Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Abu Zakariyya

external-link copy
138 : 6

وَقَالُوْا هٰذِهٖۤ اَنْعَامٌ وَّحَرْثٌ حِجْرٌ ۖۗ— لَّا یَطْعَمُهَاۤ اِلَّا مَنْ نَّشَآءُ بِزَعْمِهِمْ وَاَنْعَامٌ حُرِّمَتْ ظُهُوْرُهَا وَاَنْعَامٌ لَّا یَذْكُرُوْنَ اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهَا افْتِرَآءً عَلَیْهِ ؕ— سَیَجْزِیْهِمْ بِمَا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟

6-138 او دوى وايي: دا ځینې څاروي او فصلونه دي، چې ممنوع دي، دا به نه خوري مګر هغه څوك چې مونږ يې وغواړو، د دوى په عقیده، او څه څاروي دي چې د هغو شاګانې منع كړى شوي دي (سورېدل او بار وړل پرې بند دي)، او څه څاروي دي چې دوى په هغو باندې د الله نوم نه یادوي،(او دا) په الله باندې د دروغو تپلو لپاره(كوي)، ضرور به الله دوى ته سزا وركړي، په سبب د هغو دروغو چې دوى به جوړول info
التفاسير: