クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター

ページ番号:close

external-link copy
94 : 16

وَلَا تَتَّخِذُوْۤا اَیْمَانَكُمْ دَخَلًا بَیْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوْتِهَا وَتَذُوْقُوا السُّوْٓءَ بِمَا صَدَدْتُّمْ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۚ— وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟

او خپل منځ كې مو قسمونه د غولونې وسيله مه ګرځوئ كنه بيا به كوم قدم له ټينګېدو وروسته وښوييږي او په دې به كړاو وڅكئ چې خلک مو د الله له لارې اړولي او ستاسو لپاره به لوى عذاب وي. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 16

وَلَا تَشْتَرُوْا بِعَهْدِ اللّٰهِ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؕ— اِنَّمَا عِنْدَ اللّٰهِ هُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

او د الله ژمنه په لږه غوندې بيه مه پلورئ، بې شكه څه چې الله سره دي هغه درته غوره دي كه تاسو پوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 16

مَا عِنْدَكُمْ یَنْفَدُ وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ بَاقٍ ؕ— وَلَنَجْزِیَنَّ الَّذِیْنَ صَبَرُوْۤا اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

څه چې تاسو سره دي هغه ختميږي او څه چې الله سره دي، هغه باقي دي، او هغوى چې صبر كړى خامخا به يې د هغو نېكو عملونو په سر بدله وركړو چې هغوى به كول. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 16

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْیِیَنَّهٗ حَیٰوةً طَیِّبَةً ۚ— وَلَنَجْزِیَنَّهُمْ اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

چا چې نېک عمل وكړ، كه نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو حتماً به ښه ژوند ورباندې تېر كړو او (آخرت كې به) د هغو نېكو عملونو چې دوى به كول، ښه بدله وركړو. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 16

فَاِذَا قَرَاْتَ الْقُرْاٰنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ۟

نو كله چې ته قرأن لولې، له رټل شوي شيطانه په الله پورې پنا وغواړه. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 16

اِنَّهٗ لَیْسَ لَهٗ سُلْطٰنٌ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟

حقيقت كې د ده په هغه چا څه برلاسى نشته چې ايمان يې راوړى او په خپل رب بروسه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 16

اِنَّمَا سُلْطٰنُهٗ عَلَی الَّذِیْنَ یَتَوَلَّوْنَهٗ وَالَّذِیْنَ هُمْ بِهٖ مُشْرِكُوْنَ ۟۠

د هغه برلاسى خو پر هغو كسانو دى چې له ده سره ملګرتيا كوي او هغوى چې له (الله) سره شريک جوړونكې دي. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 16

وَاِذَا بَدَّلْنَاۤ اٰیَةً مَّكَانَ اٰیَةٍ ۙ— وَّاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا یُنَزِّلُ قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُفْتَرٍ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

او كله چې د يو آيت پر ځاى بل آيت بدل كړو او الله ښه پوه دى چې څه رانازل كړي نو دوى وايي چې ته دروغ تړونكى يې، بلكى زياتره يې نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 16

قُلْ نَزَّلَهٗ رُوْحُ الْقُدُسِ مِنْ رَّبِّكَ بِالْحَقِّ لِیُثَبِّتَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَهُدًی وَّبُشْرٰی لِلْمُسْلِمِیْنَ ۟

ورته ووايه دا خو سپېڅلې پرښتې په رښتيني ډول ستا د رب له خوا نازل كړى دى، تر څو مومنان پرې ټينـګ او د امر منونكو لپاره هدايت او زېرى وي. info
التفاسير: