クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳)

قیامه

本章の趣旨:
إظهار قدرة الله على بعث الخلق وجمعهم يوم القيامة.
پر بېرته را ژوندي کولو او د قيامت په ورځ د هغو په راټولولو د الله د قدرت ښکارندويي. info

external-link copy
1 : 75

لَاۤ اُقْسِمُ بِیَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۟ۙ

الله د قيامت پر ورځ لوړه وکړه په کومه ورخ چې خلک د مخلوقاتو پالونکي پر وړاندې دريږي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 75

وَلَاۤ اُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ ۟

او پر پاک نفس يې لوړه وکړه کوم چې خپل څښتن په نېکو اعمالو کې پر کوتاهۍ د بدو کارونو په ترسره کولو ملامتوي، پر دغو دواړو شيانو يې لوړه وکړه چې هرومرو به خلک حساب او بدلې ته را پورته کوي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 75

اَیَحْسَبُ الْاِنْسَانُ اَلَّنْ نَّجْمَعَ عِظَامَهٗ ۟ؕ

آيا انسان دا ګومان کوي چې موږ به يې له مرګ وروسته د بېرته را پورته کولو لپاره هډوکي را ټول نه کړو؟!. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 75

بَلٰى قٰدِرِیْنَ عَلٰۤی اَنْ نُّسَوِّیَ بَنَانَهٗ ۟

ولې نه، موږ له را ټولو سره د هغه د ګوتو د سرونو پر بېرته راګرځولو داسې په سمه توګه پيدايښت ځواکمن يو لکه څنګه چې وو. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 75

بَلْ یُرِیْدُ الْاِنْسَانُ لِیَفْجُرَ اَمَامَهٗ ۟ۚ

بلکې انسان د بېرته را پورته کېدو څخه په خپله نټه غواړي چې په راتلونکي کې هم پرته له کوم خنډ څخه خپلې بېلارۍ ته دوام ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 75

یَسْـَٔلُ اَیَّانَ یَوْمُ الْقِیٰمَةِ ۟ؕ

د قيامت د ورځې د لرې ګنلو په توګه پوښتنه کوي: چې هغه به کله رامنځته کيږي؟. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 75

فَاِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ ۟ۙ

کله چې سترګې حيرانې شي او وارخطا شي کوم وخت چې هغه څه وويني چې درواغ يې ګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 75

وَخَسَفَ الْقَمَرُ ۟ۙ

او د سپوږمۍ رڼا ولاړه شي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 75

وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ۟ۙ

او د لمر او سپوږمۍ ټیکلي يوځای کړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 75

یَقُوْلُ الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ اَیْنَ الْمَفَرُّ ۟ۚ

په دغه ورځ به بدکاره انسان ووايي: چېرې به تېښته وي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 75

كَلَّا لَا وَزَرَ ۟ؕ

په دغه ورځ تېښته نشته، او نه د پناه ځای شته چې بدکاره پناه وروړي، او نه د خونديتوب څه شته چې پرې خوندي کړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 75

اِلٰى رَبِّكَ یَوْمَىِٕذِ ١لْمُسْتَقَرُّ ۟ؕ

اې رسوله! په دغه ورځ به ستا د پالونکي لور ته د حساب او بدلې لپاره ورګرځېدل او ورتګ وي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 75

یُنَبَّؤُا الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ بِمَا قَدَّمَ وَاَخَّرَ ۟ؕ

په دغه ورځ به انسان پر هغه څه خبر کړل شي چې کوم اعمال يې مخکې کړي او کوم يې وروسته کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 75

بَلِ الْاِنْسَانُ عَلٰی نَفْسِهٖ بَصِیْرَةٌ ۟ۙ

بلکې انسان پر ځان شاهد دی چې د هغه غړي به پر هغه څه شاهدي ورکوي چې کومه ګناه يې کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 75

وَّلَوْ اَلْقٰى مَعَاذِیْرَهٗ ۟ؕ

که څه هم له داسې عذرونو سره راشي چې له ځانه پرې دفاع کوي چې هغه هيڅ بد کار نه دی کړی خو ګټه به ورته ونه رسوي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 75

لَا تُحَرِّكْ بِهٖ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهٖ ۟ؕ

اې رسوله! ته پر قرآن خپله ژبه ژر ژر مه ښوروه چې بيړه کوونکی وې چې در څخه هېر نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 75

اِنَّ عَلَیْنَا جَمْعَهٗ وَقُرْاٰنَهٗ ۟ۚۖ

پرته له شکه زموږ پر ذمه ستا لپاره ستا په سينه کې د هغه را جمع کول او ستا پر ژبه د هغه د لوستلو اثبات دی. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 75

فَاِذَا قَرَاْنٰهُ فَاتَّبِعْ قُرْاٰنَهٗ ۟ۚ

کله چې پر تا زموږ استازی جبرئيل قرآن لولي؛ نو د هغه لوستلو ته غوږه نيسه او اوره يې.
info
التفاسير:

external-link copy
19 : 75

ثُمَّ اِنَّ عَلَیْنَا بَیَانَهٗ ۟ؕ

بيا پرته له شکه ستا لپاره د هغه تفسير هم پر موږ دی. info
التفاسير:
本諸節の功徳:
• مشيئة العبد مُقَيَّدة بمشيئة الله.
د بنده خوښه د الله تر خوښې پورې تړلې ده. info

• حرص رسول الله صلى الله عليه وسلم على حفظ ما يوحى إليه من القرآن، وتكفّل الله له بجمعه في صدره وحفظه كاملًا فلا ينسى منه شيئًا.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه څه په يادولو حرص کول چې له قرآنه به وحي ورته کېده، او الله د هغه لپاره د هغه په سينه کې جمع کول او داسې بشپړ يادول چې بيا هيڅ هم ترې هېر نه شي پر غاړه واخېستل. info