Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Abu Zakariyya

انفطار

external-link copy
1 : 82

اِذَا السَّمَآءُ انْفَطَرَتْ ۟ۙ

82-1 كله چې اسمان وچوي info
التفاسير:

external-link copy
2 : 82

وَاِذَا الْكَوَاكِبُ انْتَثَرَتْ ۟ۙ

82-2 او كله چې ستوري ګډوډ شي (او) راولوېږي info
التفاسير:

external-link copy
3 : 82

وَاِذَا الْبِحَارُ فُجِّرَتْ ۟ۙ

82-3 او كله چې دریابونه یو ځاى روان كړى شي info
التفاسير:

external-link copy
4 : 82

وَاِذَا الْقُبُوْرُ بُعْثِرَتْ ۟ۙ

82-4 او كله چې قبرونه لاندې باندې كړى شي info
التفاسير:

external-link copy
5 : 82

عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ وَاَخَّرَتْ ۟ؕ

82-5 هر نفس به په هغه څه پوه شي چې ده وړاندې لېږلي دي او وروسته يې پرېښې دي info
التفاسير:

external-link copy
6 : 82

یٰۤاَیُّهَا الْاِنْسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِیْمِ ۟ۙ

82-6 اى (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې info
التفاسير:

external-link copy
7 : 82

الَّذِیْ خَلَقَكَ فَسَوّٰىكَ فَعَدَلَكَ ۟ۙ

82-7 هغه چې ته يې پیدا كړې، نو ته يې ښه برابر كړې info
التفاسير:

external-link copy
8 : 82

فِیْۤ اَیِّ صُوْرَةٍ مَّا شَآءَ رَكَّبَكَ ۟ؕ

82-8 په هر صورت (شكل) كې چې هغه غوښتل، ته يې پیوند (او جوړ) كړې info
التفاسير:

external-link copy
9 : 82

كَلَّا بَلْ تُكَذِّبُوْنَ بِالدِّیْنِ ۟ۙ

82-9 داسې بېخي نه ده، بلكې تاسو د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼئ info
التفاسير:

external-link copy
10 : 82

وَاِنَّ عَلَیْكُمْ لَحٰفِظِیْنَ ۟ۙ

82-10 په داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) مقرر دي info
التفاسير:

external-link copy
11 : 82

كِرَامًا كٰتِبِیْنَ ۟ۙ

82-11 چې عزتمن لیكونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
12 : 82

یَعْلَمُوْنَ مَا تَفْعَلُوْنَ ۟

82-12 دوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ info
التفاسير:

external-link copy
13 : 82

اِنَّ الْاَبْرَارَ لَفِیْ نَعِیْمٍ ۟ۙ

82-13 بېشكه نېكان (مومنان) به خامخا په نعمتونو كې وي info
التفاسير:

external-link copy
14 : 82

وَاِنَّ الْفُجَّارَ لَفِیْ جَحِیْمٍ ۟ۙ

82-14 او بېشكه چې بدكاران (كافران) به خامخا په جهنم كې وي info
التفاسير:

external-link copy
15 : 82

یَّصْلَوْنَهَا یَوْمَ الدِّیْنِ ۟

82-15 دوى به ده ته د بدلې په ورځ ننوځي info
التفاسير:

external-link copy
16 : 82

وَمَا هُمْ عَنْهَا بِغَآىِٕبِیْنَ ۟ؕ

82-16 او دوى به له دغه (دوزخ) نه له سره پټېدونكي نه وي info
التفاسير:

external-link copy
17 : 82

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ۙ

82-17 او ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ (قیامت) څه شى دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 82

ثُمَّ مَاۤ اَدْرٰىكَ مَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ؕ

82-18 بیا ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ څه شى دى info
التفاسير:

external-link copy
19 : 82

یَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِّنَفْسٍ شَیْـًٔا ؕ— وَالْاَمْرُ یَوْمَىِٕذٍ لِّلّٰهِ ۟۠

82-19 (یاده كړه) هغه ورځ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس لپاره د هېڅ شي اختیار ونه لري او په دغې ورځ كې به امر (حكم) خاص الله لره وي info
التفاسير: