クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳)

ページ番号:close

external-link copy
20 : 75

كَلَّا بَلْ تُحِبُّوْنَ الْعَاجِلَةَ ۟ۙ

هيڅکله نه، امر داسې نه دی لکه تاسې چې د بېرته را پورته کېدو د ناشونتيا دعوی کوئ، تاسو پوهېږئ چې څوک ستاسو پر لومړي ځل پيداکولو ځواکمن دی هغه به مو له مرګ وروسته له را ژوندي کولو عاجزه نه شي، خو ستاسو لخوا د بېرته را پورته کېدو د درواغ ګڼلو لامل هغه ستاسو د دنيا له ژوند سره مينه ده چې په بيړه پای ته رسېدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 75

وَتَذَرُوْنَ الْاٰخِرَةَ ۟ؕ

او ستاسو لخوا د آخرت هغه ژوند پرېښودل دي چې لار يې د هغو پيرويو ترسره کول دي چې الله امر درته پرې کړی، او د هغو نارواو پرېښودل دي چې ترې منع کړي يې ياست. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 75

وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ نَّاضِرَةٌ ۟ۙ

په دغه ورځ به د ايمان او نېکبختۍ د څښتنانو مخونه داسې تازه وي چې رڼا به لري. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 75

اِلٰى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ ۟ۚ

خپل پالونکي ته به کتونکي وي چې پر دغه به خوند اخېستونکي وي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 75

وَوُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ بَاسِرَةٌ ۟ۙ

او د کفر او بدبختۍ د څښتنانو مخونه به په دغه ورځ تريو وي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 75

تَظُنُّ اَنْ یُّفْعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌ ۟ؕ

او باور به کوي چې لوی عذاب او دردوونکی عذاب به پرې نازليږي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 75

كَلَّاۤ اِذَا بَلَغَتِ التَّرَاقِیَ ۟ۙ

امر به داسې نه وي لکه څنګه چې مشرکانو فکر کړی چې هغوی کله مړه شي عذاب به نه ورکول کيږي، کله چې له هغوی د يوه روح د سينې لوړې برخې ته ورسيږي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 75

وَقِیْلَ مَنْ ٚ— رَاقٍ ۟ۙ

او ځينې خلک ځينو ته ووايي: څوک به دغه دم کړي، کېدای شي جوړ شي؟! info
التفاسير:

external-link copy
28 : 75

وَّظَنَّ اَنَّهُ الْفِرَاقُ ۟ۙ

او څوک چې په ځنکندن کې وي په هغه ورځ دا باور وکړي چې په مرګ سره له دنيا يې بېلتون دی. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 75

وَالْتَفَّتِ السَّاقُ بِالسَّاقِ ۟ۙ

او د دنيا د پای ته رسېدو او آخرت د پيل کېدو سختۍ سره يوځای شي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 75

اِلٰى رَبِّكَ یَوْمَىِٕذِ ١لْمَسَاقُ ۟ؕ۠

کله چې دغه حاصل شي مړی به د خپل پالونکي لورې ته روان کړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 75

فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلّٰى ۟ۙ

کافر خو نه پر هغه څه باور درلود چې د هغه (الله) رسول ور سره راغلی و او نه يې د الله پاک لپاره لمونځ کړی و. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 75

وَلٰكِنْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰى ۟ۙ

خو هغه څه يې درواغ وګڼل چې د هغه رسول ورسره راغلی و او مخ يې ترې واړولو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 75

ثُمَّ ذَهَبَ اِلٰۤی اَهْلِهٖ یَتَمَطّٰى ۟ؕ

بيا دغه کافر خپلې کورنۍ ته ولاړ په داسې حال کې چې په خپل تګ کې يې له لويۍ خيال کولو. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 75

اَوْلٰى لَكَ فَاَوْلٰى ۟ۙ

نو الله کافر ته ګواښ وکړ چې د هغه عذاب پرې را وګرځېدی او ورته نېږدې شو. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 75

ثُمَّ اَوْلٰى لَكَ فَاَوْلٰى ۟ؕ

بیا یې د تاکید په توګه جمله بیا تکرار کړه او ویې ویل: آيا انسان دا ګڼي چې خوشې (چيټي) به پرېښودل شي؟. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 75

اَیَحْسَبُ الْاِنْسَانُ اَنْ یُّتْرَكَ سُدًی ۟ؕ

آيا انسان دا ګومان کوي چې الله به د هغه همداسې پرېښودونکی وي پرته له دې چې پر شريعت يې مکلف کړي؟. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 75

اَلَمْ یَكُ نُطْفَةً مِّنْ مَّنِیٍّ یُّمْنٰى ۟ۙ

آيا دغه انسان يوه ورځ د مني نطفه نه وه چې په رحم کې څڅول کېده. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 75

ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوّٰى ۟ۙ

بيا له دې وروسته هغه د ټينګې وينې يوه ټوټه وه، بيا الله هغه پيدا کړ، او پيدايښت يې برابر کړ. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 75

فَجَعَلَ مِنْهُ الزَّوْجَیْنِ الذَّكَرَ وَالْاُ ۟ؕ

نو له خپل جنسه يې دوه ډولونه وګرځول: نارينه او ښځينه؟!. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 75

اَلَیْسَ ذٰلِكَ بِقٰدِرٍ عَلٰۤی اَنْ یُّحْیِ الْمَوْتٰى ۟۠

آيا هغه ذات چې انسان يې له نطفې، بيا د وينې له ټوټې پيدا کړ له نوي سره د حساب او بدلې لپاره د مړيو پر ژوندي کولو ځواکمن نه دی؟! ولې نه، پرته له شکه هغه ځواکمن دی. info
التفاسير:
本諸節の功徳:
• خطر حب الدنيا والإعراض عن الآخرة.
له دنيا سره د مينې او له آخرت څخه د مخ اړلو خطر. info

• ثبوت الاختيار للإنسان، وهذا من تكريم الله له.
د انسان لپاره د اختيار ثبوت، او دا د هغه لپاره د الله يو تکريم (درناوی) دی. info

• النظر لوجه الله الكريم من أعظم النعيم.
د الله کريم مخ ته کتل له لويو نعمتونو څخه دي. info