क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - अनुवाद अग्रदूत केंद्र

पृष्ठ संख्या:close

external-link copy
131 : 6

ذٰلِكَ اَنْ لَّمْ یَكُنْ رَّبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرٰی بِظُلْمٍ وَّاَهْلُهَا غٰفِلُوْنَ ۟

دا د دې لپاره چې ستا رب په داسې حال كې په ظلم د كليو تباه كوونكى نه دى چې خلك يې ناخبره وي. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 6

وَلِكُلٍّ دَرَجٰتٌ مِّمَّا عَمِلُوْا ؕ— وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا یَعْمَلُوْنَ ۟

او هر چاته له خپلو كړو وړو درجې (ټاكل شوې) دي او ستا رب له هغو كارو چې دوى يې كوي بې خبره نه دى. info
التفاسير:

external-link copy
133 : 6

وَرَبُّكَ الْغَنِیُّ ذُو الرَّحْمَةِ ؕ— اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ وَیَسْتَخْلِفْ مِنْ بَعْدِكُمْ مَّا یَشَآءُ كَمَاۤ اَنْشَاَكُمْ مِّنْ ذُرِّیَّةِ قَوْمٍ اٰخَرِیْنَ ۟ؕ

او ستا رب بې نيازه د رحمت خاوند دى، كه وغواړي تاسو به له منځه يوسي او پر ځاى به مو له تاسو وروسته چې څوك غواړي هغه راولي، لكه تاسو يې چې د نورو خلكو له ځوځاته را پيدا كړي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
134 : 6

اِنَّ مَا تُوْعَدُوْنَ لَاٰتٍ ۙ— وَّمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟

بې شكه هغه څه حتماً را تلونكي دي چې لوز يى درسره كيږي او تاسو د هغه د عاجزولو وس نه لرئ. info
التفاسير:

external-link copy
135 : 6

قُلْ یٰقَوْمِ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ اِنِّیْ عَامِلٌ ۚ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۙ— مَنْ تَكُوْنُ لَهٗ عَاقِبَةُ الدَّارِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ ۟

ورته ووايه: اى زما قومه! تاسو پر خپل حال (خپل) كار كوئ زه هم خپل كار كوونكى يم، بيا به زر وپوهېږئ چې د دار (آخرت) ښه انجام به د چا وي، دا حقيقت دى چې ظالمان نه شي بچ كېداى. info
التفاسير:

external-link copy
136 : 6

وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ مِمَّا ذَرَاَ مِنَ الْحَرْثِ وَالْاَنْعَامِ نَصِیْبًا فَقَالُوْا هٰذَا لِلّٰهِ بِزَعْمِهِمْ وَهٰذَا لِشُرَكَآىِٕنَا ۚ— فَمَا كَانَ لِشُرَكَآىِٕهِمْ فَلَا یَصِلُ اِلَی اللّٰهِ ۚ— وَمَا كَانَ لِلّٰهِ فَهُوَ یَصِلُ اِلٰی شُرَكَآىِٕهِمْ ؕ— سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ ۟

او الله لره يې له هغو شيانو يوه برخه ټاكلې چې ده خپله پيدا كړي، له كښت او څارويو نه، نو ويل به يې دا د الله لپاره ده –په خپل ګومان سره– او دا زموږ د انګېرليو شريكانو لپاره، نو څه (برخه) چې د دوى د شريكانو لپاره ده، هغه خو الله ته نه رسي او كومه چې د الله لپاره ده هغه يې شريكانو ته رسي، (څه) بدې فيصلى كوي. info
التفاسير:

external-link copy
137 : 6

وَكَذٰلِكَ زَیَّنَ لِكَثِیْرٍ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ قَتْلَ اَوْلَادِهِمْ شُرَكَآؤُهُمْ لِیُرْدُوْهُمْ وَلِیَلْبِسُوْا عَلَیْهِمْ دِیْنَهُمْ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا فَعَلُوْهُ فَذَرْهُمْ وَمَا یَفْتَرُوْنَ ۟

او شريكانو يې په همدى ډول زياترو مشركينو ته د خپل اولاد وژل ښايسته كړي دي، د دې لپاره چې هلاك يې كړي او خپل دين يې ورباندې ګډوډ كړي، او كه الله غوښتي واى داسې به يې نه وو كړي نو همداسې يې په خپلو دروغ تړلو كې پرېږده. info
التفاسير: