Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad

Lambar shafi:close

external-link copy
18 : 5

وَقَالَتِ الْیَهُوْدُ وَالنَّصٰرٰی نَحْنُ اَبْنٰٓؤُا اللّٰهِ وَاَحِبَّآؤُهٗ ؕ— قُلْ فَلِمَ یُعَذِّبُكُمْ بِذُنُوْبِكُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ ؕ— یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؗ— وَاِلَیْهِ الْمَصِیْرُ ۟

او يهود او نصارى وايي چې موږ د الله زامن او ګران دوستان يو ورته وايه: نو بيا مو په ګناهونو ولې سزا دركوي؟ بلكې تاسو هم د هغه د پېدایښت په څېر بشر ياست، چا ته يې چې خوښه شي بخښنه كوى او څوك چې وغواړي په عذابوي، او الله لره پاچایي د اسمانونو او ځمكي ده او څه يې چې ترمنځه دي او د هغه لور ته ورتګ دى. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 5

یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلُنَا یُبَیِّنُ لَكُمْ عَلٰی فَتْرَةٍ مِّنَ الرُّسُلِ اَنْ تَقُوْلُوْا مَا جَآءَنَا مِنْ بَشِیْرٍ وَّلَا نَذِیْرٍ ؗ— فَقَدْ جَآءَكُمْ بَشِیْرٌ وَّنَذِیْرٌ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠

ای اهل كتابو! زموږ دا رسول درته راغى چې تاسي ته د رسولانو لړۍ بندېدو په مهال دين بيانوي چې بيا ونه واياست چې موږ ته خو نه زېرى وركوونكى راغلى او نه وېروونكى، نو دادى هم زېرى وركوونكى درته راغى او هم وېروونكى او الله په هر څه قادر دى. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 5

وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ اذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ جَعَلَ فِیْكُمْ اَنْۢبِیَآءَ وَجَعَلَكُمْ مُّلُوْكًا ۗ— وَّاٰتٰىكُمْ مَّا لَمْ یُؤْتِ اَحَدًا مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟

او كله چې موسى خپل قوم ته وويل: اى زما قومه! د الله لورينه درياده كړئ چې پر تاسو يې كړې كله چې یې په تاسو كې نبيان پيدا كړل او تاسو يې واكمنان كړئ او هغه څه يې دركړل چې په نړۍ كې يې هيچا ته نه و وركړي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 5

یٰقَوْمِ ادْخُلُوا الْاَرْضَ الْمُقَدَّسَةَ الَّتِیْ كَتَبَ اللّٰهُ لَكُمْ وَلَا تَرْتَدُّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِكُمْ فَتَنْقَلِبُوْا خٰسِرِیْنَ ۟

اى قومه! هغه سپېڅلې ځمكې ته ننوځئ چې الله ستاسي لپاره ليكلې ده، پر شا مه اوړئ كه نه نو تاوانیان به وګرځئ. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 5

قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِنَّ فِیْهَا قَوْمًا جَبَّارِیْنَ ۖۗ— وَاِنَّا لَنْ نَّدْخُلَهَا حَتّٰی یَخْرُجُوْا مِنْهَا ۚ— فَاِنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَا فَاِنَّا دٰخِلُوْنَ ۟

دوى وويل: هلته خو ډېر زورور خلك (مېشت) دي او موږ به تر هغه نه ورننوځو چې هغوى نه وي ترې وتلې، خو كه دوى ووتل نو بيا حتماً ورننوتونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 5

قَالَ رَجُلٰنِ مِنَ الَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمَا ادْخُلُوْا عَلَیْهِمُ الْبَابَ ۚ— فَاِذَا دَخَلْتُمُوْهُ فَاِنَّكُمْ غٰلِبُوْنَ ۚ۬— وَعَلَی اللّٰهِ فَتَوَكَّلُوْۤا اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

له هغو وېرېدونكو نه دوو كسانو چې الله ورباندې پېرزوينه كړې وه، وويل: پرهغو له دروازې ورننوځئ نو كله چې ورننوتئ، همدا تاسي برلاسي ياست او په الله بروسه وكړئ كه (رښتيني) مومنان ياست. info
التفاسير: