Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad

external-link copy
141 : 4

١لَّذِیْنَ یَتَرَبَّصُوْنَ بِكُمْ ۚ— فَاِنْ كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللّٰهِ قَالُوْۤا اَلَمْ نَكُنْ مَّعَكُمْ ۖؗ— وَاِنْ كَانَ لِلْكٰفِرِیْنَ نَصِیْبٌ ۙ— قَالُوْۤا اَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَیْكُمْ وَنَمْنَعْكُمْ مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ— فَاللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَلَنْ یَّجْعَلَ اللّٰهُ لِلْكٰفِرِیْنَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ سَبِیْلًا ۟۠

هغه (منافقان) چې ستاسو په اړه انتظار كوي، نو كه د الله له خوا مو برى نصيب شو دوى وايي آيا موږ درسره نه وو او كه د كافرانو څه په برخه شو نو (هغوته) وايي آيا موږ درباندې برلاسي نه و او له مومنانو مو ونه ژغورلئ، نو الله به د قيامت په ورځ ستاسو ترمنځ فيصله كوي او الله به هيڅكله كافرانو ته پرمومنانو (د برلاسۍ) لاره ورنه كړي. info
التفاسير: