क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - अनुवाद अग्रदूत केंद्र

पृष्ठ संख्या:close

external-link copy
28 : 6

بَلْ بَدَا لَهُمْ مَّا كَانُوْا یُخْفُوْنَ مِنْ قَبْلُ ؕ— وَلَوْ رُدُّوْا لَعَادُوْا لِمَا نُهُوْا عَنْهُ وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟

بلكې اوس هغه څه ورته څرګند شو چې مخكى به يې پټول، او كه (فرضاً) بيا (دنيا ته) ور وګرځول شي نو خامخا به هماغه څه وكړي چې ترې منع شوي وو او دوى بیخي دروغجن دي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 6

وَقَالُوْۤا اِنْ هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوْثِیْنَ ۟

او ويل يې بل څه نشته، همدا د دنيا ژوند مو دى او موږ بېرته نه يو را پورته كېدونكي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 6

وَلَوْ تَرٰۤی اِذْ وُقِفُوْا عَلٰی رَبِّهِمْ ؕ— قَالَ اَلَیْسَ هٰذَا بِالْحَقِّ ؕ— قَالُوْا بَلٰی وَرَبِّنَا ؕ— قَالَ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟۠

او كه ته يې ووينې كله چې خپل رب ته و درول شي، ورته وايي به: آيا دا حق نه دى؟ دوى به وايي: ولې نه! زموږ په رب قسم (چې دا هر څه حق دي) هغه به وفرمايي : (ښه) نو چې انكار مو كولو، اوس دا عذاب وڅكئ. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 6

قَدْ خَسِرَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِلِقَآءِ اللّٰهِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءَتْهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً قَالُوْا یٰحَسْرَتَنَا عَلٰی مَا فَرَّطْنَا فِیْهَا ۙ— وَهُمْ یَحْمِلُوْنَ اَوْزَارَهُمْ عَلٰی ظُهُوْرِهِمْ ؕ— اَلَا سَآءَ مَا یَزِرُوْنَ ۟

حتماً هغه كسان تاواني شول چې الله سره مخامخ كېدل يې دروغ ګڼل، څو چې ناڅاپه ساعت (قیامت) ورته راشي نو وايي به ای زموږ افسوسه پر هغه چې نيمګړتيا مو پكې كړې وه او دوى به خپل بارونه پر خپلو شاګانو وړي، خبر اوسئ! څومره بد پېټى دى چې دوى يې وړي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 6

وَمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا لَعِبٌ وَّلَهْوٌ ؕ— وَلَلدَّارُ الْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

او د دنيا ژوند له لوبې او تماشې پرته بل څه نه دى، او هماغه د آخرت مېنه هغو خلكو ته غوره ده چې ځان ساتنه (تقوى) كوي، آيا عقل نه كاروئ. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 6

قَدْ نَعْلَمُ اِنَّهٗ لَیَحْزُنُكَ الَّذِیْ یَقُوْلُوْنَ فَاِنَّهُمْ لَا یُكَذِّبُوْنَكَ وَلٰكِنَّ الظّٰلِمِیْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ یَجْحَدُوْنَ ۟

بې شكه موږ پوهېږو چې دوى څه وايي هغه دې ځوروي خو دا خلك تا دروغجن نه بولي بلكى دا ظالمان د الله له آيتونو منكريږي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 6

وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّنْ قَبْلِكَ فَصَبَرُوْا عَلٰی مَا كُذِّبُوْا وَاُوْذُوْا حَتّٰۤی اَتٰىهُمْ نَصْرُنَا ۚ— وَلَا مُبَدِّلَ لِكَلِمٰتِ اللّٰهِ ۚ— وَلَقَدْ جَآءَكَ مِنْ نَّبَاۡ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

او يقيناً له تا مخكې هم (يو شمېر) رسولان دروغجن ګڼل شوي دي خو په هغو دروغجن ګڼلو او كړېدلو يې تر هغه صبر وكړ چې زموږ مرسته ورغله، او د الله خبرو لره څوك بدلوونكى نشته، او د (مخكنيو) رسولانو له خبرونو هم څه درته راغلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 6

وَاِنْ كَانَ كَبُرَ عَلَیْكَ اِعْرَاضُهُمْ فَاِنِ اسْتَطَعْتَ اَنْ تَبْتَغِیَ نَفَقًا فِی الْاَرْضِ اَوْ سُلَّمًا فِی السَّمَآءِ فَتَاْتِیَهُمْ بِاٰیَةٍ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَی الْهُدٰی فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْجٰهِلِیْنَ ۟

او كه مخ ګرځول يې درباندې سخت (يا درانه) وي نو كه په وسه كې دې وی چې په ځمكه كې يو سورنګ ولټوې يا اسمان ته پارسنګ (زينه) كېږدې نو هم نښانه (معجزه) به ورته راوړې، او كه الله غوښتي واى نو هغوى يې په سمه لار غونډولاى شول نو له ناپوهانو مه كېږه. info
التفاسير: