Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz

بینه

external-link copy
1 : 98

لَمْ یَكُنِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ وَالْمُشْرِكِیْنَ مُنْفَكِّیْنَ حَتّٰی تَاْتِیَهُمُ الْبَیِّنَةُ ۟ۙ

کوم کسان چې له اهل کتابو او مشرکانو څخه کافر وو له خپل کفر څخه راګرځیدونکي نه دي تر څو چې څرګند دلیل ورته راشي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 98

رَسُوْلٌ مِّنَ اللّٰهِ یَتْلُوْا صُحُفًا مُّطَهَّرَةً ۟ۙ

د الله رسول ورته راغی چې پاک کتاب پرې لولي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 98

فِیْهَا كُتُبٌ قَیِّمَةٌ ۟ؕ

دا کتاب له روغو او سمو احکامو څخه ډک دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 98

وَمَا تَفَرَّقَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنَةُ ۟ؕ

د کتاب د خاوندانو تر مینځ بیلتون له هغه وروسته راغی چې ښکاره دلیل ورته نازل شو. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 98

وَمَاۤ اُمِرُوْۤا اِلَّا لِیَعْبُدُوا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ۙ۬— حُنَفَآءَ وَیُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوا الزَّكٰوةَ وَذٰلِكَ دِیْنُ الْقَیِّمَةِ ۟ؕ

او هغوی ته پرته له دې بل هیڅ امر نه وو شوی چې:د الله بندګي په داسې ډول وکړي چې دین د هغه د لارښونو په رنا کې سنبال کړي،د حق پالنې په لور مایل او لمنځونه وکړي.زکاتونه ورکړي او همدا غوره او روغ دین دی. info
التفاسير: