クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター

ページ番号:close

external-link copy
103 : 16

وَلَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ اِنَّمَا یُعَلِّمُهٗ بَشَرٌ ؕ— لِسَانُ الَّذِیْ یُلْحِدُوْنَ اِلَیْهِ اَعْجَمِیٌّ وَّهٰذَا لِسَانٌ عَرَبِیٌّ مُّبِیْنٌ ۟

او موږ پوهېږو چې دوى وايي: كوم انسان ده ته ښوونه كوي! خو حال دا چې كوم كس ته دوى اشاره كوي، د هغه ژبه عجمي، او دا څرګنده عربى ژبه ده. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 16

اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ۙ— لَا یَهْدِیْهِمُ اللّٰهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

بې شكه الله هغو كسانو ته هدايت نه كوي چې د الله پر آيتونو باور نه کوي، او دوى لره به دردناک عذاب وي. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 16

اِنَّمَا یَفْتَرِی الْكَذِبَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكٰذِبُوْنَ ۟

په حقيقت كې هغه كسان دروغ جوړوي چې د الله پر آيتونو ايمان نه راوړي او همدوى دروغجنان دي. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 16

مَنْ كَفَرَ بِاللّٰهِ مِنْ بَعْدِ اِیْمَانِهٖۤ اِلَّا مَنْ اُكْرِهَ وَقَلْبُهٗ مُطْمَىِٕنٌّۢ بِالْاِیْمَانِ وَلٰكِنْ مَّنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّٰهِ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟

څوک چې له ايمانه وروسته يې الله نه منكر شي، پرته له هغه چې مجبور كړى شي او زړه يې پر ايمان ډاډه وي (نو بيا خو خير دى) خو چا چې د زړه په خوښۍ سره كفر ومنلو، نو پر هغوى د الله له لوري غضب دى، او دوى (ټولو) ته ستر عذاب. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 16

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمُ اسْتَحَبُّوا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا عَلَی الْاٰخِرَةِ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

دا ځكه چې هغوى د آخرت په مقابل كې د دنيا ژوند غوره وګڼلو او دا چې الله دغسې كافرانو خلكو ته (د ژغورنې) لار نه ښيي. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 16

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَاَبْصَارِهِمْ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْغٰفِلُوْنَ ۟

دا هماغه خلک دي چې الله يې پر زړونو، غوږونو او سترګو مهر وهلى دى او همدوى غافلان دي. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 16

لَا جَرَمَ اَنَّهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟

حتمى ده چې همدوى به په آخرت كې تاوانيان وي. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 16

ثُمَّ اِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِیْنَ هَاجَرُوْا مِنْ بَعْدِ مَا فُتِنُوْا ثُمَّ جٰهَدُوْا وَصَبَرُوْۤا ۙ— اِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

خو بيا (بل لور ته) چا چې هجرت وكړ له هغه وروسته چې وځورېدل، بيا يې جهاد وكړ او صبر يې وكړ نو يقيناً له دې وروسته ستا رب بخښونكى مهربان دى. info
التفاسير: