क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - अनुवाद अग्रदूत केंद्र

पृष्ठ संख्या:close

external-link copy
45 : 6

فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ؕ— وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

په دې توګه د هغوی خلكو سټه وايستلی شوه چې ظلم یې كړى و او ټوله ستاينه الله رب العلمين لپاره ده. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 6

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَخَذَ اللّٰهُ سَمْعَكُمْ وَاَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلٰی قُلُوْبِكُمْ مَّنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِهٖ ؕ— اُنْظُرْ كَیْفَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ ثُمَّ هُمْ یَصْدِفُوْنَ ۟

دوى ته ووايه! آیا لیدلي مو دي (فكر مو پرې كړی چې) كه الله ستاسي غوږونه او سترګې درڅخه واخلي او ستاسي زړونه مهر كړي نو له الله پرته بل كوم (اله) لایق د عبادت شته چې تاسي ته دا قواوې بېرته دركړاى شي؟ وګوره په څه شان موږ بيا بيا خپلې نښانې دوى ته وړاندې كوو او بيا دوى ورڅخه په څه ډول سترګې اړوي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 6

قُلْ اَرَءَیْتَكُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُ اللّٰهِ بَغْتَةً اَوْ جَهْرَةً هَلْ یُهْلَكُ اِلَّا الْقَوْمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟

ووايه! آیا لیدلي مو دي؟ (فكر مو كړی) چې د الله له لوري په ناڅاپي يا څرګند ډول پر تاسي عذاب راشي نو آيا له ظالمانو پرته به نور څوك هلاك شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
48 : 6

وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّا مُبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ ۚ— فَمَنْ اٰمَنَ وَاَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟

موږ چې كوم پېغمبران لېږو د همدې لپاره يې لېږو چې هغوى نيكانو ته زيرى وركوونكي او د بد عمله خلكو ويروونكي اوسي، نو كوم كسان چې د هغوى خبره ومني او خپله كړنچاره سمه كړي د هغوى لپاره هېڅ وېره او خپګان نشته. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 6

وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا یَمَسُّهُمُ الْعَذَابُ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ ۟

او كوم خلك چې زموږ آيتونه دروغ وګڼي هغوى ته به د خپلو سرغړونو له امله عذاب ورسېږي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 6

قُلْ لَّاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ عِنْدِیْ خَزَآىِٕنُ اللّٰهِ وَلَاۤ اَعْلَمُ الْغَیْبَ وَلَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ اِنِّیْ مَلَكٌ ۚ— اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ ؕ— قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ؕ— اَفَلَا تَتَفَكَّرُوْنَ ۟۠

دوى ته ووايه " زه تاسي ته دا نه وايم چې له ما سره د الله خزانې ديڼ نه زه د غيبو علم لرم او نه تاسي ته دا وايم چې زه پرښته يم، زه خو يوازې د هغې وحيې پيروي كوم چې ما ته را استول كېږي، بيا له دوى نه پوښتنه وكړه آيا ړانده او سترګور دواړه برابرېداى شي؟ آيا تاسې فكر نه كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
51 : 6

وَاَنْذِرْ بِهِ الَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ اَنْ یُّحْشَرُوْۤا اِلٰی رَبِّهِمْ لَیْسَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ وَلِیٌّ وَّلَا شَفِیْعٌ لَّعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟

او په هغه (قرآن) سره هغه كسان ووېروه چې ډاريريږى له دې نه چې خپل رب ته به ورغونډ كړى شي، نه به يې له هغه پرته څوك دوست وي او نه كوم سپارښتونكى، (دا) د دې لپاره چې دوى ځان وساتي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 6

وَلَا تَطْرُدِ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَالْعَشِیِّ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَهٗ ؕ— مَا عَلَیْكَ مِنْ حِسَابِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ وَّمَا مِنْ حِسَابِكَ عَلَیْهِمْ مِّنْ شَیْءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُوْنَ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟

او كوم خلك چې شپه او ورځ خپل رب ته لاس په دعا دي او د هغه خوښي غواړي هغوى له خپله ځانه ليرې مه شړه، د هغوى له حساب نه د هېڅ شي پيټى پر تا نشته او ستا له حساب نه د هېڅ شي پېټى پر هغوى نشته، د دې له پاسه هم كه ته هغوى لرې وشړې نو په ظالمانو كې به وشمېرل شې. info
التفاسير: