Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na Taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma.

معارج

daga cikin abunda Surar ta kunsa:
بيان حال وجزاء الخلق يوم القيامة.
د قيامت په ورځ د مخلوق د جزا او حال بيان. info

external-link copy
1 : 70

سَاَلَ سَآىِٕلٌۢ بِعَذَابٍ وَّاقِعٍ ۟ۙ

له مشرکانو يو غوښتونکي د خپل ځان او قوم پر خلاف د عذاب غوښتنه وکړه چې که چېرې دغه عذاب راتلونکی وي، په داسې حال کې چې دا د هغه له لوري ملنډې وې، او هغه د قيامت په ورځ پېښېدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 70

لِّلْكٰفِرِیْنَ لَیْسَ لَهٗ دَافِعٌ ۟ۙ

(هغه عذاب) پر الله د کفر کوونکو لپاره دی، د دغه عذاب لپاره څوک ايساروونکی نشته. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 70

مِّنَ اللّٰهِ ذِی الْمَعَارِجِ ۟ؕ

د مرتبې، درجو، فضيلتونو او نعمتونو د څښتن له لورې دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 70

تَعْرُجُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ وَالرُّوْحُ اِلَیْهِ فِیْ یَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهٗ خَمْسِیْنَ اَلْفَ سَنَةٍ ۟ۚ

هغه ته پرېښتې او جبرئيل په دغو درجو کې ورخېژي، د قيامت په ورځ چې هغه دومره اوږده ورځ ده چې اندازه يې پنځوس زره کاله ده. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 70

فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِیْلًا ۟

نو اې رسوله! داسې صبر کوه چې هيڅ وير او شکايت پکې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 70

اِنَّهُمْ یَرَوْنَهٗ بَعِیْدًا ۟ۙ

هغوی دغه عذاب لېرې او پېښېدل يې ناشوني ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 70

وَّنَرٰىهُ قَرِیْبًا ۟ؕ

او موږ هغه نېږدې هرومرو پېښېدونکی وينو. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 70

یَوْمَ تَكُوْنُ السَّمَآءُ كَالْمُهْلِ ۟ۙ

په کومه ورځ چې آسمان به د سرو زرو او ميسو غوندې ويلې شي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 70

وَتَكُوْنُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ ۟ۙ

او غرونه به په سپکوالي کې د وړۍ غوندې وي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 70

وَلَا یَسْـَٔلُ حَمِیْمٌ حَمِیْمًا ۟ۚۖ

او يو خپل به د بل خپل حال نه پوښتي، ځکه هر يو به په خپل ځان بوخت وي. info
التفاسير:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• تنزيه القرآن عن الشعر والكهانة.
د قرآن له شعر او کهانت څخه پاکوالی. info

• خطر التَّقَوُّل على الله والافتراء عليه سبحانه.
پر الله پورې د خبرو تړلو او پر هغه پاک ذات پورې د درواغ ويلو خطر. info

• الصبر الجميل الذي يحتسب فيه الأجر من الله ولا يُشكى لغيره.
ښه صبر دا دی چې په هغو کې له الله څخه د بدلې هيله ولري او بل چاته شکايت ونه کړي. info

external-link copy
11 : 70

یُّبَصَّرُوْنَهُمْ ؕ— یَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ یَفْتَدِیْ مِنْ عَذَابِ یَوْمِىِٕذٍ بِبَنِیْهِ ۟ۙ

هر انسان به خپل دوست ويني چې نه به ترې پټيږي، خو له دې سره به هيڅوک له بل چا څخه د حالت د سختوالي له امله پوښتنه نه کوي، څوک چې د اور وړ ګرځېدلی هغه به خوښوي چې خپل اولادونه د بدلې په ډول وړاندې کړي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 70

وَصَاحِبَتِهٖ وَاَخِیْهِ ۟ۙ

او مېرمن او وروڼه يې په بدله کې ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 70

وَفَصِیْلَتِهِ الَّتِیْ تُـْٔوِیْهِ ۟ۙ

او له کورنۍ يې هغه خپلوان قربان کړي چې له هغه سره په سختيو کې درېدل. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 70

وَمَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ۙ— ثُمَّ یُنْجِیْهِ ۟ۙ

او له انسانانو، پېريانو او له هغوی پرته چې څه هم په ځمکه کې دي دا ټول به په بدله کې ورکړي، بيا به دغه بدله سپاري ترڅو ځان د اور له عذابه و ژغوري. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 70

كَلَّا ؕ— اِنَّهَا لَظٰی ۟ۙ

معامله به داسې نه وي لکه څنګه يې چې دغه ګناهکار غواړي، هغه خو د آخرت اور دی لمبې او شغلې وهي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 70

نَزَّاعَةً لِّلشَّوٰی ۟ۚۖ

د سخت ګرموالي او لمبو له امله د سر پوستکی په ډېره سختۍ له سره بېلوي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 70

تَدْعُوْا مَنْ اَدْبَرَ وَتَوَلّٰی ۟ۙ

هغه څوک رابولي چې له حقه يې مخ اړولی وي او ډېر ترې لېرې شوی وي، ايمان يې نه وي پرې راوړی او عمل يې نه وي کړی. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 70

وَجَمَعَ فَاَوْعٰی ۟

او مال يې راټول کړی، د الله په لار کې يې پر لګولو پرې بخيلي کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 70

اِنَّ الْاِنْسَانَ خُلِقَ هَلُوْعًا ۟ۙ

پرته له شکه انسان سخت حريص پيداکړل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 70

اِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوْعًا ۟ۙ

کله چې له ناروغۍ او بې وزلۍ کوم ضرر ور ورسي لږ صبر کوونکی وي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 70

وَّاِذَا مَسَّهُ الْخَیْرُ مَنُوْعًا ۟ۙ

او کله چې له آبادۍ او شتمنۍ کوم داسې څه ور ورسي چې خوشالوي يې؛ نو د الله په لار کې له لګولو زيات منع کوونکی وي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 70

اِلَّا الْمُصَلِّیْنَ ۟ۙ

مګر لمونځ کوونکي، ځکه هغوی له دغو بدو صفتونو څخه خوندي دي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 70

الَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَاتِهِمْ دَآىِٕمُوْنَ ۟

هغه کسان چې پر خپلو لمونځونو ټينګ ولاړ وي، پر بل څه نه ترې بوختيږي، او پر خپل ټاکلي وخت کې يې اداکوي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 70

وَالَّذِیْنَ فِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُوْمٌ ۟

او هغه کسان چې په مالونو کې يې ټاکلې فرض برخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 70

لِّلسَّآىِٕلِ وَالْمَحْرُوْمِ ۟

هغه چاته يې ورکوي چې سوال ترې کوي او هغه چاته چې سوال نه ترې کوي خو د کوم لامل له امله له روزۍ بې برخې وي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 70

وَالَّذِیْنَ یُصَدِّقُوْنَ بِیَوْمِ الدِّیْنِ ۟

او هغه کسان چې د قيامت ورځ رېښتيني ګڼي، په کومه ورځ چې الله هر چاته د هغه څه بدله ورکوي چې وړ يې وي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 70

وَالَّذِیْنَ هُمْ مِّنْ عَذَابِ رَبِّهِمْ مُّشْفِقُوْنَ ۟ۚ

او هغه کسان چې د خپل پالونکي له عذابه وېرېدونکي وي، سره له دې چې هغوی نېک عملونه وړاندې کړي وي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 70

اِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَیْرُ مَاْمُوْنٍ ۪۟

پرته له شکه د هغوی د پالونکي عذاب وېروونکی دی هوښيار نه شي ترېبې غمه کېدلای. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 70

وَالَّذِیْنَ هُمْ لِفُرُوْجِهِمْ حٰفِظُوْنَ ۟ۙ

او هغه کسان چې د خپلو شرمځايونو په پټولو او له نارواوو په لېرې کولو ساتونکي وي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 70

اِلَّا عَلٰۤی اَزْوَاجِهِمْ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَاِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُوْمِیْنَ ۟ۚ

پرته له خپلو مېرمنو او هغو مينځو چې هغوی يې څښتنان شوي دي، ځکه پر دغو ښځو د کوروالي يا له هغو کمه ګټه اخېستلو کې هغوی ګرم نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 70

فَمَنِ ابْتَغٰی وَرَآءَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْعٰدُوْنَ ۟ۚ

نو څوک چې له يادو شويو مېرمنو او مينځو پرته پر بل چا ګټه پورته کوي، همغوی د الله له پولو اوښتونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 70

وَالَّذِیْنَ هُمْ لِاَمٰنٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رٰعُوْنَ ۟

او هغه کسان چې د مالونو، رازونو او نور څه په اړه امين وګڼل شي، او د خپلو هغو ژمنو چې له خلکو سره يې کړې دي ساتونکي دي، په امانتونو کې خيانت نه کوي اوخپلې ژمنې نه ماتوي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 70

وَالَّذِیْنَ هُمْ بِشَهٰدٰتِهِمْ قَآىِٕمُوْنَ ۟

او هغه کسان چې خپلې شاهدۍ په مطلوب ډول وړاندې کوي، په هغو کې خپلوي او دښمني اغېز نه کوي.
info
التفاسير:

external-link copy
34 : 70

وَالَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَاتِهِمْ یُحَافِظُوْنَ ۟ؕ

او هغه کسان چې د خپل لمانځه ساتنه کوي، چې په خپل وخت کې يې ادا کوي، په پاکۍ او ډاډ يې کوي، هيڅ شی يې نه ترې مشغولوي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 70

اُولٰٓىِٕكَ فِیْ جَنّٰتٍ مُّكْرَمُوْنَ ۟ؕ۠

همدغه پر داسې صفتونو متصف خلک به په عزتمنو جنتونو کې وي، چې له تلپاتې نعمتونو او د عزتمن الله مخ ته له کتلو سره به مخ کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 70

فَمَالِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا قِبَلَكَ مُهْطِعِیْنَ ۟ۙ

اې رسوله! څه شي دغه ستا د قوم مشرکان ستا شاوخوا ته ستا درواغ ګڼلو ته په منډه منډه در کش کړي دي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 70

عَنِ الْیَمِیْنِ وَعَنِ الشِّمَالِ عِزِیْنَ ۟

ستا له ښي او چپ لوري ډلې ډلې پرتا چاپېر دي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 70

اَیَطْمَعُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ اَنْ یُّدْخَلَ جَنَّةَ نَعِیْمٍ ۟ۙ

آيا هر يو له هغوی دا هيله لري چې الله به يې د نعمتونو جنت ته ننباسي، چې پر تلپاتې نعمتونو به مزې کوي، په داسې حال کې چې هغه پر خپل کفر پاتې وي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 70

كَلَّا ؕ— اِنَّا خَلَقْنٰهُمْ مِّمَّا یَعْلَمُوْنَ ۟

امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی فکر کړی، پرته له شکه موږ هغوی له هغه څه پيداکړي چې هغوی پرې پوهيږي، موږ له سپکو اوبو پيداکړي دي، چې هغوی کمزوري وو د ځانونو لپاره يې نه د ګټې او نه د ضرر واک لرلو؛ نو بیا څنګه هغوی لويي کوي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 70

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشٰرِقِ وَالْمَغٰرِبِ اِنَّا لَقٰدِرُوْنَ ۟ۙ

الله پر خپل ذات لوړه وکړه، په داسې حال کې چې هغه د لمر، سپوږمۍ او ټولو ستورو لپاره د ختيځونو او لوېديځونو پالونکی دی، چې بېشکه موږ ځواکمن يو.
info
التفاسير:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• شدة عذاب النار حيث يود أهل النار أن ينجوا منها بكل وسيلة مما كانوا يعرفونه من وسائل الدنيا.
د اور د عذاب سختوالی چې دوزخيان به خوښوي چې په هره لار ترې وژغورل شي، هغه لارې چارې کومې چې هغوی په دنيا کې پېژندلې. info

• الصلاة من أعظم ما تكفَّر به السيئات في الدنيا، ويتوقى بها من نار الآخرة.
لمونځ ترټولو لوی هغه څه دی چې په دنيا کې کړي ګناهونه له منځه وړي او په آخرت کې له اوره پرې ساتل کيږي. info

• الخوف من عذاب الله دافع للعمل الصالح.
د الله له عذابه وېره د نېک عمل کولو لامل دی. info

external-link copy
41 : 70

عَلٰۤی اَنْ نُّبَدِّلَ خَیْرًا مِّنْهُمْ ۙ— وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوْقِیْنَ ۟

د هغوی پر نورو خلکو بدلولو چې د الله اطاعت به کوي، او هغوی به تباه کوو، له دغه کار څخه نه بې وسې کېږو، او نه موږ کمزوري يو کله چې د هغوی د تباهۍ او پر نورو يې د بدلولو اراده وکړو. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 70

فَذَرْهُمْ یَخُوْضُوْا وَیَلْعَبُوْا حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ

نو اې رسوله! پرېږده يې چې په هغه باطل او لارورکۍ کې ننوزي چې پکې دي، او په خپل دنيوي ژوند کې لوبې کوي، تردې د قيامت په ورځ له هغه څه سره مخ شي چې په قرآن کې يې ژمنه ورسره کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 70

یَوْمَ یَخْرُجُوْنَ مِنَ الْاَجْدَاثِ سِرَاعًا كَاَنَّهُمْ اِلٰی نُصُبٍ یُّوْفِضُوْنَ ۟ۙ

په کومه ورځ چې له قبرونو څخه په منډه منډه راوځي داسې لکه يوې نښې خواته چې سره سيالي کوي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 70

خَاشِعَةً اَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ؕ— ذٰلِكَ الْیَوْمُ الَّذِیْ كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ ۟۠

سترګې به يې ټيټې وي، رسوايي به پرې خپره وي، دا هغه ورځ ده چې په دنيا کې يې ژمنه ورسره کېدله، او هغوی يې پروا نه لرله. info
التفاسير:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• خطر الغفلة عن الآخرة.
له آخرته د بې پروايۍ خطر. info

• عبادة الله وتقواه سبب لغفران الذنوب.
د الله لمانځل او له هغه وېره د ګناهونو د بښنې لامل کيږي. info

• الاستمرار في الدعوة وتنويع أساليبها حق واجب على الدعاة.
په بلنه کې دوام او د کړنلارو بدلول را بدلول يې پر بلونکو يو لازمي حق دی. info