التبليغ، فهم لا يملكون تصرفًا في الكون، فلا يعلمون الغيب، ولا يملكون خزائن رزق ونحو ذلك.
پیغمبران انسانان دي، دوی لره د ربوبیت د خاصیتونو څخه هیڅ هم نشته، او د دوی دنده د الله تعالی دین رسول دي، نو دوی واک نه لري د هیڅ قسم تصرف په چاپیریال کې، نو دوی په غیبو باندې نه پوهیږي، او نه د رزق د خزانو او نورو شیانو واک لري. info

• اهتمام الداعية بأتباعه وخاصة أولئك الضعفاء الذين لا يبتغون سوى الحق، فعليه أن يقرِّبهم، ولا يقبل أن يبعدهم إرضاء للكفار.
د بلونکي (داعي) پاملرنه خپلو ملګرو ته او په ځانګړې توګه هغه کمزوری چې د حق نه پرته بل هیڅ شی نه غواړي، نو په ده لازم دي چې دوی ځان ته رانږدې کړي، او د کافرانو د رضا کولو په خاطر یې له ځان نه ونه شړي. info

• إشارة الآية إلى أهمية العبادات التي تقع أول النهار وآخره.
په آیت کې اشاره ده هغو عبادتونو ته چې د ورځې په اول او اخر کې ادا کیږي. info