Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na Taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma.

Lambar shafi:close

external-link copy
31 : 51

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟

وويل ابراهيم عليه السلام پرېښتو ته: ستاسو حال څه دی؟ او څه غواړئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
32 : 51

قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ

پرېښتو هغه ته په ځواب کې وويل: پرته له شکه موږ الله يو داسې مجرم قوم ته لېږلې يو چې بدګناهونه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 51

لِنُرْسِلَ عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ طِیْنٍ ۟ۙ

ترڅو هغوی په کرت کاڼو وولو. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 51

مُّسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِیْنَ ۟

ای ابراهيمه! داسې کاڼي چې ستا د پالونکي له لوري نښاني شوي چې په کفر او ګناهونو کې د الله له پولو پر زيات اوښتونکو ور اورول کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 51

فَاَخْرَجْنَا مَنْ كَانَ فِیْهَا مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

نو د لوط په کلي کې چې له مؤمنانو څوک وو هغه مو ترې واېستل ترڅو هغوی ته هغه عذاب ونه رسيږي چې ګناهکارانو ته رسيږي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 51

فَمَا وَجَدْنَا فِیْهَا غَیْرَ بَیْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۚ

نو په دغه کلي کې مو د مسلمانانو له يو کور پرته چې هغه هم د لوط عليه السلام کورنۍ وه نور څوک ونه موندل. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 51

وَتَرَكْنَا فِیْهَاۤ اٰیَةً لِّلَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ؕ

او د لوط په کلي کې مو د عذاب له اغېزو يو داسې څه پرېښودل چې پر هغوی د عذاب په راتلو دلالت کوي، ترڅو هغه څوک چې د دردوونکي عذاب له رسېدو څخه وېريږي پند ترې واخلي، چې د هغوی غوندې کار ونه کړي او له هغه عذابه خوندي شي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 51

وَفِیْ مُوْسٰۤی اِذْ اَرْسَلْنٰهُ اِلٰی فِرْعَوْنَ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟

او په موسی کې د هغه چا لپاره نښانه ده چې له دردوونکي عذابه وېريږي کله مو چې فرعون ته له څرګندو دلايلو سره ولېږلو. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 51

فَتَوَلّٰی بِرُكْنِهٖ وَقَالَ سٰحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟

خو فرعون د تيري کوونکي په توګه په خپل ځواک او لښکر له حقه مخ واړولو، او د موسی عليه السلام په اړه يې وويل: هغه کوډګر دی جې په خلکو کوډې کوي او يا لېونی دی هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 51

فَاَخَذْنٰهُ وَجُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟ؕ

نو په خپله هغه او ټول لښکر مو يې را ونيول او په درياب کې مو واچول، نو ډوب او تباه شول، او فرعون له هغه درواغ ګڼلو او د الهيت له دعوې سره راتلونکی و چې پرې ملامتې دی. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 51

وَفِیْ عَادٍ اِذْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الرِّیْحَ الْعَقِیْمَ ۟ۚ

او د هود په قوم عاديانو کې هم د هغه چا لپاره نښانه ده چې له دردوونکي عذابه وېريږي کله مو چې پر هغوی داسې باد راولېږلو چې هيڅ باران پکې نه و او نه يې د مېوې نيولو په موخه ونې سره يوځای کولې او نه برکت پکې و. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 51

مَا تَذَرُ مِنْ شَیْءٍ اَتَتْ عَلَیْهِ اِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِیْمِ ۟ؕ

پر هر چا، مال او نور څه به چې راغی هغه به يې همداسې نه پرېښودل مګر تباه کول به يې او داسې به يې پرېښودل لکه زاړه ميده شوي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 51

وَفِیْ ثَمُوْدَ اِذْ قِیْلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوْا حَتّٰی حِیْنٍ ۟

او د صالح عليه السلام په قوم ثموديانو کې هم د هغه چا لپاره نښانه ده چې له دردوونکي عذابه وېريږي کله چې هغوی ته وويل شول: تر وخت پای ته رسېدو مخکې مو له ژونده خوند واخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 51

فَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ فَاَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ وَهُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟

خو هغوی د خپل پالونکي له امره لويي وکړه او د ايمان او پيروۍ پر وړاندې يې په لويي کولو سره غرور وکړ، نو د عذاب ټکې ونيول په داسې حال کې چې هغوی يې نازلېدو ته انتظار کولو، ځکه له هغوی سره د عذاب له راتلو درې ورځې مخکې يې ژمنه شوې وه. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 51

فَمَا اسْتَطَاعُوْا مِنْ قِیَامٍ وَّمَا كَانُوْا مُنْتَصِرِیْنَ ۟ۙ

نو هغوی ونه توانېدل چې د هغه څه مخه ونیسي چې کوم عذاب پرې راغی، او نه هغوی لره ځواک و چې د هغو په مرسته يې منع کړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 51

وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟۠

او له دغو درراغ ګڼونکو مخکې مو د نوح قوم په ډوبیدو تباه کړ، پرته له شکه هغوی داسې خلک وو چې د الله له پيروۍ وتونکي وو، نو د هغه د عذاب وړ وګرځېدل. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 51

وَالسَّمَآءَ بَنَیْنٰهَا بِاَیْىدٍ وَّاِنَّا لَمُوْسِعُوْنَ ۟

او آسمان مو جوړ کړ، او په ځواک مو د هغه جوړول باوري کړل، او موږ يې اړخونو لره پراخوونکي يو. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 51

وَالْاَرْضَ فَرَشْنٰهَا فَنِعْمَ الْمٰهِدُوْنَ ۟

او ځمکه مو پر هغې د اوسېدونکو لپاره د فرش غوندې غوړولې ګرځولې ده، او موږ غوره غوړوونکي يو کله مو چې ځمکه د هغوی لپاره وغوړوله. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 51

وَمِنْ كُلِّ شَیْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَیْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟

او له هرڅه مو دوه ډوله پيداکړې دي، لکه نارينه او ښځينه، آسمان او ځمکه، وچه او درياب، ترڅو د هغه الله پر يووالي نصيحت ترلاسه کړئ چې هرڅه يې دوه ډوله پيداکړي دي او له ځواک يې پند واخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 51

فَفِرُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ

نو د الله له عذابه د هغه د ثواب لوري ته ور وتښتئ، د هغه په پيروۍ کولو او له هغه په نه سرغوړونه سره، ای خلکو! پرته له شکه زه تاسو لره د الله له عذابه په څرګنده وېرونه وېروونکی يم. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 51

وَلَا تَجْعَلُوْا مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

او له الله سره بل معبود مه نيسئ چې له هغه پرته يې عبادت وکړئ، پرته له شکه زه تاسو لره د هغه له لوري په څرګنده وېرونه وېروونکی يم. info
التفاسير:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• الإيمان أعلى درجة من الإسلام.
ايمان له اسلامه لوړه درجه لري. info

• إهلاك الله للأمم المكذبة درس للناس جميعًا.
د الله له لوري د درواع ګڼونکو امتونو تباه کول د ټولو خلکو لپاره درس دی. info

• الخوف من الله يقتضي الفرار إليه سبحانه بالعمل الصالح، وليس الفرار منه.
له الله څخه وېره د هغه لوري ته په نېک عمل کولو سره د ور تېښتې غوښتنه کوي، نه له هغه څخه په تېښته سره. info