Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad

Lambar shafi:close

external-link copy
122 : 4

وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— وَعْدَ اللّٰهِ حَقًّا ؕ— وَمَنْ اَصْدَقُ مِنَ اللّٰهِ قِیْلًا ۟

او هغوى چې ايمان یې راوړى اوسم كارونه يې كړي، زر به يې داسې جنتونو ته ننباسو چې ويالې ترې لاندې بهيږي، تلپاتې په هغه كې تر ابده، د الله رښتينې وعده ده، او څوك به الله نه زيات په خبرو كې رښتينى وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
123 : 4

لَیْسَ بِاَمَانِیِّكُمْ وَلَاۤ اَمَانِیِّ اَهْلِ الْكِتٰبِ ؕ— مَنْ یَّعْمَلْ سُوْٓءًا یُّجْزَ بِهٖ ۙ— وَلَا یَجِدْ لَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟

نه ستاسو په هيلو (برابره) ده او نه د اهل كتابو، چا چې ناوړه كار وكړ د هماغه بدله وركول كيږي، او ځان ته به له الله پرته نه كوم دوست مومي او نه څوك مرستندوى. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 4

وَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ مِنْ ذَكَرٍ اَوْ اُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ وَلَا یُظْلَمُوْنَ نَقِیْرًا ۟

او څوك چې ښه عملونه وكړي، نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو دغسې خلك به جنت ته ننوځي او د كجور زړي د چاود په اندازه به ظلم پرې ونه شي. info
التفاسير:

external-link copy
125 : 4

وَمَنْ اَحْسَنُ دِیْنًا مِّمَّنْ اَسْلَمَ وَجْهَهٗ لِلّٰهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَّاتَّبَعَ مِلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا ؕ— وَاتَّخَذَ اللّٰهُ اِبْرٰهِیْمَ خَلِیْلًا ۟

او له هغه چا نه په دين كې څوك غوره دى چې الله ته يې ځان تسليم كړى، حال دا چې ښېګڼې والا دی، او د حق پلوي ابراهيم په دين پسې روان وي او الله خو ابراهيم خپل دوست نيولى. info
التفاسير:

external-link copy
126 : 4

وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ مُّحِیْطًا ۟۠

او څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، هغه (ټول) د الله دي، او الله له هر څه راچاپېر دى. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 4

وَیَسْتَفْتُوْنَكَ فِی النِّسَآءِ ؕ— قُلِ اللّٰهُ یُفْتِیْكُمْ فِیْهِنَّ ۙ— وَمَا یُتْلٰی عَلَیْكُمْ فِی الْكِتٰبِ فِیْ یَتٰمَی النِّسَآءِ الّٰتِیْ لَا تُؤْتُوْنَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُوْنَ اَنْ تَنْكِحُوْهُنَّ وَالْمُسْتَضْعَفِیْنَ مِنَ الْوِلْدَانِ ۙ— وَاَنْ تَقُوْمُوْا لِلْیَتٰمٰی بِالْقِسْطِ ؕ— وَمَا تَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِهٖ عَلِیْمًا ۟

او د ښځو په هكله درنه فتوى غواړي، ورته وايه الله په دوى كې هم فتوى دركوي او هغه څه هم (د رښايي) چې په كتاب كې درباندې لوستل كيږي يعنې د هغو يتيمو ښځو په هكله چې ټاكلى مهر يې نه وركوئ او غواړئ چې په نكاح يې كړئ او د كمزورو ماشومانو په هكله هم، او دا چې د يتيمانو په اړه په عدل ولاړ اوسئ، او كوم د خير كار چى كوئ نو الله ډېر ښه ورباندې پوه دى. info
التفاسير: