Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na Taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma.

لیل

daga cikin abunda Surar ta kunsa:
بيان أحوال الخلق في الإيمان والإنفاق وحال كل فريق.
په ايمان او منافقت کې د خلکو د حالتونو بيان او د هرې ډلې حالت. info

external-link copy
1 : 92

وَالَّیْلِ اِذَا یَغْشٰی ۟ۙ

الله پر شپه لوړه وکړه کله چې هغه په خپله تياره هغه څه پټوي چې د اسمان او ځمکې ترمنځ دي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 92

وَالنَّهَارِ اِذَا تَجَلّٰی ۟ۙ

او په ورځ يې لوړه وکړه کله چې هغه ښکاره او څرګنده شي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 92

وَمَا خَلَقَ الذَّكَرَ وَالْاُ ۟ۙ

او د دوو ډولونو: نارينه او ښځينه وو په پيدايښت يې لوړه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 92

اِنَّ سَعْیَكُمْ لَشَتّٰی ۟ؕ

اې خلکو! پرته له شکه ستاسو عمل مختلف دی، ځينې نېکۍ دي چې جنت ته د ننوتلو لامل دي او ځينې بدۍ دي چې اور ته د ننوتلو لامل دي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 92

فَاَمَّا مَنْ اَعْطٰی وَاتَّقٰی ۟ۙ

او چا چې هغه څه ورکړل چې لګول يې لازم دي؛ لکه زکات، خيرات او کفاره، او له هغه څه يې ځان وساتلو چې الله ترې منع کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 92

وَصَدَّقَ بِالْحُسْنٰی ۟ۙ

او د الله کړې ژمنه یې رېښتيا وبلله( چې الله به هغه څه ورکوي چې ژمنه یې ورسره کړې ده). info
التفاسير:

external-link copy
7 : 92

فَسَنُیَسِّرُهٗ لِلْیُسْرٰی ۟ؕ

نو نېک عمل او د الله په لار کې لګښت به ورته اسانه کړو. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 92

وَاَمَّا مَنْ بَخِلَ وَاسْتَغْنٰی ۟ۙ

او چاچې پر خپل مال بخيلي وکړه چې په کوم څه کې يې لګول واجب و په هغو کې يې ونه لګاوه، او پر خپل مال له الله څخه بې پروا شو او د الله له پېرزوينې يې څه ونه غوښتل. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 92

وَكَذَّبَ بِالْحُسْنٰی ۟ۙ

او الله چې د ښه ځای ناستي او د الله په لار کې پر مال لګولو کومه ژمنه کړې ده هغه يې درواغ وګڼله. info
التفاسير:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• أهمية تزكية النفس وتطهيرها.
د نفس د پاکوالي او سپېڅلتيا اهميت. info

• المتعاونون على المعصية شركاء في الإثم.
په ګناه کې له يو بل سره مرستندويان د هغې ګناه په سزا کې سره شريکان دي. info

• الذنوب سبب للعقوبات الدنيوية.
ګناهونه د دنيوي سزاوو لامل دي. info

• كلٌّ ميسر لما خلق له فمنهم مطيع ومنهم عاصٍ.
د هر چا لپاره هغه څه اسانه کړل شوي دي چې ورته پيداکړل شوی دی، نو ځينې پيروي کوونکي وي او ځينې ګناهکاره وي. info

external-link copy
10 : 92

فَسَنُیَسِّرُهٗ لِلْعُسْرٰی ۟ؕ

نو هغه لره به بد کار اسانه کړو، او د ښه کار ترسره کول به ورته سخت کړو. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 92

وَمَا یُغْنِیْ عَنْهُ مَالُهٗۤ اِذَا تَرَدّٰی ۟ؕ

او له هغه څخه به يې هغه مال چې بخيلي يې پرې کړې وه هيڅ شی ترې ايسار نه کړي کله چې هغه تباه شي او اور ته ننوځي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 92

اِنَّ عَلَیْنَا لَلْهُدٰی ۟ؗۖ

پرته له شکه پر موږ لازم دي چې د حق او باطل لارې بيان کړو. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 92

وَاِنَّ لَنَا لَلْاٰخِرَةَ وَالْاُوْلٰی ۟

او پرته له شکه چې د آخرت ژوند موږ لره دی او د دنيا ژوند هم موږ لره دی، په دواړو کې چې څنګه غواړو تصرف کوو، او له موږ پرته دا بل هيچا لره هم نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 92

فَاَنْذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظّٰی ۟ۚ

اې خلکو! تاسې مو له بلېدونکي اور څخه وېرولي ياست که چېرې تاسې له الله څخه سرغړونه وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 92

لَا یَصْلٰىهَاۤ اِلَّا الْاَشْقَی ۟ۙ

د دغه اور ګرمي به يوازې هغه تر ټولو بدمرغه انسان زغمي چې هغه کافر دی. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 92

الَّذِیْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰی ۟ؕ

هغه څوک چې هغه څه يې درواغ وګڼل چې رسول صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی و، او د الله د امرونو له منلو يې مخ واړولو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 92

وَسَیُجَنَّبُهَا الْاَتْقَی ۟ۙ

او له هغه (اوره) به د خلکو ډېر پرهېزګاره ابوبکر رضي الله عنه په څنګ کړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 92

الَّذِیْ یُؤْتِیْ مَالَهٗ یَتَزَكّٰی ۟ۚ

هغه چې خپل مال د نېکيو او له ګناهونو څخه د پاکوالي په لارو کې لګوي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 92

وَمَا لِاَحَدٍ عِنْدَهٗ مِنْ نِّعْمَةٍ تُجْزٰۤی ۟ۙ

او له خپل مال څخه چې څه لګوي د دې لپاره يې نه لګوي چې د هغه چا بدله پرې ورکړي چې پر هغه يې احسان کړی وي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 92

اِلَّا ابْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْاَعْلٰی ۟ۚ

خپل مال يوازې د دې لپاره لګوي چې د هغه پالونکي خوښي يې ترلاسه کړي چې پر مخلوق يې لوړ دی. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 92

وَلَسَوْفَ یَرْضٰی ۟۠

او ژر ده چې هغه به پر هغه څه راضي شي چې الله کومه عزتمنه بدله ورکوي. info
التفاسير:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• منزلة النبي صلى الله عليه وسلم عند ربه لا تدانيها منزلة.
د نبي صلی الله عليه وسلم مرتبه د خپل پالونکي په وړاندې داسې ده چې هيڅ مرتبه ورته نېږدې کېدای نه شي. info

• شكر النعم حقّ لله على عبده.
پر نعمت شکر اېستل د الله پر خپل بنده حق دی. info

• وجوب الرحمة بالمستضعفين واللين لهم.
پر کمزورو خلکو د لورېينې لازموالی او له هغه سره نرمي کول. info